د هیواد توکمونو او پیژندپاڼه

 
یو شمیر کتونکی وایی چې په پیژند پاڼو کې باید د قوم او یا ژبې د نوم د لیکلو څخه ډډه وشي . دوی په پیژند پاڼو کې دا ډول لیکنه یوه اضافي او د سر دړد را پیدا کونکي بولي .
خو په دې وروستیو کې رسنیو د راپورنو سره سم د کابل د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکی ویلی دي چې باید په پېژند پاڼه ( تذکره) کې د وګړي د قومي هویت په هکله معلومات ورکړل شي .
اوسنی اداره د څو متعصبو ډلو له خوا رامنځته شوي سهامي اداره ده او ددې ادارې لوړپوړی چارواکی د دې په ځای چې یو ملی او سراسری اولسي پروګرام ولری اکثریت یې د اړوند ډلو د تعصبه ډکې اجنداوې ( په اقتصادي ، سیاسی ، انکشافي ، امنیتي ډګرونو کې ) تطبیق او د خپلو ډلو ټپلو نظریات بیانوي .
په ټوله نړی کې په پیژند پاڼو کې د یوه وګړي توکمي پیژندنه نه لیکل کیږي . بلکې د هغه هیواد د تبعه په توګه مشخص کیږی
د علمی او د بشرشناسی له مخې د یوه سړي د قومی هویت پیژندنه ډیره په زړه پورې خبره ده خو چې په افغانستان کې به دا پیژندنه به څنګه او څوک تر سره کړي دا د فکر وړ ټکی دی.
د بلې خوا د هیواد او په نړی کې هر وګړی دا غواړی چې خپل نژادی او توکمي هویت وپیژني . خو دا پیژندنه باید په علمی بنسټونو سره تر سره شي.
د توکم پیژندنو څخه کیدای شي ډیرې ناوړې استفادې هم وشي ټولنه د سترو ستونزو سره مخامخ کړي.. چې ښايی چې ددې پیژندنې څخه د متعصبه ډلو موخه همدا وي.
په هیواد کې د متعصبو کړیو او کسانو ټول فکر او زیار دې ته اوښتی چې څه ډول کولی شي په هیواد کې د متعصبو کړیو واکمنی ټینګه ، دایمي او لدې لارې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ځانونه ورسوي..
اوس مهال عمومي ډول سره د هیواد خلکو دا باور دی چې متعصبې ډلې غواړی په هیواد کې د پښتنو ( چې اکثریت اولس دی) په کمزوری کولو او د مختلفو توکمونو تر منځ د ورور ګلوی د اړیکو په له منځه وړلو سره د افغانستان تجزیه او له منځه تګ اسانه کړي.
دا یو حقیقت دی چې په ټوله نړي کې پيژند پاڼې د هغه هیواد د اکثریت توکم په ژبه لیکل کیږی . که چیرې په افغانستان کې د پښتو ( د اکثریت توکم د ژبې ) په اړخ کې کومه بله داخلي ژبه په پيژند پاڼه کې زیاتیږي بیا بايد د هیواد ټولې ژبې چې ویونکی یې برابر حقوق لري شاملی شي .
متعصبه کړۍ غواړی د دوی د واک په بهیر کې پيژند پاڼه ترتیب او وویشل شي په دې تذکرو کې په جعلی توګه د خلکو هویتونو ته بدلون ورکړل شی تر څو په راتلونکی کې د ځینو سیاسی موخو د تر لاسه کولو د پاره ترې کار واخیستل شي.
د افغانستان خلکو په ښه توګه دالیدلی دی چې متعصبو ډلو په هغو سیمو کې د دوی په جنایتونو تورنې ملیشاوې موجودې دي قومي تصفیه رامنځته کړي . دا پیښې په بدخشان ، تخار ، سرپل او نورو سیمو کې تر سره شوی او د هیواد په مرکزی سیمو کې کوچیان نه پریښودل کیږی چې خپلو جایدادونو ته بیرته وګرځي .
د قومي تصفیې په اړخ کې په پيژند پاڼه کې د توکمي هویت په قصدي توګه جعل کول یو بل پلان دې چې ډیره موده کیږي چې په افغانستان کې پلی کیږی په هغو ښارونو او ولایتونو کې چې مختلف توکمونه اوسیږي که څوک پیژند پاڼه اخلي نو مامورین هڅه کوي چې په تذکره کې د هغه ملیت تاجک ولیکي .
که زر وارې ورته ووایې چې وروره تاجک او یا پارسیوان نه یم ، نو بیا در ته وايی : (چي پروا دارد. کلش یک چیز است. ).
دا یو ډول قومی جعلکاري ده چې د کابل د ادارې له خوا را روانه ده او اوس نوي پړاو ته ننوتلی ده.
زما یو ملګری چې مور او پلار یې دواړه پښتانه او په قوم کاکړ دی په کابل کې د مامورینو له خوا د هغه ورور ته د تاجک په نوم تذکره ورکړل شوي ده د ده ورور هم د لوړو زده کړو خاوند دی که هر څومره یې ورته وویل چې دا دې غلطه کړي ده . د تذکرې مامور ورته وویل : چي پروا دارد ، چې افغان چی تاجک، من تذکره را باطل کرده نمیتوانم.
زما یو بل ملګری چې غوښتل یې بهر ته د کورنی سره سفر وکړي په دې مهال کې یې خدای پاک یوه لور ورکړه او په زیږنتون کې ورته د جلی هویت تاجک ولیکل شو. دا ملګری مې څو میاشتی سرګردان شو چې بیرته د خپلې لور هویت پښتون ته راواړوي که نه هغه بهر ته د سفر څخه پاتی کیده.
اوس په افغانستان کې بې شمیره وګړي شته دی چې په دې ډول د کابل د ادارې له خوا د هغوی هویت جعلکاری شوي دی.
په دې کې شک نه شته چې په افغانستان کې مختلف توکمونه، د ژبو ویونکی او د دینونو پیروان اوسیږی .
د افغانستان د توکمونو ، ژبو ویونکو، د مختلفو دینونو او مذهبونو د پیروانو تر منځ یو ویښته اختلاف هم نه شته . دوی د یوې کورنی په توګه چې په ګټه ، خوشالی او غم کې سره شریک وي ژوند کوي.
خو د کابل دربار ، ګاونډیو هیوادونو او متعصبو کړیو دا هڅه کړي ده چې د قومی هویتونو په بدلون او یا د اختلافونو په راپیدا کولو سره د یوه کوچنی لږکي حاکمیت همیشنی کړي.
په همدې منظور د پوهنې او د لوړو زده کړو د وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو له خوا په پښتو او نورو( غیر پارسي ) ژبو د ( په مورنیو ژبو ) تعلیم مخه نیول کیږي په رسمیاتو کې سل په سل یوه ژبه ( پارسي ژبه )واکمنه ساتل کیږي او هم دارنګه په قومي جوړښتونو کې بدلون راوستل کیږي چې د هغی سمه لاره په تذکرو او هویتونو کې د جعلکاري ده.
د وطن دښمنه کړیو موخه داده چې د هیواد د قومونو تر منځ بیلوالی را پیدا کړي اوهغه ارګانیک یووالی چې د هیواد د مختلفو قومونو او توکمونو تر منځ د پېړیو راپدې خوا وجود لري له منځه یوسي او مات یې کړي .
او لدې لارې دا هیواد د تجزیې او نابودۍ خوا ته بوزي .
د هیواد په اساسي قانون کې د هیواد د هر اوسیدونکي چې افغان ورته ویل کیږي حقوق او مکلفیتونو څرګند او امتیازات یې هم د یوه وګړي په توګه په ډاګه شوي دي . ددې قانون په بنسټ ټول وګړي په ګډه د هیواد په برخلیک کې برخه اخلي .
د ټولو افغانانو د وګړو مشارکت د خلکو تر منځ د یووالی د ټینګښت سبب ګرځي .
متعصبه کړۍ د اساسي قانون په خلاف د افغان وګړو د مشارکت په ځای د قومونو او توکمونو د مشارکت تیوري مطرح کوي . د توکمونو او یا قومونو ترمنځ د مشارکت تیوري ډيره خطرناکه او د اولسونو تر منځ د یووالي نه بلکې د بیلوالي سبب کیږي .
د۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کې د وګړو د ګډون په ځای د توکمونو د ګډون مفکوره عملی کړل شوه هغه هم په سمه توګه نه ، بلکې په دې کنفرانس کې د پښتنو اندازه د رښتینی اندازې په د هغه د نیمايي څخه هم لږه په ګوته شوه. او په دې ډیره کمه برخه کې یو شمیر غوړه مال پښتو ژبی کسان( چې د پښتنو له پاره تر ټولو زیات د سر درد دي) مقرر شول.
که چیرې په یوه هیواد کې د نفوسو په هکله سم او ژور معلومات موجود وي دا کومه بده خبره نه ده.
که په یوه سیمه او یا هیواد کې توکمونه او قومونه د وګړپوهنې د علم په بنسټ سره وڅیړل شي د لوستونکو له پاره ډير په زړه پورې وي .
حاکمو فاسدو نظامونو هڅه کوله چې په هیواد کې د توکمونو د رښتینې اندازې په هکله تر ډیره بریده حقایق د خلکو څخه پټ کړي .
په افغانستان کې د توکمونو د وګړو او د هغوی شمیر معلومول یوه علمی او ګټوره موضوع ده خو ددې موضوع څخه د هیواد د خلکو د ملي یووالی او د خاورې د بشپړتیا په وړاندې کار واخیستل شي بیا دا د هیواد سره د خیانت مانا ورکوي.
دا ډیره اړینه ده چې د افغانستان د ټولنې د قومي جوړښت په هکله بې پرې څيړنه وشي او له دی لارې واقعیتونه برسیره شي .
خو اوس په پېژند پاڼه کې د توکمونو د نوم لیکل د منلو وړ ندي دا ځکه چې:
لومړی: دا اداره د متعصبو کړیو په واک کې وي دا ځکه چې په اوسنی اداره پورې تړلي د پیژند پاڼو لیکونکی میرزایان ددې کړیو د هدایت سره سم د توکمونو په نومونو کې حتما جعلکاري کوي .
دوهم :زیات شمیر خلک د دې څخه خبر نه دی چې دوی په کوم توکم پورې تړلی دي نو ځکه دوی هم د خپل توکم په هکله ناسم معلومات ورکوی. د ساری په ډول ما د یوه نوي ځوان څخه و پوښتل چې د کوم توکم یاستی ، هغه راته وویل :پدر کلان پدري ام پشتون از کندهار بود ، مګر پدر و مادر من تاجک است زیرا که ما دری ګپ میزنم.
دریمه :وسله ملیشاوې د هیواد په شمال ، لویدیز کې ( پښتانه، بلوڅ ، ګوجر ، پشه يیان ) به اړ کړی چې خپل توکمي هویت بدل ولیکي
څلرم: زیات شمیر کسان به ددی له پاره چې د متعصبو کړیو د وسله والو کسانو څخه خوندي واوسي خپل هویتونه به تاجک او یا کوم بل توکم ولیکي.
پنځم :ځينې کسان خپل اصلي توکمونه پټوي او په نور و توکمونو پورې ځانونه تړی او حتې د هغه توکمونو د مشرتوب ادعا کوي.
شپږم :د خلکو د توکم په هکله پخوانیو کتابونو ته مراجعه هم سم کار نه دی. هیڅ دولتی د احصایي او تذکرې کتاب د توکمونو په هکله سم معلومات نه شي ورکولی.
تر هر څه لومړی اړینه ده چې د لویدیز او یا د افغانستان په مسایلو کې نه داخیلو هیوادونو څخه بې پرې انتروپولوژستان او د جنیتیک پوهان راوغوښتل شي او د علمی میتودونو څخه په کار اخیستلو سره دا معلومه کړي چې:
· په افغانستان کې په واقعیت کې څو توکمونه او په کومو نومونو سره موجود دي ؟
· د هر توکم ځانګړتیا کومه ده او څه توپیر د نورو توکمونو سره لري؟
· څه ډول کیدای شي د هیواد توکمونه یو له بله په دقیقه توګه وپيژندل شي؟
وروسته له هغه چې د توکمونو ځانګړتیا ښکاره شوه بیا دې په هره سیمه کې چې د هویت تذکرې ویشل کیږی دا ځکه چې :
·       ډیر داسی کسان او یا د سیمو خلک شته چې خپل واقعی توکم نه پیژنی دا ډول خلکو شمیر د میلیونو څخه زیات دی. د ساري په توګه زیات شمیر پښتنو ، ازبکو، کردان ، کشمیریان ، ترکان او نورو خپلی ژبې دلاسه ورکړي دی دوی اوس خپل ځانونه په بل توکم پورې تړي . زیات شمیر افشاریانو ، قزلباشان ، مغولان هم خپل اصلي توکمونه غلط کړي دی،
·       لکه چې په تیرو پنځوسو کلونو کې لیدل شوی دی چې د پیژند پاڼو د ویش په مهال د په میلیونو وګړو تذکرو کې په قصدی او ناسمه توګه لیکل شوي دی په راتلونکی کې ددې پیښې امکانات تر پخوا زیات دی
·       ډير امکان شته چې ځينې مزدورې ډلې به د ګاونډیو هیوادونو د جاسوسانو او اتباعو ته د پیژند پاڼو د ویش زمینه برابره کړي .
ددې په اړخ کې باید په هیواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره د هیواد ټولو خلکو ته تذکرې وویشل شي. د هیواد یو وګړي هم باید ددې اصل څخه مثتثنی نه شي.
اړینه ده چې لومړي :
·       ټولو هغو کډوالو ته چې د شوروی اتحاد د سوسیالستی انقلاب په نتیجه کې افغانستان ته راغلی په احترامانه توګه اړونده هیوادونو ( کورنو او سیمو ) ته د دوی د ګرځیدو زمینه برابره شي. دا ځکه چې اوس شوروي اتحاد مات شوی او هغه هیوادونه چې دوی ترې راغلی دی خپلواک شوي دی . دا د دوی حق او د کابل ادارې او د ملګرو ملتونو د سازمان مسوولیت دی.
·       په ټول هیواد کې سوله او امنیت تامین شي
·       د افغانستان ټول خلک نارینه او ښځینه دې ته تیار شوی وي د تذکرو په اخیستلو کې برخه واخلي او هم دوی باید پوه شي چې په واقعي توګه په کوم توګه پورې تړلي دي
دا به ډيره ښه وي چې د افغاني ټولنې په هکله د یوه رښتیني علمي تصویر د رامنځته کولو د پاره په ټول هیواد کې یوه بې پرې سرشمیرنه او د پېژند پاڼو ویش تر سره شي .
جعلی او اصلي توکمونه باید په هیواد کې وپيژندل شي . یو شمیر ټولنیز ګروپونه شته دي چې یو شمیر سیاسي سوداګر ورته توکمونه وايي .
د هیواد د اساسی قانون له مخې د هیواد ټول وګړی مساوی حقوق او وجایب لري .
د اساسی قانون له مخې د هیواد هر وګړی د خپل استعداد ، ښې تجربی ، پاکوالی او په ټولنه کې د منل توب په معیار سره کولی شي د هیواد په ټولو څوکیو باندې کار وکړي. ددی اصل د هیواد ټول خلک پلویان دی.استعدادونه ، تحصیل، تجربه ، پاکوالی او په ټولنه کې منل توب په یوه او یا څو توکمونو پورې تړلی نه دی بلکې ټول توکمونه کې دا ډول وګړي په زرګونو پیدا کیږی .
عادی خلک د هیواد په اداری اوسیاسی برخلیک کې د یوه وګړي قومي تړلتیا ته نه ګوري بلکې د هغه سړي وړ تیا ته ګوري.
خو له بده مرغه اوسمهال ځینې توکمونه او یا د سیمو خلک د ځانګړو متعصبو ډلو او کسانو له خوا یرغمل شوي دي او هغوی په فشار سره اړ کیږي چې د نوموړو ډلو او کسانو غوښتنو او امرونو ته غاړې کیږدی. دا ډول روحیه اوس په هزاره توکمو ، ازبک توکمو ، او یوه اندازه په دیګانو کې لیدل کیږی .
دا توکمونه د وسله والو ملیشاو، دولتی قدرت ، د ایران او پاکستان د ډالرونو او د تیر ایستونکو تبلیغاتو له لارې اړ کیږي چې د متعصبو ډلو د اجندا سره سم حرکت وکړی.
اوس مهال دا مهمه ده چې هغه توکمونه چې د زور واکو او متعصبو ډلو له خوا یرغمل شوی دی د دوی له واکه وژغورل شي .
د قانون له مخې واک په ټولو خلکو پورې تړلی دی او خلک دا واک د ټولټاکنو او نورو قانونی لارو له مخې پلی کوي . د واک ویشل په توکمونو ، ژبو او مذهبونو باندې یو غیر قانونی عمل او د هیواد ټول خلک ورسره مخالف دی.
دا ښکاره خبره ده چې واکمنې متعصبې کړۍ د پورتنیو توکمونو( او په ځانګړي توګه د پښتنو ) په هیواد کې فزیکی شته والی هم نشي زغملای.
د متعصبو کړیو او د کابل اولس دښمنه ادارې د فشار او توطیو له امله په سل ګونو زرو د کوچیانو کډې دې اړې شوې چې د پنجاپ د استعماري-تروریستي ادارې څخه د تابعیت اسنادو غوښتنه وکړي. د کابل د ادارې مشر د کوچیانو څخه و نه پوښتل چې ولې د کوم مشکل له مخې تاسو د کابل تابعیت خوشي کوی او د پنجاپ د استعماري – تروریستی ادارې تابعیت منی.
نه پدې باره کې په اصطلاح سیاسی ګوندونو او مدني ټولنو، په رسنیو کې د اوتو بوتو ویونکو ( په اصطلاح سیاسي څيړونکو) او یا ازادو رسنیو څه ونه ویل دوی غوږونه پرې کاڼه او سترګې پرې پټې کړي.
د لوی کندهار اولس په کابل کې د واکمنو متعصبو کړیو – ایران - پنجاپ د ګډې توطیې او عملیاتو په نتیجه کې سټ او تباه کړل شو. ډیره د افسوس وړ خبره ده .
په وردګو او میدان کې د پښتنو ټول وژنه روانه ده.
اوس مهال په میلیونو د پورتنیو توکمونو خلک چې په بهر کې اوسیږی هیواد ته د راتلو زړونه نشي ښه کولی. دا ځکه چې دلته د متعصبو کړیو دیکتاتوري او د چور او تالان نظام جوړ کړی دی .
که چیرې په پیژند پاڼو کې د وګړو د توکم نوم لیکلو کار کیږي ، باید د هر سړي په هکله د ډير غور وروسته تر سره شي.
خو تر ټولو به ښه داوي چې په پیژند پاڼه کې د توکم او د ژبی د نوم د اخیستلو څخه ډډه کړي او یوازې د افغان د نوم په لیکلو باندې بسوالی وشي.