کوڅه او قانون (۲)

ليکوال: لي پي. اربېتمن
جورج ټاون پوهنتون – د قانون مرکز
او
اډروارډ اېل. او'براين
جورج ټاون پوهنتون – د قانون مرکز
 
ژباړه: حفيظ الله غښتلی
 کوڅه او قانون په عملي بڼه له قانون څخه بحث کوي او قانون په عمل کې راښيي، خلکو ته ذهنيت ته ورکوي چې قانون حاکم کړي او له قانون څخه سرغړونه ونه کړي.  دا چې کوڅه او قانون  په امريکا کې له دغو مسايلو بحث کوي بده به نه وي چې ځای ځای دغه مسايل په خپل هېواد کې هم په ورته ډول وڅېړل شي. له هغو لوستونکيو مننه چې په دې اړه يې راته سلا مشوره راکړه.
کوڅه او قانون عموميات هم څېړي چې هغه په ټوله نړۍ کې يو ډول دي، مثلا تعريفونه - څه ډول چې قانون په نورو هېوادونو کې تعريف شوی هغه ډول په افغانستان کې هم دی. په همدې ډول قضيې او معضلې ډېری وخت ورته دی او د قضيې حل لارې بيا سره توپير لري او همدا ډول هغه قوانين توپير لري چې د قضيو او مسايلو د حل لارې چارې لټوي.
د قانون جوړولو بهيرونه هم توپير لري، خو دا بايد په پام کې ولرو، چې هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دي، هغه که قانون جوړوونکي دي او که قانون پلي کوونکي. او نه هم قانون د انتقام وسيله ده. قانون پلي کول بايد انصاف او عدل رامنځته کړي.
***
قانون او ارزښتونه
په ټوليزه کچه قانون د ټولنې ارزښتونه ته اهميت ورکوي او هغو ته درناوی کوي. زموږ حقوقي سېستم زموږ د ټولنې د دوديزو نظرياتو له سم او ناسم څخه متاثره دی. د ساري په ډول. د قتل په وړاندې قانون هغه باور منعکسوی چې د بل انسان وژنه غلط او ناسم کار ګڼي. ډېر خلک به قتل وغندي پرته له دې چې وګوري قانون يې په اړه څه ويلي دي. په هر حال هر هغه څه چې غير اخلاقي دي ناقانوني نه شي کېدی. مثلاً ملګری ته دروغ ويل کېدی شي غيراخلاقي کار وي، مګر ډېری وخت ناقانوني عمل نه دي.
موږ هيله لرو چې حقوقي سېستم مو دې ډېرې موخې ترلاسه کړي: (۱) د بشر د لومړنيو حقوقو ساتنه دې وکړي، (۲) د انصاف ترويج او ملاتړ دې وکړي، (۳) د معضلو په حل کې مرسته دې وکړي، (۴) د حاکميت او ثبات ملاتړ دې وکړي، (۵) د مناسبو ټولنيزو او اقتصادي کړو وړو ترويج او ملاتړ دې وکړي، (۶) د اکثريت اراده دې تمثيل کړي، او (۷) د اقليت د حقوقو ساتنه دې وکړي.
د ټولنې اکثريت ستر مشکلات د همدغو موخو تر منځ ټکر دی. د مثال په ډول، ځينې قوانين اقليتونو ته پر سپين پوستو لومړيتوب ورکوي. پر دغو قوانينو انتقاد کوونکي دليل راوړي چې دا ډول قوانين د سپين پوستو پر وړاندې تبعيضي چلند کوي او نژادي ټکرونه رامنځته کوي. که څه هم د دې قوانينو ملاتړ کوونکي دليل راوړي چې دا ډول قوانين د اقليت د حقوقو ساتنه کوي، د انصاف ترويج کوي او د نابرابرې اوضاع د برابرولو له لارې نژادي کشمکشونو راکم وي. (دا په امريکا کې د قوانينو وضعيت دی، زموږ قوانين څه مشکل لري، ايا د دې قوانينو د نيمګړتياوو لپاره وړ ګامونه پورته شوي دي؟ د قوانينو تغير د ملي احساس له پياوړتيا مرسته کړې که يې زيان ورته اړولی؟ افغانان څنګه کړای شي چې نافذ قوانين حاکم کړي او له هغو وروسته په هغو قوانينو کې تعديل راولي چې د ټولې د رفاه او انصاف په لار کې خنډ دی. د افغانانو ستونزه دا ده چې موجود قانون نه عملي، د بل قانون د جوړولو په لټون کوي، همدا دليل دی چې په ټولنه کې ګډودي راځي او بې عدالتي رامنځته کېږي).
په داسې حال کې د هغو موخو ترلاسه کول چې پورته لېست شوې او تر څنګ يې د ټکرونو او معضلو مخه نيول شي، د امريکا د حقوقي سيستم لپاره سخت کار دی. (موږ په افغانستان کې هم ورته حالات لرو. امريکا ټيکاو او ثبات لري، موږ ترې بې برخې يوو، خو همدغه همغه بهير بايد تعقيب کړو.) قوانين بايد حقوق له مسووليتونه متناسب کړي، د اکثريت د ارادي او د اقليت د حقوقو تناسب بايد وساتي، او د قانون د حاکميت او د بشر د لومړنيو حقوقو تر منځ تناسب بايد وساتي. څينې وختونه يو شمېر خلک له دې سره موافق نه دي چې قوانين څنګه د ځينو حقوق وساتي پرته له دې چې د نورو هغه تر پښو لاندې شي. په هر حال هر څوک دا بايد په ياد ولري چې قوانين ددې لپاره دې چې د خلکو ساتنه  وکړي او په ورځني ژوند کې د خلکو معضلې حل کړي.
 
د ماتې بېړۍ د ماڼوانو (بېړۍ چلوونکيو) قضيه:
په سمندر کې درې ماڼوان په يوه بار وړونکي بېړۍ کې وو. بېړۍ ټوپاني شوه او دوی د ژغورنې په يوه بېړنۍ ته پورته شول او باروړونکي ستره بېړه ډوبه شوه. بيړئ په دومره چټکتيا غرقه شوه چې دوی د SOS (د خطر د پيغام – بېړۍ مو وژغورۍ) د ليکلو مجال و نه موند. دا درې ماڼو پوهېدل چې يوازې همدا دوی ژوندي پاتي دي. دوی د نجات په بېړنۍ کې هېڅ اوبه او خواړه نه درلودل، نه يې د کب نيولو وسايل او نه نور اوزار درلودل چې له سمندره پرې خوراکي توکي راواخلي.
کله چې درې ماڼوال د بېړۍ د ډوبېدو له شوک څخه ورغېدل، نو پر وضيعت يې خبرې پيل کړي. ډوډلي، د بېړۍ چلوونکي اټکل وکړ چې توپان دوی له وچې او هغه لارې  زر مايله لري اچولي چې کومه بېړۍ دې له دغه ځايه تېره شي. د بېړۍ ډاکټر سټيفن څرګنده کړه چې له خوړو پرته به له ۳۰ ورځو ډېر ژوندي پاتې نه شي. يوازني لاره او وسيله چې دوی خواړه ترې تر لاسه کولی شي هغه باران دی چې کله کله به اوري. ده وويل، که يو له دوی دريو له نورو مخکې مړ شي، دوه نور د مړه شوي شخص په خوراک د لږ ډېر وخت لپاره ژوند وکړای شي.
په پنځه ويشتمه ورځ درېيم ماڼو، بروکس، چې دغه مهال ډېر زيات کمزوری شوی و، وړانديز وکړ چې دوی به پچه واچوي او چا چې بايلوده هغه به وژل کېږل چې دوه نور يې وخوري.  دواړو ډوډلي او سټيفن موافقه وکړه. بله ورځ يې پچه واچوله، چې بروکس بايلوله. دغه مهال نو بروکس نيوکه وکړه او له منلو يې انکار وکړ.
په هر صورت، ډوډلي او سټيفن پرېکړه وکړه چې په هر حال به بروکس ژر مړ کېږي او دوی به هغه ورسره اخلي. په دې ډول دوی منله چې بروکس ووژني او ويې خوري.
پېنځه ورځې وروسته ډوډلي او سټيفن ته يوې بېړۍ نجات ورکړ او بندر ته يې راوړل. دوی چارواکيوته څرګنده کړه چې بروکس ته څه پېښ شول. له تعذيب او سخت حالت څخه تر راوتو وروسته دوی د قتل په ګناه عدلي او قضايي اورګانونه محاکمې ته راکښل.
په هغه هېواد کې چې محاکمه کېدل، دغه لاندې قانون يې درلود: هر څوک چې عمدا د بل ژوند اخلي قتل يې کړي.
 
۱. ۲  مشق
الف: ايا ډوډلي او سټيفن دې د قتل په تور محاکمه شي؟
ب: د ډوډلي او سټيفن د وکيل په حيث د دوی په استازيتوب به تاسې څه وکړي؟ د حکومت د څارنوال په حيث تاسې به د حکومت به استازيتوب څه دلايل ووايي؟
ج: که چېرې دوی محکوم شي، دو دوی جزا به څه وي؟
د: د ډوډلي او سټيفن د محکوميت لپاره بايد کوم دلايل راوړل شي؟
هـ په دې دوسيه کې د اخلاقو او قانون تر منځ اړيکي څه دي؟ ايا د اخلاقو له اړخ دا د سټيفن او ډوډلي لپاره غلط کار و چې بروکس ووژني؟ خپل ځواب تشريح کړي؟
و: ايا کېدی شي يو کار او عمل قانوني وي خو غيراخلاقي؟ ايا کېدی شي يو کار له اخلاقي اړخه سم وي خو غيرقانوني وي؟ تشريح يي کړئ.
 
 
نور بيا