
ليکوال: لي پي. اربېتمن
جورج ټاون پوهنتون – د قانون مرکز
اډروارډ اېل. او\'براين
جورج ټاون پوهنتون – د قانون مرکز
ژباړه: حفيظ الله غښتلی
-۱-
لومړۍ برخه
لومړۍ برخه د قانون او حقوقي سيستم په اړه پېژندګلوي ده چې د کوڅې او قانون
د مطالعې لپاره لاره اواروي. د دې برخې څپرکي به له لوستونکيو سره مرسته وکړي چې
لومړني مهم معلومات زده کړي او لاندې موارد به ولري:
l
قانون څه شی دی؟
l
د حکومت په بېلابېلو برخو کې قانون څنګه جوړ شوی؟
l
تاسې پر قانون جوړوونکيو د اغېز ښندلو لپاره څه کار کولی
شی؟
l
زموږ حقوقي سيستم څه وړ ترتيب شوی، د محاکمې، مرافعې او تميز تر منځ توپير. د فدرالي او مرکز د محاکمو تر
منځ د توپير خبره په خپله لمن کې رانغاړي.
l
مدافع وکيل څنګه موندلی شئ او د دوی مرسته څنګه ترلاسه
کولی شئ؟
همدا ډول دغه برخه دوه داسې څپرکي لري چې د مطالعې له مخې به خپل مهارتونه پراخ
او پياوړي کړئ چې په خپل ژوند کې ورته اړتيا لرئ. درېيم څپرکی پر اډوکسي بحث کوي
او له تاسې سره مرسته کوي چې پخپله ټولنه، ايالت او هېواد کې ستونزې وپېژنئ. د يوه
اغېزناک اډوکيت (وکيل) په حيث به تاسې د دې وړ شي چې د دغو ستونزو د اواري لپاره
پلانونه (د رايې ورکولو او لوبي کولو په ګډون) جوړ او پلي کړئ. ستاسې انرژي او
ځواک کولی شي او بايد وکړای شي چې تاسې د هغو لويو
ستونزو لپاره چې موږ ورسره مخ يو د اواري يوه برخه شئ.
څلورم څپرکی له محاکمو بهر د معضلو په حل او اواري ترکيز کوي او مرسته کوي
چې د ټکر او معضلې د حل پر مهال مناسبې پرېکړې وکړئ. په ډېری مواردو (نه په ټولو) کې قانون دا ښيي چې څوک سم او
څوک ناسم دی. په ډېری هغو مواردو کې معضلې د وکيل،
قانونپوه، څارنوال او محکمې پرته حل کېږي.
که چېرې تاسې له يوې جدي او سترې معضلې سره مخ ياست، بيا نو څو پياوړو اقداماتو ته اړتيا ده چې د محکمې په اړه له فکر کولو
مخکې بايد ترسره شي هغسې اقدامات چې له شخړې او يا هم تېښتې غوره دي.
د کوڅې او قانون څخه د اډوکسی او د معضلو د حل په مهارتونو ځان سمبال
کړئ. هغه ټول عملي حقوقي معلومات او نور چې د ستونزو د حل مهارتونه به تاسې له دغه کتاب څخه تر لاسه کړئ. تاسې به د دې وړ شئ چې خپل ژوند او د
خپلې ټولنې ژوند بهتر کړئ.
لومړی څپرکی
«قانون څه شی دی» سوال د ډېرو کلونو لپاره خلک سرګردانه کړی وو. د هغې برخې
مطالعه چې د قانون په علم يا فلسفه Jurisprudence پېژندل شوی يا د قانون
او حقوقي فلسفې مطالعه دې ته وقف ده چې همدغې پوښتنې ته ځواب ووايي. د قانون ډېرې
پېژندنې او تعريفونه شته. په هر صورت زموږ د هدف لپاره قانون
کېدی شي داسې تعريف شي، هغه قواعد او مقررات
چې د حکومت له لوري جوړ او پلي کېږي او د خلکو کړه وړه يې محاروي.
کله چې کوچنی وې نو لومړی دې قواعدو او اصول په کاله کې زده کړل او وروسته
بيا به ښوونځي کې. په کاله کې ستا والدينو يا
ساتونکيو د ځينو موضوعاتو په اړه قواعد پلي کړل، لکه ورځنی چارې، د وېدېدو وخت.
ښوونکيو او سرښوونکيو په ټولګي کې د چلند په اړه قواعد وضع کړل. هغه قواعد چې د حکومت له لوری جوړ او پلی کېږي قانون باله شي. حکومت قوانين
جوړوي چې کابو د ورځني ژوند هر اړخ متاثره کوي.
يوه خبره يقيني ده او هغه دا چې: هره ټولنه چې په هر زمان کې يې وجود درلود د قانون اړتيا
يې حس کړي. دغه قوانين کېدی شي ناليکلي وي، مګر ان له صنعتي پېر مخکې ټولنو قواعد درلودل چې د خلکو کړه وړه يې کنټرولول. له قانون پرته به سرګرداني او ګډوډي وي. دا په دې معنی نه ده چې
ټول قوانين مناسب دي يا ښه دي، خو تصور وکړئ د قواعد له موجوديت پرته به خلک يو له بله څه وړ ګټه واخلي.
د حکومت يو دموکرات سيستم تر هغو اغېزمن کار نه شي کولی چې قوانين يې د
خلکو له لوري مراعات نه شي، درناوی ورته و نه شي او قانون حاکم نه وي.
په بله وينا، ټولنې بايد «د قانون پر حاکميت» بنا او ولاړې وي. د قانون حاکميت غوښتنه ده دا چې هغه قواعد چې له لارې يې موږ اداره کېږو بايد وار له مخه وپېژندل شي او د يوه دموکراتيک بهير له لارې جوړ شي. قواعد بايد د يوه استبدادي، خپلسري
واقعې يا فرمان وروسته بايد جوړ نه شي. په
بله وينا بايد يو اړخيز نه وي. د ټولنې ټول غړي – منځنی طبقه، او حکومتي چارواکي،
لکه سناتوران (د ملي شورا وکيلان)، قاضيان او ان جمهور رييس بايد د حقوقي سيستم
ملاتړ وکړي او د قانون مطابعت وکړي. هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دی.
۱. ۱ قضيه:
لس خپلې ورځنی چارې لست کړئ (د مثال په ډول، له خوبه پاڅېدل، خوراک کول،
ښوونځي ته تلل). د هرې يوې چارې تر څنګ د قانون نوم وليکئ چې هغه کار ترې
اغېزمنېږي. د هر قانون هدف او موخه څه ده
چې تاسې په نښه کړي؟ غواړئ چې له دغو قوانينو دې کوم يو بدل شي؟ ولې يې نه غواړئ
او يا يې ولې غواړئ چې بدلون په کې راشي؟