
حبيب وقار
وړوکی وم، د آتو نهو کلونو په عمر، له هغه وخته اوس ۲۳ کلونه تېر شوي دي. د ماشومتوب ژوند مې له ستونزو او کړاوونو ډک و. ژوند به مو ولې له ستونزو نه ډکېده، يتيمان وو، ترونو مو پرته له دې چې ستونزې راته جوړې کړي بل کوم ښه يې نه و راسره کړي. هغوی هم نه ملامتوم زما پلار يې ميرنی، يعنې ناسکه ورور يې و. په يوه وړوکي کور کې اوسېدو، ټولې مو درې کوټې درلودې، يوه د کښېناستو، بل پخلنځی چې موږ به خونه بلله او بل هم يو کوچنی دهلېز و. د کوټو په مخه کې مو يو دالان و چې په اوړي کې به مو په تنور کې ډوډۍ پکې پخوله او په ژمي کې به مو د سون لرګي او نور زاړه توکي پکې اېښودل، کور مو د کلا دېوالونه نه درلودل، دا وړوکی کور مو پلار د خپل ژوند په وروستي کال راته جوړ کړی و.
ژوند په سختۍ تېرېده، مشر ورور مې د پاکستان په کوټه کې کار کاوه، يو څه پيسې يې رالېږلې وې، له ډېره وخته مو د يوې غوا د اخيستو ارمان درلود.په کور کې موږ درې وروڼه، يوه خور او يوه مور و. مشره خور مو د پلار په ژوند په خپل بخت پسې تللې وه. نه مو شوای کولای دومره لويه سودا او لوی کار وکړو او په دې هم نه پوهېدو چې غوا څه ډول اخيستل کېږي. زموږ يو سپين ږيري خپلوان چې هم يې خپلې کورنۍ او هم موږ (ددک) باله او د څارويو په پالنه او ځانګړنو ښه پوهېده کولای يې شول ښه غوا راته واخلي.
بله ورځ ددک احوال راووړ چې د مسجد (مجت) په سيمه کې يې يوه غوا پيداکړې، چې کېدای شي ژر خوسی هم پيداکړي. د اخيستو لپاره يې زه ورسره لاړم، خو عجيبه خلک و. کلي ته يې ورسېدو د پنځو کورونو کلي په جومات کې کښېناستو، په جومات کې پرته د غوا له څښتن او درې څلورو غټکيو اولادونو يې نور څوک نه و. د غوا څښتن د دې لپاره چې د غوا له راتلونکي ډاډه شو غوجل ته بوتلو، ترڅو يې ددک له نه شنډوالي ځان ډاډه کړي. خو نه پوهېږم د غوا خاوند په غوا څه کړي و، ډېره يې مړه کړې وه که څه، خو پايله يې معلومه نشوه. د غوا څښتن دليل راووړ چې ډېره مړه ده ځکه نه ښکاري، او پرلپسې قسمونه يې يادول چې غوا يې شنډه نه ده، دا يې هم ويل چې د روژې په دې مبارکه مياشت کې خو دروغ نه وايي، ددک ور ياده کړه چې دا غوا يتيمانو ته اخلي داسې نه چې بيا شنډه وي.
موږ بېرته د کلي جومات ته لاړو، چې پيسې ورکړو، دوی پيسې شمېرلې زه د کور يوه هلک کورته بوتلم چې د غرمې لپاره يو څه وخورم، ځکه لا د روژې نيولو نه وم. يوه لويه پخوانۍ کوټه وه، په کوټه کې هرڅه ګډوډ پراته و، ډېره بې نظمه ښکارېده. د ماشومانو مور هم عجيبه ښځه وه، په نه خبره به يې لوی لوی اولادونه راچپه کړل، ما هم حيران ورته کتل او هم ترې وېرېدم. زوی يې د پلار خبره ورته وکړه چې ماته د غرمې ډوډۍ راکړي. پورته شوه د کوټې په يوه کونج کې د لرګي يو لوی صندوق اېښی و، د صندوق له زلفۍ يې لوی قلف خلاص کړ، په صندوق کې يو لوی دېګ اېښی و، له دېګ يې په يوه وړه کاسه کې مستې راواچولې او صندوق يې بېرته قلف کړ، بيا يوه بل لوی فلزي صندوق ته کښېناسته له هغه يې هم قلف خلاص کړ او له دسترخان يې يوه ډوډۍ نيمه کړه نور يې بېرته قلف کړ. ماته يې مستې او ډوډۍ په غوسه کېښودل او مور بېرته د خپل واړه ماشوم په کرارولو بوخته شوه. د مستو خوند ښه و، ځکه چې ډېر وږی شوی وم، خو دا چې د کور مېرمنې بد بد راته کتل دومره يې په خوند پوه نشوم. له ځانه سره غږېده او بد رد يې ويل.
څو دقيقې وروسته زه او ددک له غوا سره د کور په لور روان و، ورو تګ مو کاوه نه چې غوا ستړې شي او خدای مکړه ناجوړه شي، ځکه چې له ډېرې مودې وروسته مو دا آرمان پوره شوی و. زموږ له ناخوالو ډک ژوند کې د يوې غوا لرل هم لويه نېکمرغي وه، په کلي کې له غوا پرته ژوند هم ستونزمن وي. خو بيا هم تر ښار يو ښه والی لري که چېرې غوا وهم نلرې، کليوال خپلو هغو ګاونډيانو ته چې غوا نه لري شړومبې ورکوي. خو بيا هم خپله غوا لرل لويه خبره ده.
په کور کې ټول غوا ته ډېر خوشاله و، زموږ د ګاونډي سپين سرې راغله او د غوا په ټنډه يې يوه جوړه کړې ټوټه چې ځونډۍ يې هم درلود ټينګه کړه. د مور او وروڼو مې له ډېر وخت وروسته دا لوی ارمان پوره شوی و. په هغه شپه به زموږ په کور کې هېڅ يوه هم له ډېرې خوښی څخه سم خوب نه وي کړی. څو ورځې ووتې د کلي يوه سپين سرې به هره ورځ د غوا د کتلو لپاره راتله، چې وګوري غوا خوسی لري کنه؟ خو له ډېرو ورځو وروسته دې پايلې ته ورسېدو چې غوا شنډه ده. بيا ددک د غوا خاوند ته ورغی چې غوا دې وچه ده، او د روژې په مبارکه مياشت کې دې قسمونه راته خوړلي وو، چې غوا شنډه نه ده. نو اوس ځواب راکړه، خو هغه ويل خپله به دې کتلې وه زه يې اوس نه اخلم. څو ځله ورغی خو کومه ګټه يې ونکړه په پای کې يې ور ياده کړې وه چې سبا دې غوا بېرته درته راولم او پيسې به يې راکوې. خو فکر کوم هغه به هم ويلي وي پرېږده يې يتيمان دي، هغوی به نو له ماسره څه وکړي.
بله ورځ بيا زه او ددک په هماغه کړکېچنه لار له غوا سره روان شوو، کله چې کلي ته ور ورسېدو د غوا څښتن خپل درې زامن چې له لسو تر شپاړسو کلونو په عمر و، کلي ته نارسيده درولي او موږ ته يې اخطار راکړ چې که لږ نور هم وړاندې ورشو په ډبرو به مو وولي. خو موږ بيا هم ور روان و، چې د دوی د ډبرو له ګوزارونو سره مخ شوو. د کلي نورو خلکو هم زموږ منځګړيتوب ونکړ، هلته ډېر ودرېدو، خو ګټه يې ونکړه. له دې پرته مو بله چاره نه لرله چې بېرته خپل کور ته راشو او شنډه غوا ومنو.
۱۳۹۱/۱۱/۲۹ کابل/کمپنۍ