په نړۍ كې د مسلمانانو شمېره د ډېرېدو په حال كې دی

دا ډېره د خوښۍ او نېكمرغۍ خبره ده چې نن ورځ د امريكايانو د احصايې ټولنې هم دا خبره په ډاګه كوي، چې په نړۍ كې د مسلمانانو شمېره ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال كې ده، دا ځكه چې په نړۍ كې اوس ډېرى پوهان او روڼ اندي د حقايقو په وړاندې كتنه كوي، هغوى نن دې خبرې ته پام اړولى چې دا څنګه كېداى شي چې څوارلس نيم سوه كلونه مخكې يو كتاب نازل شوى او تر اوسه پورې په كې هېڅ ډول بدلون نه ليدل كېږي، څه چې په هغې وخت كې په ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) نازل شوي و، همغه نن ورځ هم په همغه ډول دي. هېڅ داسې يو بدلون نه ليدل كېږي چې په دې څوارلس سوه كلونو كې دې رامنځ ته شوى وي. سپېڅلى كتاب قرآن اوس هم هماغه توري لري اوس هم هماغه آيتونه لري كوم چې د لوى څښتن له خوا وحيې شوي و.
 
اوس د اسلام د دين ډېرو دښمنو ته په ډاګه شوې چې انجيل ولې ۲۸ كتابونه لري ولې هغه يوازنى انجيل چې په عيسى (ع) نازل شوى و اوس هغه ډول نه دى پاتې شوى او په څلورو رسمي او ۲۸ غير رسمي انجيلونو بدل شوى. همدا لامل دى چې د انجيل پيروان ورځ په ورځ د اسلام د دين حقانيت ته رسېږي او له همدې امله ورځ په ورځ د مسلمانانو په شمېره كې ډېروالى راځي. په دې وروستيو كې د امريکايانو يوې ټولنې، چې د مسلمانانو چارو کارپوهان په کې کار کوي په خپل نوي راپور کې کاږي: په ګرده نړۍ کې د مسلمانانو شمېر 1,57 مليارډو ته ورسېد، په بله مانا د نړۍ په کچه په هرو څلورو کسانو کې يو مسلمان دى. د دين او عام ژوند دغه امريکايي ټولنه وايي: دا راپور د نورو هغو په پرتله هر اړخيز دى او د هغو کسانو شمېرې يې هم را اخيستى دى، چې نوي مسلمانان شوي دي او د دوى ديموګرافي يا نقشه يې هم انځور کړې ده او په پاى کې يې له مسيحيانو سره پرتله کړي دي، چې اوس يې شمېر د 2,2,-2.1 مليارډو تر منځ دى.

په امريکا کې د پرنسټون د پوهنتون استاده آماني جمال وايي: دا راپور دا انګېرنه له منځه وړي، چې پخوا به يې ويل مسلمانان عربان او عربان مسلمانان دي. له بل پلوه بريان ګريم، چې په همدغه موسسه کې د څېړونکو مشر دى سي اېن اېن ته ويلي: چې د مسلمانانو د شمېر په اړه هېښ شوم نوموړى زياتوي دا تر ټولو ستره شمېره ده پخواني اټکلي ارقام خو 1,8 مليارډه شاوخوا و.
دا راپور، چې په دريو کلونو کې کښل شوى دى او (په نړۍ کې د مسلمانانو نقشه) نومېږي زياتوي چې په المان کې د مسلمانانو شمېر له لبنان څخه ډېر دى همدارنګه په چين کې د مسلمانانو شمېر له سوريې څخه زيات دى او په روسيه کې د مسلمانانو شمېر د اردن او ليبيا له مسلمانانو زيات دى او په اتيوپيا کې د مسلمانانو شمېر د افغانستان له مسلمانانو سره برابر دى.

راپور همدارنګه زياتوي: د مسلمانانو د ثقل مرکز منځنى ختيځ دى او د مسلمانانو ډېره برخه په اسيا کې مېشته ده. دلته د نړۍ د مسلمانانو60 سلنه پرته ده او 20 په سلو كې مسلمانان په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې مېشت دي او 15په سلو كې د سويلي افريقا په هېوادونو کې او 2,4 په سلو كې په اروپا کې او 0,3 په سلو كې په شمالي او لاتيني امريکا کې ژوند كوي. راپور زياتوي نږدې 317 ميليونه مسلمانان (د نړۍ د مسلمانانو پنځمه برخه) په داسې هېوادو کې مېشت دي، چې مسلمانان يې اکثريت نه جوړوي .د مسلمانانو 3،4 برخه په پنځو داسې هېوادونو کې اوسېږي، چې هلته مسلمانان لږه کي دي لکه هندوستان (161ميليونه مسلمانان ، اتيوپيا 28 ميليونه مسلمانان، چين 22 ميليونه مسلمانان ، روسيه 16 ميليونه مسلمانان او تنزانيا 13 ميليونه مسلمانان لري.

راپور وړاندې ليكي د نړۍ د مسلمانانو درېيمه برخه په لسو هېوادونو کې اوسېږي شپږ يې په اسيا کې دي لکه (اندونيزيا، پاکستان، هندوستان، بنګلدېش، ايران او ترکيه) درې يې په شمالي افريقا کې دي لکه (مصر، الجزاير او المغرب) او يو يې په سويلي افريقا کې دى لکه ( نايجيريا). اندونيزيا د مسلمانانو د نفوس له کبله تر ټولوستر هېواد دى چې د مسلمانانو شمېر يې 203 ميليونو ته رسېږي په بله مانا د ګردۍ نړۍ د مسلمانانو 13په سلو كې جوړوي .

د راپور د معلوماتو له مخې په اروپا کې د مسلمانانو شمېر 38 ميليونه دى، چې له 4 ميلونو زيات يې يوازې په المان کې استوګن دي د دې تر څنګ 4.6 په امريکا کې دي.

په هرو لسو مسلمانانو کې يې  (9) سني مسلمانان دي او پاتې يو يې شيعه دى په ايران کې درېيمه برخه شيعه دي. چې داسې ده نو بايد چې ټول مسلمانان د اسلام د حقيقي بڼې په بلنې او دعوت كې په پوره توګه ونډه واخلي، څو يې هم خپل دين او خپل مذهب ته كار كړى وي او هم د لوى څښتن له اخروي نعمتونو څخه برخمن شوى وي. ځكه چې په اسلام كې دعوت او بلنه ډېر ارزښت لري.