د (اوبه خړې کړه او کبان ونيسه) لوبه تر څو!!!

زموږ د مرګ ژوبلې هر خبر تر پاکستان پورې تړلی وي. دا خبرې ډېرې اورو چې: پاکستانيو ځواکونو کونړ په راکټونو وويشت، وردګو ته په سوونو پاکستاني طالبان راغلي، په پلاني ولايت کې دومره ځانمرګي ونيول شول چې په پاکستان کې روزل شوي ؤ، د طالبانو د کوټې شورا داسې او داسې وکړل. په پژواک کې د يوه تازه خبر عنوان داسې دی، (پاکستانيو ځواکونو د کندهار پر معروف ولسوالۍ برې کړی) که چېرې زموږ دولت کمزوری وي او د داسې برېدونو او لاسوهنو د مخنيوي توان نه لري، نو دا د ۳۶ بهرنيو ځواکونو سرتېري زموږ په کليو او کوڅو کې د څه لپار ګزمې کوي؟ که يوازې د افغانانو د وژنو لپاره وي نو بيا ملګري ملتونه، د بشري حقونو نړيواله اداره او نړيواله ټولنه ولې د دې کار مخنيوی نه کوي؟ پر موږ له هرې خوا يرغل کېږي څه د پاکستان او څه هم د ايران له خوا، خو په لکونو بهرني سرتېري يوزاې زموږ په خوارو کليوالو چاپې وهي او يوازې د خلکو د ځورونو او کړونو لامل کېږي. دوی هېڅ وخت پاکستان او يا ايران ته هېڅ هم ونه ويل. همدا د معروف ولسوالۍ په بريد کې زموږ يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. خو څوک به يې پوښتنه وکړي زموږ چارواکو ته خو د يوه سرتېري وژل کېدل دومره ارزښت نه لري که يې درلودی نو يو کار به يې کړی و.
د پاکستان له خوا بريدونه اوس کومه پټه لوبه او يا هم کوم تور نه دی، زموږ د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم په دې اړه پژواک ته ويلي چې: پاکستانیو ځواکونو د معروف ولسوالۍ پر سرحدي پوستې د ډیورنډ پولې له پورې غاړې لوی بند څخه بریدونه پیل کړي. موسی زي زياته کړې چې پاکستانیو ځواکونو په دې برید کې چې د معروف ولسوالۍ پر کاریزک سیمې یې کړی، د هوان او توپونو مرمۍ توغولې. چې په پايله کې يې زموږ یو سرحدي پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
اوس څه په کار دي، همداسې پټه خوله کښېناستل او د دوی له خوا هره ورځ د يرغلونو ننداره په کار ده او که له نړيوالې ټولنې سره په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د کار او اهدافو په اړه خبرې کول په کار دي. دولت بايد د ملت ستونزو ته پام وکړي، او د بهرنيو ځواکونو شته والی ورته څرګند کړي. ملت به تر څو پورې تېر ويستل کېږي او ترڅو پورې به بهرنيان اوبه خړوي او کبان به پکې نيسې. خو د افسوس خبره داده چې زموږ دولت يې يوازې غندي نور کوم اقدام نه کوي ددې بريد يې هم په کلکو ټکو غندنه کړې او ويلي يې دي، چې د دې بريد موضوع به د پاکستان له حکومت سره په جدي توګه څېړي.
دا څو کاله کېږي چې پاکستان په کونړ ولايت په پرلپسې توګه برېدونه کوي، د کونړ ډېری خلک له خپلو کليو او کورونو کډه شوي په نورو ولايتونو کې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې شپې ورځې سبا کوي.
د پاکستان د بريدونو په اړه څه وخت وړاندې د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق هم ويلي و، چې که پاکستان په کندهار حمله وکړي نو خوله ماتوونکی ځواب به ورکړي، خو اوس به څرګنده شي چې څه کوي او بله دا چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍبه پاکستاني ځواکونو ته د بريد اجازه ورکړي کنه؟ ځکه چې د پاکستان په ټولو بريدونو او لاسوهنو سترګې پټېږي او تر اوسه پورې هېچا هم دوی ته کوم خوله ماتی ځواب نه دی ورکړی. که بهرني ځواکونه دلته د دوی په اصطلاح د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي نو آيا زموږ په هېواد بريد چې دوی هم په جګړه پکې بوخت دي، ترورېزم نه دی؟ له دولت څخه په جدي ډول غوښتنه کوو، چې نور د دې ډول يرغلونو او بريدونو په اړه چپه خوله پاتې نه شي. که چېرې همداسې چوپه خوله پاتې کېږي نو ملت به په څرګنده توګه دوی ته د پاکستان، ايران او نورو کړيو د غلامانو په سترګه وګوري.