د اوزون پوړ د ساتنې نړیواله ورځ (د سپتمبر ۱۶ نیټه چې د ۱۳۹۲ کال د وږي ۲۶ ڼیټې سره سمون لري) هر کال د نړۍ د زیاترو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې چې د ۲۰۰۴ کال څخه راپدیخوا یې د مونټریال پروټوکول غړیتوب ترلاسه کړی هم لمانځل کېږي. سږکال (۱۳۹۲) نوموړې ورځ د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اوزون دفتر او د چاپیریال ساتنې پوهنځي لخوا د وږي په ۲۶ نیټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون په ادیتوریم کې ولمانځل شوه، پدغه لمانځ غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار، د سوداګریزو چارو وزارت، د عمومي ګمرکاتو ریاست، د نورم او سټنډرډ ادارې، د سوداګریزو خونو، د آیسا ادارې، د عدلیې او روغتیا چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار په مونټریال پروتوکول او ویانا کنوانسیون او دغه راز د اوزون پوړ په تخریب او د اوزون دفتر په لاسته راوړنو وغږید.
نوموړي وویل چې د مونټریال پروتوکول د نړۍ هیوادونو لخوا په کال ۱۹۸۷ کې لاسلیک شو چې موخه یې د اوزون پوړ ویجاړونکو ګازونو د تولید او مصرف کمښت او په ورو ورو مصرف یې په بشپړ ډول منع کول دي. \"د افغانستان اسلامي جمهوریت د ۲۰۰۴ کال د جون په ۱۷ نیټه د اوزون پوړ د ساتنې لپاره د ویانا کنوانسیون او دغه راز د ویجاړونکو ګازونو د کمښت او منع لپاره د مونټریال پروتوکول غړیتوب ترلاسه کړ.\"
انجنیر ملکیار د اوزون پوړ د ویجاړیدو په اړه وویل، اوزون طبیعي ګاز دی چې په اتموسفیر کې موقعیت لري او یو پوړ یې رامنځته کړی چې پر ځمکې باندې د لمر مضره وړانګو له پریوتو څخه مخنیوی کوي: \"که چیرې دغه پوړ ویجاړ شي، نو د لمر مضره وړانګې (الټراوایلیټ بي) پر ځمکې غورځي او ټول ژوندي سري اغیزمن کوي، نو د دې له امله د اوزون پوړ د ساتنې په برخه کې باید نه ستړې کیدونکي هڅې وشي او هغه ګازونه چې د اوزون پوړ ویجاړوي، کارول یې باید په بشپړ ډول ودرول شي او پرځای یې له بلې بدیلې مادې څخه ګټه پورته شي.\"
نوموړي زیاته کړه، د ۲۰۱۰ کاله پورې په افغانستان کې د مونټریال پروتوکول د لومړي پړاو د پلي کولو موخه د CFCs ګازونو، هالوجنونو او CTC ګازونو کارول سل په سلو کې ختمول وو، چې له نیکه مرغه افغانستان په دې موخه کې بریا وموندله. د دغې لړئ ساتل او دغه راز په تدریجي ډول د ۲۰۴۰ کاله پورې د HCFCs ګازونو کارول له منځه وړل او پرځای یې د بدیل ګازونو HFCs استعمالول، د مونټریال پروتوکول د غړو غوښتنه ده. \"سل په سلو کې د سي ایف سي او سي ټي سي ګازونو مصرف او واردات منع کول د اوزون دفتر له فعالیتونو څخه وو او د مونټریال پروتوکول د پړاونو پلي کولو په برخه کې یې ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي.\"
دغه راز د کابل پوهنتون مرستیال دوکتور عبدالروف ګهري پر ځوانانو غږ وکړ چې د اوزون پوړ د ساتنې په برخه کې د خپلې ټولنې او کورنۍ ترمنځ د عامه پوهاوي لپاره هلې ځلې وکړي، څو هیوادوال مو د هغو توکو په اړه چې د اوزون پوړ ویجاړوي، معلومات ترلاسه کړي. \"د اوزون پوړ ساتل ډیر ارزښت لري، که چیرې د اوزون ساتنه ونه شي، نو ښايي د ځمکې پرسر ژوند ناشونی شي.\"
په دغې لمانځ غونډه کې د پوهنتون یو شمیر استاذانو لخوا د اوزون په اړه پریزنټیشنونه هم وړاندې شول او د اوزون پوړ د ویجاړیدو او ساتلو لاملونه یې په ګوته کړل، څو خلک د اوزون پوړ د ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی ترلاسه کړي او وکولای شي د اوزون پوړ د ساتنې په برخه کې خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي.
وروستي