جنرال حسن شاطري څوک دی ؟

 په سوریه کې دسپاه پاسداران دلوړپوړي جنرال  حسن شاطري ،چې  په سپاه پاسداران کې په  جنرال حسن شاطري او په لبنان کې دایران  په سفارت کې دحسام خوش نویس په نوم مشهور و : 
جنرال حسن شاطري څوک دی ؟
الشرق الاوسط ورځپاڼه
ژ : رشاد
انجینر حسام خوش نویس په لبنان کې دایراني ولسمشر او دایران دبیا رغونې دکمیسون مخور استازی و. نوموړې له پلازمینې دمشق څخه لبنان ته په لاره و ،چې نامعلومه وسلوالو په نښه او بیا وواژه ، جنرال حسن شاطري دیوې اونۍ په مخه دمشق ته تللې و ،چې هلته دسوریې له نظامي چارواکو سره دوضعیت په اړه خپلې مشورې او سپارښتنې شریکې کړي .
حسن شاطري یې اصلي نوم دی ، خو په سپاه پاسداران کې په (حسام خوش نویس )مشهور. شاطري رښتیا هم انجینر و او دایران په سپاه پاسداران کې لوړپوړې نظامي مسوول و ، رتبه یې ( جنرال ) وه او دخپل عمر 58 پسرلي یې پوره کړې و ، نوموړې دپلازمینې تهران او مشهد ترمنځ د(سمنان ) ښارګوټي و استوګن و ، شاطري واده کړې و او څلور اولاده یې درلودل.
باخبره سرچینې کاږي ،چې شاطري د ( القدس قول اردو ) لوړپوړی قومندان و او اوسنۍ دنده یې دایران داسلامي انقلاب صادرول و . دا دسپاه پاسداران لومړنی لوړپوړې چارواکی دی ،چې له ایران څخه بهر په برید کې وژل کیږي . له 2006 ز څخه راوروسته شاطري لبنان ته استول شوې و او هلته یې دنده داوه ،چې دحزب الله دجنګیالیو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل او پلي کړي ځکه له اسرائیلو سره په جګړه کې حزب الله ډير څه له لاسه ورکړي وو. شاطري په لبنان کې دخوش نویس ترنامه لاندې دایران داسلامي جمهوریت دولسمشر داستازي په نامه دبیا رغونې چارې ترسره کولې ، خو ار موخه یې دحزب الله دجنګیالیو روزنه وه . واشنګټن حسن شاطري د (حسام خوش نویس ) په نامه په تور لړلیک کې ځای پر ځای کړې و .
د(الشرق الاوسط ) دمعلوماتو له مخې شاطري دا صلاحیت درلود ،چې په لبنان کې دکال نږدې 200ملیونه ډالر ولګوي پردې سربېره شاطري دهمدې لګښت پر مټ (حزب الله ) ته ځینې نوې وسلې رانیولې وې او دتوغندیو دتوغولو لپاره یې ورته ثابت دریځونه جوړ کړې وو . ددې ترڅنګ شاطري په تېرو اتو کلونو کې په لبنان کې شیعه کورنیو ته نږدې 600 کورونه جوړ کړې و .
په سیاسي کچه شاطري دهغووبسپنو څارنه هم کوله ،چې ایران به په لبنان کې سیاستوالو ، دپرلمان غړو ، خبریالانو او ځینو نورو شخصیتونو ته ورکوله .دځینو ایراني سرچینودمعلوماتو له مخې حسن شاطري په لبنان کې دسپاه پاسداران او ایراني ولسمشر داستازي په توګه خپلې چارې او دنده ترسره کولو او په ورته وخت کې دحزب الله دمرکزي کمیسون غړی هم و او دحزب الله دتګلارو په ټاکنه کې یې پریکنده رول درلود . په سوریه کې دانقلاب رامنځته کېدل دحسن شاطري لپاره دګواښ بڼه غوره کړه . راپورونه کاږي : په تېرو دوو کلونو کې حسن شاطري داسې ځانګړي ډلې وروزلې ،چې دبشار الاسد په ملاتړ په سوریه کې وجنګیږي .نوموړي دسپاه پاسداران 400 جنګیالي راغوښتي وو ،چې دحزب الله له هغو سره یو ځای کار وکړي .
تر اوسه دا څرګنده نه ده ،چې سپاه پاسداران په سوریه کې جنګیږي او کنه او ایران یې خپله نه مني ، خو ځینې نښې نښانې دا وايي: دحسن شاطري ځینې جنګیالي په سوریه کې وژل شوې دي .