
که له يوې خوا په پلازمېنه کابل کې دپروژو دقراردادونو کول دوزيرانو شورا دمصوبې خلاف عمل بلل کيږي دبلې خوا په دې کار سره په ولايتونو کې دبيارغونې چارې اوپرمختيايي کارونه له جدي ننګونو سره مخامخ دي ،لامل يې دادى چې ځينې مرکزي ادارې ديولړ فشارونو په اساس په مرکز کې دپروژو قراردادونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي ،ترڅو هغه شرکتونه ګټونکي شي چې لرونکي يې کولى شي دمرکزي ادارې په مسوولينو په نيغه توګه فشار واردکړي ، له بدمرغه ترډيره بريده په دغه کار کې دولسي جرګې ځينې هغه غړي چې ساختماني شرکتونه لري ښکيل دي.دوى دخپلو شخصي ناروا ګټو دخونديتوب په خاطر دمرکزي ادارو په مسوولينو په دې خاطر فشار واردوي ترڅو دپروژو قراردادونو دوى ته ورکړي.
دبېلګې په توګه همدا اوس په خوست ولايت کې دخوست دنړيوال هوايي ډګر دتاسيساتو دجوړيدو اوغلام خان بندر دترانزيټ اوتاسيساتو دجوړيدو يادونه کولى شو ،چې د ملکي نړيوال هوايي ډګر دتاسيساتو لپاره ٩ميليونه ډالره اختياري اوغيرې اختيارې بودجه دپلان له مخې منظوره شوې او دغلام خان بندر دترانزيټ اوتاسيساتو دجوړيدو لپاره ٥ ميليونه ډالره بودجه منظوره شوې ،خو دامهال په مرکز کې ددغه بنسټيزو پروژو په قراردادونو باندې لوبې روانې دي ،ان تردې چې دهوايي ډګر دجوړيدو لپاره چې په روان ١٣٩١لمريزکال کې کومه بودجه منظوره شوې خوتردې مهاله دهوايي ډګر دنورو تاسيساتو دجوړيدو کارونه ندي پيل شوي اودلومړني پړاو کارونه يې ډير وړاندې پاى ته رسيدلي دي.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په مرکز کې دپروژو دقراردادونو کول دوزيرانو شورا دمصوبې خلاف عمل ګڼي نوموړى وايي چې دمرکزي ادارو هيڅ مسوول بايد دچاترفشار لاندې رانه شي بايد په مسووليت اوقانون ته په درناوي سره دهرولايت دپروژې قرارداد په ولايتونو کې وشي ترڅو په دې سره له يوې خوا په څو لاسونو باندې دقراردادونو دپلورلو مخه ونيول شي اودبلې خوا په ولايتونو کې ځايي ادارې وکولى شي دبيارغونې دچارو څخه په سمه توګه نظارت ترسره کړي چې دبيارغونې پروژې په ښه کيفيت سره پلي شي ،ښاغلى نعيمي په څولاسونو دبيارغونې دپروژو دقراردادونو پلورل دبيارغونې په وړاندې جدي ګواښ بولي ،له مرکزي ادارو غواړي چې په شفافيت اومسووليت سره په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي اودټولو هغه کسانو نومونه ولس ته په ډاګه کړي چې دخوست ولايت دپروژو په قرارداونو باندې سوداګري کوي اودخپلو شخصي ناروا ګټو دساتلو په خاطر دمرکزي ادارو چارواکي ترفشار لاندې راولي .
خوست والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ددغه ولايت دولايتي شورا وکيلان ،دسولې دولايتي کمېټې مسوولين ،علماوو شورا غړي ،مدني ټولنو استازي او عام خلک دخوست ولايت په څولاسونو باندې دپروژو دقراردادونو پلورل دخوست دپرمختګ اوبيارغونې په وړاندې جدي ننګونه بولي ،له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې مرکزي ادارې دې دخوست ولايت دپروژو قراردادونه په چانه پلوري بلکې له قانون سره سم دې کړنې ترسره کړي.
خوست مېشتو ولسونو دا ګواښ هم کړى دى ،که چيرې ددغه ډول کړنو مخه ونه نيول شي ،ولسونه به دهغه مرکزي ادارو دمسوولينو په وړاندې داعتراض غږ اوچت کړي چې ددغه ولايت دپروژو کارونه يې دفشارونو په اساس ځنډولې دي.
واکمن