د رضايت نښه


ژباړه:

یو شهزادګی خپه او ناراضه د ماڼۍ په برنډه کې ناست و. دی په خپله هم نه پوهېده، چې د خپګان علت به یې څه وي او دی به په څه شي خوشحاله شي. د ده د خوښۍ لپاره د ملک ټول طبیبان او حکیمان سره راټول شول او پاچا ته یې وویل، چې شهزادګی به هغه وخت بېرته خوشحاله شي، چې  د یو خوښ او راضي انسان کمیس د ده له کمیس سره بدل شي. پاچا امر وکړ، چې داسې یو څوک راپیدا کړی، چې له ژونده خوشحاله او راضي وي. د پاچا سرتېرو ټوله پاچاهي لټ په لټ کړه، خو داسې څوک یې ونه موند، چې هم خوشحاله وي هم راضي.
له ورځو نه یوه ورځ پاچا ښکار ته روان شو. په لار کې یې د انګورو په یوه باغ کې په یوه ځوان مزدورکار سترګې ولګېدې، چې په کار لګیا و. ځوان سندرې ويلې او په لوړ اواز یې خندل. پاچا ورغی او له ځوانه یې پوښتنه وکړه، چې څنګه خوشحاله یې؟ ځوان ورته وویل: دا چې ولې خوشحاله یم، په دې نه پوهېږم. خو بس خپله د خوشحالۍ دا شېبه نه په پاچاهۍ بدلوم او نه په وزیرۍ!
پاچا په عاجزۍ ورته وویل: ستا په شان ځوان زوی لرم، چې د مرګ په بستر پروت دی. د هغې د ژوند لپاره د داسې یوه انسان کمیس ته اړتیا لرم، چې له خپله ژونده هم راضي وي او هم خوشحاله. زه به ستا د کمیس  په بدل کې ډېر سره او سپین درکړم خو ته دې ماته کمیس راکړه. ځوان ورته وویل: وبښئ زه ستاسو دغه غوښتنه نه شم پوره کولای، ځکه زه هېڅ کمیس نه لرم!