څوک په ولايتونو کې دکليواوپراختيا وزارت دپروژو دتطبيق مخنيوى کوي؟

دجدي دمياشتې په ٢١نېټه دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دکليواوپراختيا وزيرمهندس ويس احمد برمک په کاپيسا ولايت کې د٨کليومتره سرک دقيرريزي دکاردپيل په مراسمو کې دخبري رسنيو استازو ته په خپلوخبرو کې په ولايتونو کې ددغه وزارت دپروژو دتطبيق په تړاو وويل چې په ولايتونو کې ځينې زور واکي او مسوولين دکليواوپراختيا وزارت دپروژو دتطبيق مخينوى کوي اودپروژو په تطبيق کې دخپلو شخصي ګټو خونديتوب غواړي.
دکليواوپراختيا وزارت دوزير ښاغلي مهندوس ويس احمد برمک دغه څرګندونو دولايتونو داوسيدونکو اوسيمه ييزو اداروپه منځ کې يوشمير پوښتنې راپيدا کړې دي ،عام خلک دنوموړي ددغه ډول څرګندونوڅخه خوښ شوي خوپه دې تړاو دلازياتو معلوماتو غوښتنه کوي،ځکه همدا اوس په ډيرو ولايتونو اوپه ځانګړي خوست ولايت کې په بېلابېلو سکتورونو کې ډير داسې پروژې شته چې بودجه يې منظوره مګر کارونه يې دځينو کسانو دفشارونو اوشومو هدفونوپه اساس ځنډيدلي دي.
دمرکزي ادارو مسوولين وايي چې دپروژو دتطبيق مخه په ولايتونو کې نيول کيږي اود ولايتونو مسوولينو بيا وايي چې مرکزي ادارې په دې برخه کې اساسي اقدامات نه ترسره کوي.
داچې اوس دافغانستان دکابينې وزير ښاغلي برمک په ولايتونو کې دکليواوپراختيا وزارت دپروژو دتطبيق دمخنيوي په تړاو څرګندونې کړې ،نوموړى بايد دټولو هغه کسانو او مسوولينو نومونه ولس ته په ډاګه کړي کوم چې په ولايتونو کې داړونده وزارت دپروژو دتطبيق په وړاندې خڼد ګرځي ،په دې سره به له يوې خوا دبيارغونې په کارونو کې ټول خنډونه لرې او ولس ته څرګند شي اودبلې خوا به هيڅوک دخپلو شخصي ناروا ګټو دخونديتوب لپاره په ولايتونو کې دبيارغونې دچارو مخنيوى ونه کړي.
همدا وخت ولس بايد په دې پوه شي چې څوک په ولايتونو کې دکليواوپراختيا وزارت اويا نورو وزارتونو دپروژو دتطبيق په وړاندې خنډونه پيدا کوي ؟ که دمرکزي ادارو مسوولين په مسووليت سره دغه پوښتنې ته ځواب ورکړي ،ټول هغه فشارونه به پاى ته ورسيږي چې پرمرکزي ادارو اويا سيمه ييزو ادارو باندې وارديږي.
خوست ولايتي ادارې همېشه ددغه ولايت دولس غږ اوچت کړى ،غوښتنه يې کړي چې دپروژو قراردادونه دې د وزيرانو شورا دمصوبې خلاف په مرکز کې نه ترسره کيږي ځکه ټول هغه قراردادونه چې په مرکز کې کيږي په څولاسونو پلورل کيږي چې دغه کارهم په ښه څرنګوالي سره دپروژو پلي کيدوته جدي ګواښ پېښ کړى اوهم يې په مرکزي ادارو باندې فشارونه زيات کړي دي.
واکمن
نېټه:١٣٩١-١٠-٢٩