عجیبه نړی ده!

رښتیا هم چی عجیبه نړی ده، یو پکی شاه دی او بل پکی ګدا دی. یو بډای دی او بل غریب دی یو روغ دی او بل ناروغ دی. او پدی خو مونږ او تاسو باور او یقین لرو چی دا هر څه د خدای تعالی لخوا ټاکل شویدی او دا د ستر خدای نظام دی او بی له شکه چی پکی غټ حکمت نغښتی دی. خو خالق پروردګار ټولو ته یو شان وړتیا ورکړی او هر څوک یی آزاده یی پرییښی چی څوک څه کوی او په کومه لاره ځی؟
یعنی هماغه خبره ده چی څوک څه کری هغه به ریبی. او دغه خبره هم په عمومی ډول او هم په انفرادی ډول هر انسان ته صدق کوی. نو له همدی امله زمونږ نړی پدی عجیبه نړی ده، چی یوه آمریکایی ښځه چی د نړی له میلیونرانو څخه ده د چکر او ساعتیری لپاره فضا ته سفر وکړو او په دغه لاره کیی یو میلیون ډالره مصرف کړل. او له بلی خوا بیا په افغانستان کی یو سړی د ډوډی لپاره خپل اولادونه خرڅوی. دغه کس چی د هیواد د مزار شریف اوسیدونکی او د اتو بچو خاوند دی. د بیکاری او د اقتصادی ستونزو له امله دیته اړ شو چی خپل یوه دوه کلن ځوی د شپږیز زرو افغانیو په بدل کی خرڅ کړی. دا خو لا څه! یو مسلمان عرب بډایی عرب لیونل مسی د فوټبال وتلی ستوری ته بلنه ورکړه چی د یوه ساعت لپاره د هغی په کور کی میلمه شی نو یو میلیون یورو به ورکړی. خو بیا له بلی خوا په فلسطین کی هره ورځ مسلمانه ماشومان او ښځی د صهیونیست یهودانو لخوا وژل کیږی. خو بیا د فوټبال یو بل ستوری رونالډو چی په دین کافر او عیسوی دی په دغو مظلومو فلسطینیانو زړه سوځوی او کابو یو میلیون یورو د فلسطین هیواد ته دی مرستی په توګه استوی نو زه بیا هم وایم چی عجیبه نړی ده. چی ځنیو سره دومره پیسی دی چی یوه د عیاشی او چکر لپاره یو میلیون ډالر مصرفوی تر څو فضا ته لاړ شی او د ستورو ننداره له نږی وکړی. او بل یی یو فوټبالر ته ځانته د یو ساعت لپاره یو میلیون یورو ورکوی تر څو هغه په خپل کور کی میلمه کړی او له نږدی یی وګوری. او بل بیا د ډوډی لپاره خپل دوه کلن ماشوم خرڅوی. او بیا بل بی دینه فوټبالر د فلسطین مسلمانانو سره مالی مرسته کوی.
زما په اند  د مسلمانانو او بیا د افغانانو دغه شته وضعیت لپاره باید بهرنیان ملامت نکړو که هغوی تل زمونږ پر هیواد یرغل او تیری کړی د خپلو ملی ګټو لپاره یی کړی او کوی یی. خو بیا زمونږ د افغانانو مسوولیت او دنده څه ده؟ او زمونږ د مشرانو او رهبرانو دنده څه ده چی تل یی خپلی شخصی ګټو لپاره ملی ګټی قربان کړی. او له بده مرغه تل یی وطن فروشی وکړه، او دغه لړی تر اوسه دوام لری او ددی لامل شوو چی په 21 مه پیړی کی یو افغان د دوډی لپاره خپل اولاد خرڅوی. ځکه کار و بار نشته او بله چاره هم نلری. او دا ټولی بدبختی زمونږ د خپله لاسه دی. نو په آخر کی د دی مسله د لا وضاحت لپاره یو پښتو او یو دری متل وایم. ( څه چی کری هغه به ریبی) او ( خود کرده را نه درد است نه درمان)