
بنسټيزه اوپه ښه کيفيت سره رغونه په هر ولايت کې دولسونو اساسي غوښتنه بلل کيږي اودهرولايت خلک په خپلو سيمو کې دمرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه دداسې پروژو دپلي کيدو غوښتنه کوي چې له يوې خوا يې په اساس ولسي ستونزې هوارې شي اودبلې خوا په ښه کيفيت سره دپلي کيدو ترڅنګ په کې لازم کاري فرصتونه رامنځته شي.
هغه څه چې دا مهال په ولايتونو کې دبيارغونې اوپه ښه کيفيت سره دپروژو دتطبيق په وړاندې جدي ګواښ ګڼل کيږي هغه په مرکزکې دپروژو دقراردادکول اودفشارونو په اساس دپروژو دقراردادونوپلورل دي،چې يوشميرمافيايي کړۍ يې دخپلو شخصي نارواګټو دخوندي ساتلوپه خاطر ترلاسه کوي اوبيايې په څولاسونو باندې پلوري.
په خوست ولايت کې په روان لمريزکال کې داسې پروژې شته چې قراردادونه يې دوزيرانو شوراخلاف په مرکز کې ترسره شوې او دامهال ديوشمير کړيو دفشارونو په اساس په څو لاسونو باندې پلورل شوي دي چې ددغه ولايت دخلکو دخورا زياتو اندېښنو سبب ګرځيدلي دي ،ځکه په دغه ولايت کې ټولې هغه پروژې چې څوکاله وړاندې پلې شوې دي دامهال دمنځ څخه تلوپه حال کې دي .
يوشمير پروژې چې بايد په روان لمريز کال کې پلې شوي واى ،کارونه يې ځنډيدلي دي لامل يې دادى چې يوشمير دشخصي ناروا ګټو پلويان دخپلو ګټودخونديتوب په خاطر دمرکزي ادارو په مسوولينو باندې فشار واردوي ،ترڅو قراردادونه دوى ته ورکړي ،چې دغه ډول فشارونو دخوست ولايت دبيارغونې اوپرمختګ په وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.
دخوست ولايت ولسونه په دې کارباندې سخت خواشيني دي ،ددغه ولايت مخورو قومي مشرانو اوبنسټونو دغه کار دخوست ولايت له ولسونو سره سخته دښمني بولي ،دمرکزي ادارو له مسوولينو غوښتنه کوي ترڅو قانون ته په درناوي سره اقدامات ترسره کړي او ددوى ټولې هغه پروژې چې دپلان اوبودجې دمطابق دخوست ولايت لپاره منظورې شوې دي ،بايد پرته له فشارونويې قراردادونه په دغه ولايت کې ترسره شي،له يوې خوا به ټولې پروژې دولسونو دغوښتنو مطابق اودولايتي ادارې ترجدي نظارت لاندې په ښه کيفيت سره پلي شوي وي اوپه څولاسونو دپروژو دقراردادونو دپلورلو مخه به هم نيول شوې وي.
ديادونې وړ ده چې خوست ولايتي اداره ددغه ولايت دولايتي شورا ،مدني بنسټونو بلکې ټولو ولسونو دغه اندېښنه په خپل وخت له مرکزي ادارو سره شريکه کړې ده ،له مرکزي ادارو يې غوښتنه کړې چې دخوست ولايت ټولې پروژې په خپل وخت پلې کړي او ورته منظوره شوې بودجه په خپل وخت راوليږدوي .
واکمن