د سولې سرګردان کاروان د قطر د پاټک پر وړاندې

  
   نړیوال نظامي ائتلاف ( ن،ن، ا ) تر هغه وخته پوری چې په افغانستان کی نظامي حضور لری لږ تر لږه د دريو موضوعاتو په شاوخوآ کي ګډ دریځ لري :
  ــ  د یوې لاسپوڅې کمزورې واکمنۍ ملاتړ .
  ــ  د ژبني ، قومي او مذهبي نفاق پوتانسیل تازه ساتل .
  ــ  د مؤتلفو جنګسالارانو د عیش او نوش زمینه برابرول .
خو په وروستيو کلونو کی د ( ن، ن، ا )  د غړیو هیوادونو تر منځ د افغانستان د جګړې او سولې په اړوند مخکنی اتفاق تر سوال لاندې راغلی دی. د جګړې د دوام پخوانۍ انگیزې ( د نيویارک چاودنه او ورسره په تړاو د تروریزم سره ګډه مبارزه ) چې د لوېد یځو هیوادونو تر منځ د ملګرتیا محور جوړوي، ځای سیاسې ټکرونو ته سپارلی دی: اروپائیان د جګړې په ساحه کي د امریکا د تکبر او خپل سرۍ نه سرټکوي. د مثال په توګه په فرانسه کې سیاسي حکومتي او غیر حکومتي مشرانو په وار وار ویلي چې د امریکا پوځ د وسله والو مخالفینو د مړو پر وړاندې د جګړې د اخلاقي اصولو نه سرغړاوی او کله ناکله  په ډله ایزه وژنه لاس پوري کوي، خو د هغه تاوان زموږ په پوځ باندی تپل کیږي.
  په یوه لسیزه جګړه کې د ناټو په مختلفو سر مشریزو غونډو کې، غړي هیوادونه له یوې خوا د جګړې د دوام په یوې واحدې ستراتيژۍ باندې سره جوړ نشول . له بلې خوا د سولې د یو واحد پلان په تنظیم کې پاتې راغلي دي.
  اوس په واقعیت کې ( ن، ن، ا ) د جګړه مارو او د سولې پلویانو تر منځ ویشل شوې. په دغسې شرایطو کې چه د لومړۍ ډلې مشري امریکا پر غاړه درلوده څو لاملونه باعث شول چې لومړی آلمان او ورپسې فرانسه د امریکا د جګړه ایز دریځ پر وړاندې د غبرګون په بڼه د سولې نوښت په لاس کی  واخلي : 
ــ  په اروپا کې اقتصادي بحران او ورسره د افغانستان د جګړې مخ په  ډيريدو لګښت .
ــ  په جګړه کې انساني مخ په زیاتیدونکي تلفات. 
ــ  په عامه ذهنیت کې د جګړې نه د ملاتړ کموالی.
ــ  دغه واقعیت چې یرغلګر د افغانانو له تاریخي مقاومت سره مخ دي نه له القاعده او نړیوال تروریزم سره.
  جګړې سره مخالفت یو د هغو لاملونو څخه وو چې په فرانسه کې یې سوسیالیستان قدرت ته ورسول او سوسیالیست حکومت يې دیته اړکړ چې فرانسوي پوځ د ټاکل شوې پروګرام نه مخکې د افغانستان نه وباسي.
  اوسمهال په افغانستان کې د سولې د داعیې د تحقق په خاطر دوه فعال مرکزونه مطرح دي: قطر او پاریس. خو د بهرنیانو په لاس د جوړ شوي نظام سره مؤتلف جهادیستان د پاکستان د مذهبي کړیو په مرسته د سولې د یو « اسلامي »  مرکز د مطرح کولو په تمه عربستان خواته هم لنګر اچوي. دغه هلې ځلې د ( ن ، ن ، ا ) د سیمه ایزي ستراتيژي سره سمونوالی نلري نو ځکه يي کومه نتیجه هم نده ورکړې.
  د آلمان او فرانسې د سیاسی کارپوهانو له نظره په قطر کې سوله د امریکا په وسیله یرغمل شوې ده . دواړه هیوادونه د نورو اروپایي هیوادونو په ضمني ملاتړ، پدې لټه کې دي چې د سولې کوترې د امریکا د جګړه مارو سیاسي، نظامي او شبه نظامي منګلو نه وژغوري.  د همدغه منطق پر بنسټ  په افغانستان کې د سولې په استقامت، پاریس د قطر د بدیل په توګه مطرح شو .
  د پاریس محوریت د قطر د مرکزیت په پرتله څو ځانګړتياوې لري :
  ــ  فرانسه د افغانستان د جګړې یو اړخ نه جوړوي.
  ــ  د سولې د بل الترنتیف اړتیا پدغسې حال او احوال کې چې د ا حتمال له مخې امریکا د قطر د دفتر نه د خبرو اترو تر پلمې لاندې د « طال چال » ، دفع الوقت تاکتیک په بڼه ګټه پورته کړي او جګړې ته يې دوام ورکړي.
  ــ  د کابل اداره هلې ځلې کوي چه د قطر خبرې اترې دومره اغیزمنې کړي چې مقاومت کابل اړخ سره مذاکراتو ته اړ شي . اوسنی نظام، يعنې دا د اشغال سیاسي محصول، رسمیت ومومي او جنګي ډلې ټپلې د سیاسي او حقوقي مصئونیت په درلودلو سره خپل سیاسي ژوند ته دوام ورکړي.
د پاریس د سولې په پروسه کې، د کابل د حکومت د نفوذ احتمال کمیږي .
  د کابل اداره د پاریس د سولې د پروسې د وراني په مقصد پدې لټه کې ده چې د پاکستان، سعودي عرب او قطر چارواکو سره په ګډه د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د سیاسي فشار یو محور جوړ کړي.  جنګي ډلو کرزي ته دنده سپارلې چې په امریکا کې د خپل مسافرت په ترڅ کې، امریکايي اړخ  د   « خلیفه د کیسې » نه د سخاوتمندانه امتیازونو په ورکولو سره دیته وهڅوي ، چې د نوموړي محور په ملاتړ ودریږي. خو د لوېدیځوالو عمومي سیمه ایز سیاست چې یوه برخه یې د امریکا په واسطه تمثیلیږي د دغو هلو ځلو پر وړاندی مانع ګرځي .
  په لنده توګه دا چې! که د سولې پر وړاندې یاد شوی جنګي ائتلاف ( کابل ، اسلام آباد، دوحه ) عملی بڼه غوره کړي، د قطر د سولې پروسه هرومرو ناکامیدو سره مخ کیږي. دلته د پاریس د سولې پروسه په وروستي الزامي مرجع بدلیږي.
  د پاریس وروستۍ غونډه د جنګ سالارانو ( د مقاومت په استثنا )  په ګډون د « ټکر ستراتيژي » په بنسټ باندې جوړه شوې وه. د « ټکر ستراتيژي » د ښکیلاک په تاریخ کې ژورې ریښې لري او ورڅخه د افغانستان په جګړه کې د بوش د ادارې د پیل نه تر اوسه پورې ، په مبالغه آمیزه توګه  ګټه پورته شوې ده . له همدې کبله د پاریس په غونډه کې د افغانانو یا بهرنیانو په واسطه د سولې هیڅ یو پلان برخه والو ته وړاندې نشو . غونډې جګړه مارانو ته د سیاسي تشخص زمینه ورپه برخه کړه، خو مثبت اړخ یې دا وو چې ګډونوالو ته يې د نظر د تبادلې یو ښه چاپیریال برابر کړی و.
    د پاریس په غونډه کی د وسله والو مخالفینو وینا دا ثابته کړه چې وسله وال مقاومت په یوه « ملي ـ اسلامي ـ مدني »  پیاوړي تحریک بدل شوی او کولای شي چې د راتلونکي نوي نظام، چې د سولې محصول به وي، د سیاسي ثبات، امنیت او عدالت د ملا د تیر نقش ولوبوي .
« پای »
 
دوکتور م ، عثمان تره کی
فرانسه
دجنوري ۵ ، ۲۰۱۳ م کال