
د سولی په وړاندی د دشمنی دریز
د کابل د اداری جګړه ماران ، د وسله وال
مخالفینو سره د خبرو اترو په درشل کی د دی په بدل چه د حسن نیت په توګه د طالبانو
یو شمیر زندانیان خوشی کړی ، برخلاف د دوی د اعدام پریکړه وکړه.
غت سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال
او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی
؟
دلته د جنګی اسیرانو نه
د سیاسی لاسوند ( افزار ) په دول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه :
ــ مقاومت دیته حاضر نشو
چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی تلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا
ځوانمردانه دریز په بنست باندی د مخالفینو
په اعدام لاس پوری کړ.
د ژنو دریم
کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی
نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری.
ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر
کی جریان لری ، سیاسی فشار راوستل د
مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام
ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف نښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د
دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی
. د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغی شیبی ته انتظار باسی.
مهمه خبره دا ده چه د
جنګی اسیر نه د سیاسی موخو د پاره ګته پورته کول د جګړی د قوانینو نه سرغړونه ده .
په هر حال ! د وسله والو
مخالفینو د اعدام په اړه نړیوال نظامی
ائتلاف ( ن، ن، ا ) او د کابل اداره ګد دریز لری : ( ن، ن، ا ) اوسنی سیاسی اعدامونه د یوه اعلامیی د لاری، ندی غندلی .
موږ د کابل حکومت د جګړه
مارانو نه د عدالت او حقونو د موازینو د درناوی تمه نلرو . دوی د مخالفینو د اعدام
د لاری بلی لوری ته د انتحاری برید او جګړی انګیزه ورپه برخه کوی تر څو چه د جګړی
اور وساتل شی . خو د ( ن، ن، ا ) نه دا
غوښتنه لرو چه په عمل کی افغانانو ته وښئی چه دوی واقعآ سولی او عدالت اصولو ته باور لری او دیموکراسی او قانون واکمنی ته
ژمن دی . که نه د مقاومت دجګړی حقانیت پخپله ثابتیږی .
دلته د دی د پاره چه ( ن، ن، ا ) د دغه اند نه وباسو چه په افغانستان کی په
ځنګله د ننه د شکار په مقصد ندی راغلی ، نړیوال قوانینو ته پناه وړو . هغه نړیوال
قوانین چه یی ( ن، ن، ا ) یو اړخ جوړوی :
د ژنو کانوانسیون ( ۱۹۴۹ کال ، د اګست ۱۲ ) لمړی پروتوکول (۱۹۷۷ ) جنگی اسیران د
بشری حقونو Droit humanitaire په درلودلو
مستحق ګنی.
د ژنو کانوانسیون (۱۹۴۹)
دوهم پروتوکول غیر نړیوال هغی جګړی ته ځانګړی شوی چه یو اړخ یی ملیشیا جوړوی .
پروتوکول هڅه کوی چه د جګړی په وخت کی
( سره له دی چه د جګړی د قوانینو نه سرغړونه شوی وی ) غیر دولتی جنګیالی د حقونو تر پوشش لاندی
راوړی.
اوسمهال ګن شمیر ديپلوماتان او سیاستپوهان اعتراف کوی چه
افغانستان د اشغال په حالت کی قرار لری . فرانسویان د « ریال پولتیک » په بنیاد باندی خپل لار د
موتلفینو نه جلآ کړل . د نړیوال قوانینو له مخی د اشغال په حالت کی د اشغال شوی
هیواد دولتی اتوریته بهرنی ځواک ته انتقالیږی . ( ن، ن، ا ) ( موضوع سره په تړاو د کانوانسیونونو د یو اړخ په
توګه ) مسئولیت لری چه
جنگی اسیران د حقونو تر پوشش او د قوانینو تر اجرایی ضمانتونه لاندی راوړی . باید پدی
برخه کی نړیوال سره صلیب ته زیاتره ونده
ورپه برخه شی .
په افغانستان
کی دری لسیزه کیږی چه د جګړی اور او ورسره جنګی جنایت د ورځنی عادی پیښی په توګه مطرح ده . د دغه جنایتونو پړه یوازی د افغانانو په غاړه نده . د جګړی د قوانینو په تیروتنه کی ، بهرنیان پخپل وار ( اًن د افغانانو په پرتله زیاتره ) مسئولیت لری.
د جګړی په پای کی ، جنګی جنایاتو ته پام د افغانستان د زرګونو پروبلمونو نه یو
پروبلم دی . د دغه پروبلم د حل په اړه باید د بهرنیانو ،
ملګرو ملتونو ، سره صلیب او د بشری حقونو د دفاع د تولنو سره تفاهم
وشی .
اوس د اشغال په
وړاندی په جګړه ایزو شرایطو کی د بهرنیانو
تر تحکم او بیرغ ، د سیاسی انګیزی په بنست
باندی د زرګونو جنایت کارانو د دلی نه څو
کسان چه ځان د آزادی پتنګان بولی ( د همدغه صفت په بنست باندی ، بهرنیان دوی سره
په خبرو اترو لګیا ده ) ، نیول او اعدامول ، د افغانستان د دشمنانو د نگرانی ، وارخطایی او سیاسی ماتی نښه ګنلی شو.
د کابل د جګړه مار حکومت له خوآ د اشغال په چاپیریال کی (قضایی ضمانتونو نشتوالی سره سره
) د جنګی اسیرانو د اعدام پریکړه
صادرول پدغسی حالت کی چه بهرنیان تر ابده پوری په افغانستان کی نه پاتی
کیږی ، د افغانانو پخپل منځی سوله ایز ژوند په پروسه باندی ناوړه اغیزه شیندلی شی . د غچ اخیستنی
روحیه پیاوړی او تولنیز ثبات د خوب او خیال په بنه مطرح کیږی .
« پای »