د دروازو د بیخه ایستل

احمدجان تڼی
په دې وروستیو ورځو کې د پنجاپ ادارې د تورخم دروازه څو څو ځله سر پر لپسې توګه په مختلفو پلمو سره وتړله . دوې ددې تړلو د پاره راز راز د خندا وړ دلایل وړاندې کول. 
داسې ویل کېږی چې ددې دروازې د تړلو په پایله کې څو تنه مساپر ماشومان او ناروغان هم مړه شول. په دې هکله د کابل رسنیو او د دولت چارواکو راز راز غبرګونونه وښودل ، خو هغه څه چې باید ویلې او کړي یې وای هغه څه پکې نه و.
د پنجاب له خوا د دروازو د تړلو او پرانستلو  لوبه  کومه نوي پيښه نه ده. له هغه ورځی چې  محمدعلی جناح له خوا د پنجاب د استعماری دولت د جوړیدو اعلان وشو ، تر ننه پورې په بولدک ، انګور اډه، ګلام خان ، تورخم او نورو سیمو کې لارې د پنجاپ له خوا د سیاسی موخو او په پښتنو باندې د فشار په توګه تړلی او یا پرانستل کیږي.
په دې وروستیو کې د تورخم د دروازې د تړلو  په اړخ کې پولیسو د پېښور په ښار  کې د افغانستان د خلکو نیولو ته لاس واچوه په دې پلمه چې دوی قانوني اسناد نلری.  دوی په زرګونو کسان د پيښور د ښار د سړکونوڅخه راټول کړل. باید وویل شی چې د  کابل په  اداره  کې ځینې کړۍ د پښتونخوا څخه د راغلو پښتنو څخه د پاسپورټ پوښتنه کوي. د پنجاپ او د کابل د ادارې له خوا دا ورته کارونه د یو په ګډه سنجول شوی پروګرام برخه ده چې شا ته یې لویې سیاسی موخې پراتی دي.
پنجاب  د پښتنو په وړاندې د منظمې جګړې په اړخ کې یوازې د دروازو په تړلو او یا په پیښور او کوټه  کې د افغانانو په ځورولو بسوالی نه کوی بلکې د موقع سره سم د کراچی په بندر کې د افغانستان راتلونکی مالونه بندوی  . د پنجاب پوځ په توپچې ډزو سره د  ډیورینډ د منحوسی کرښې دې خواته کلی او سیمې تر اور لاندې نیسی او په دې ډول په افغانستان خلکو باندې خپل فشار په منظم ډول جاری ساتي.  
په دې کې شک نه شته چې د پنجاپ استعماری اداره په سیمه او په ځانګړي توګه د افغانستان او یا د پښتنو په وړاندې ډیره خطرناکه لوبه تر سره کوي .
پنجاپ په ډيره ماهرانه توګه په مختلفو بڼو سره په ټوله پښتونخوا ( د باغیس څخه تر کراچې ، سوات او دیر پورې ) کې پراخه جګړه پیل کړی او راز راز دقیق سنجول شوی پلانونه مخې ته یې بیايي.
د جیو پولټیک او بشرپوهنې پوهان په دې باور دی چې د اموسین او اباسین تر منځ ډیر قومونه پراته دي چې په هغوی کې پښتون قوم اکثریت او ددې خاورې په برخلیک  کې ټاکونکی نقش لری. د پښتنو سیمه د تاریخی او جغرافیايي لحاظه د اموسین او اباسین تر منځ پراته ده او ددې سیمې زیاتره خلک د یوې ژبې ، قومیت او کلتور په درلودلو سره په یوه هیواد کې ژوند کړی دی. دلته باید یو هیواد او یو سیاسی جوړښت ( دولت) موجود وي. ددې طبعی اصل له مخې پښتنو او یا ددې سیمې خلکو نږدې شپږ زره کاله مخکی په دې سیمه کې یو سیاسی جوړښت رامنځته کړی دی.
په دې تیرو شپږو زرو کلونو کې ډیرو تیري کونکو استعماری ځواکونو ددې سیمې د لاندې کولو د پاره هڅه کړی ده خو که څه هم دوی په موقتي توګه ځینې بریالیتوبونه تر لاسه کړی دي خو بیا هم په دې بریالی شوی نه دی چې دا ملت نابود کړی او دلته خپل واک همیشنی کړی.
په دې کې شک نه شته چې سیاسی شرایط تل په بدلون کې وي . دې سیمې ته نه یوازې د اسیا په لویه وچه کې استعماری ځواکونو سترګی نیولی وې  بلکې د نړی د نورو برخو څخه لکه بریتانیا هم ددې سیمې د لاندې کولو د پاره راغلی ده.
سیمې ته د بریتانوي استعمار ، روسی استعمار او پارسی استعمار په دې وروستیو پیړیو د سیاسی جوړښت له امله ځینې بدلونونه راوستلی دي. په تیرو دوو سلیزو کې استعماری هیوادونو ( بریتانیا، روس او پارس )  ددې هیواد د خاورې څخه هر یوه یوه ټوټه بیله کړی ده د ساری په توګه مشهد ، کرمان، سیستان د پارس له خوا لاندې شوی او په شمال کې بدخشان، پنجده او نوری سیمې د روسي پوځونو له خوا د افغانستان د وجود څخه بیل کړلی شوي دي. د نیمې څخه زیاته برخه د بریتانوې استعمار له خوا  د افغانستان د وجود څخه بیل کړه.
که څه هم  د پښتنو خاوره د استعمارچیانو له خوا په زور په څو ټوټو سره  بیله شوی ده خو اولس د یوه  وجود په توګه پآتی شو. د دې هیواد دښمنان په دې بریالی نه شول چې ددې اولس تر منځ د پردیتوب احساس را پيدا کړی.
باید وویل شی چې په تاریخی لحاظ سره په سیمه کې درې ځواکمن هیوادونو شته والی درلود یو پارس ، دوم پښتونخوا او دریم هند . د هند او پښتونخوا تر منځ پوله اباسین ګڼل کیده چې په هغه کې پنجاپ د ډیلی تر ادارې لاندې یو ریاست و. چې کله وار به د پښتونخوا د واکمنانو تر کنترول لاندې راتله خو تر ډیرې مودې د هند له خوا پرې واک چلیده او تر اوسه پورې د هند خلک دې ته تیار نه دی چې پنجاپ د ځانه بیله ټوټه وبولی.  د هندي پنجاپ او د پاکستاني پنجاپ د خلکو تر منځ د یو ځای کیدو له پاره یو ځواکمن کشش شته دي.  د پاکستانی پنجاب اکثریت خلک غواړی چې دواړه پنجاپ سره یو شي .
د بلې خوا سندیانو او بلوڅانو هم د پښتنو په څنګ کې ځانو ته ځانته ریاستونه درلودل او په خپلواکی کې یې ژوند کاوه . دا ریاستونه په سیاسی لحاظ د هند او پارس په وړاندې د پښتنو متحدین ګڼل کیدل.
د پاکستان ( پنجاپ ) هیواد نږدې شپیته کاله مخکې د انګریزانو له خوا په مصنوعي توګه رامنځته کړل شو. په دې هیواد کې د پښتنو خاوره ، د پنجاپ خاوره او سند د یوې سنجول شوی توطیې له مخې شامل کړل شول. د کابل  وطن دښمنه  او عیاشو سردارانو په پاکستان کې د افغانستان د خاورې په ورګډولو سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي و. یوازې په ملګرو ملتونو کې د یوه وړوکی اعتراض په کولو سره په دی لوی تاریخې او مسوولیت باندې سترګې پټې کړی. اړینه وه چې د بریتانیا د وتلو په مهال د افغانستان پوځ د هیواد د یوه ازادی بښوونکي پوځ په توګه  کوټی او پیښور ښارونو  ته ننوتلی وای.
 پنجاپ ادارې د پښتنو د سیمو د لاندې کولو څخه  وروسته په بلوچستان باندې برید وکړ هلته یې سیمه ایز حکومت ړنګ او هغه یې هم د پنجاپ په یوه مستعمره باندې بدل کړ.
د افغانستان وجود څخه بیلې شوي ټوټی د ټوپک او عسکرو په زور سره بیلی شوی دی. کوم کاغذونه چې په دی هکله لاسلیک شوی ګڼل کیږی هغه داسې حکومتونو ته منصوب کیږي چې ملی حکومتونه نه و، د بریتانوي هند څخه یې تنخواې اخیستلی او ددې حکومتونو کورنی او بهرنی سیاستونه د هند بریتانوي له خوا ټاکل کیدل.  د حاکمانو په لاسلیکونو سره څوک یو اولس نشی سره بیلولی.
که څه هم لویه پښتونخوا د استعماری هیوادونو له خوا ټوټي ټوټې شوه او د کابل واکمنانو بریتانوی هند، روسیې او پارس ته د تسلیمی سرونه خوځول  خو په  پنجاپ تر استعمار لاندې په ټوله خاوره کې د خپلواکی غوښتنې احساس موجود و او دي. په دې لاره کې په لس ګونو زرو پښتنو د شهادت جامونه څښلی دي د ازادی او یووالی له پاره د بښتنو مبارزه په مختلفو نومونو سره تر ننه روانه ده.
پاکستان  یو غیر متجانس هیواد دی چې د استخباراتو او پوځ په مټو سره ژوندی دی که چیرې پوځ او یا استخبارات نه وی دا هیواد یوه ورځ هم دوام نه شی موندلی. دا ځکه چې پوځ او د پنجاپ اداره د خلکو په زړونو کې ځای نه لری . او که ددې هیواد د پوځ او استخباراتو سره د لویدیز مادې او تخنیکی مرسته نه وی دا هیواد حتې د څو میاشتو د پوځ لګښت نه شی پوره کولی. دا ځکه چې د پنجاپ کورنی مالی منابع محدود دي . د بلې خوا لکه چې د پښتو متل دي ( د سوال په اوبو ژرندی نه ګرځي).  همدا خبره ده چې د لویدیز مرستو ویالې به یوه ورځ د پنجاپ پوځ او استخباراتو باندې وچې شي . او هغه مهال به ډير ژر دا د شګو بند ونړيږي.
 نا متجانس او غیر طبعي جوړښت له امله د پاکستان ( پنجاپ ) واکمنان ډیر ځوریږی. دوی هڅه کوی چې د غیر اخلاقي سیاستونو  د پر مخ بیولو له امله ددې غیر طبعی زیږیدلی ماشوم عمر زیات کړی.
په نړی کې د اوسنی علم او تخنیک د ودې له امله نړی په یوه کلی او سیمه په یوه کوڅه باندې اوښتی ده. اوس د خلکو تر منځ اړیکی تر پخوا زیاتی شوی او ټینګي شوي دي.  اوس د پیښور او بلخ پښتانه په یوه ثانیه کی یو له بله سره اړیکی نیولی شي. دوی یو د بل د روغ رنځور احوال اخلی او د یو بل په غم او درد کې سره شریک کیږي. اوس د کویټه او کراچی پښتانه د خپلو قومیانو سره په غزنی ، سوات ، کابل کې په ډیره اسانی سره اړیکي نیسي.
اوس هغه څه چې په کویټه ، سوات ، دیر ، کندهار ، بادغیس او یا تخار کې په پښتنو تیریږی دوی یو له بله سره خبریږی او د یوه بل به خوشالی خوشاله او په دردونو خفه کیږي.  دا اړیکی ورځ په ورځ نورې هم ټینګيږي.
همدې خبری د پنجاپ استعماری ادارې او د کابل متعصبه کړۍ وارخطا کړی دی او دوی په ډیر ځواک سره هڅه کوی چې ددې خلکو د اړیکو د ټینګولو په لاره کې خنډونه راپیدا کړي. همدا خبره ده چې د پښتونخوا څخه راغلی مزدوران په کابل کې ډبول کیږی او پاسپورټونه ترې غوښتل کیږی او پیښور ته د کابل څخه تللو خلکو څخه د قانونی اسنادو غوښتنه کیږي.  
پنجاب ددې له پاره د دوی د واکمنی په وړاندې د خلکو مقاومت وځپي یو شمیر  پروګرامونه په یوه وخت کې په وړاندې بیایي:
لومړی : په کابل کې د یوه ملی ځواکمن حکومت د جوړیدو او د افغانستان د پرمختګ مخنیوی. دې موخې ته د رسیدو له پاره پنجاپ  د دوی لارو څخه کار اخلی . یوه یې دا چې د هغه هیواد څخه وسله والی ډلی رالیږی تر دا هیواد او په ځانګړی توګه د پښتنو خاوره د جګړو ډګر وګرځوي او له دې لارې څخه په افغانستان کې د سولې او ارامی مخه ونیسي. د بلی خوا پنجاپ د هیواد په د ننه کې داسی کړیو سره اړیکی ټینګوي او ملاتړ یې کوي چې د ځواکمن او متحد افغانستان د جوړیدو مخالف واوسی او ددې له پاره کار کوي.
دوهم : په ټوله پښتونخوا کې د جګړو اور بل ساتل  او د پښتنو ټولوژنه: پنجاپ په مختلفو پلمو سره پښتانه ځپي او نه پریږدی چې هلته په خلکو کې د ملی یووالی او ازادې غوښتنی احساس راپیدا شی پنجاپ  په ټوله پښتونخوا کې د جګړې اور بل ساتی . اوس مهال په دې سیمه کې تر ټولو ځوریدلی او ځپل شوی خلک د وزیرستان خلک دي چې د یوې خوا د پنجاپ پوځ ، د پنجاپ په پټو سرویسونو پورې تړلی ډلی او بلې خوا لویدیز  په دوی باندې بریدونه کوی.
دریم : منظم پوځي ـ سیاسی فشار: پنجاب هڅه کوی چې د افغانستان په خلکو ، په ځانګړی توګه په پښتنو فشار راوړي تر څو دې ته تیار شی چې د ډیورینډ کرښه د یوه مجبوریت له مخې په رسمی توګه ومنی. پنجاپ ددې موخې د پلی کولو د پاره دا دوه کاله کیږی چې د پښتنو سیمې په افغانستان کې د توپونو او توغندیو سره ولي. په تیرو دوو کلونو کې په زرګونو کورونه او کلی په کنړ، ننګرهار، نورستان او د هیواد په نورو سرحدی سیمو کې ړنګ شوی او د ځاني زیانونو په اړخ کې خلکو ته بی شماره مالی زیانونه هم رسیدلی دي.
څلورم : د پښتنو د مشرانو او روڼ اندو وژل: دا بل پروګرام دی چې د پنجاپ د پټو سرچینو له خوا د ترتیب شوی لست له مخې وژل کیږی. په وزیرستان کې تر دوو سوو زیات قومي مشران، په ټوله قبایلی سیمه کې په زرګونو مشران وژل شوی دی . همدارنګه دا د مشرانو د وژلو بهیر په افغانستان کې هم د کورنیو متعصبو کړیو په مرسته هم په مخ روان دې چې یوازې د لوی کندهار په سیمه کې په سل ګونو، همدارنګه په پکتیا، ننګرهار ، کنړ، او هیواد په شمالی د مشرانو وژل په ډیره بیرحمانه توګه روان دي.
پنځم : د قانوني اسنادو مسله :  په دې کې هیڅ شک نه شته چې د پيښور خلک د پښتنی ټولنې یو نه بیلیدونکی برخه ده او خلک یو له بله سره د خپلوی، قومی ، ژبنی او تاریخي اړیکی لری دا هیڅکله شوونی نه ده چې د کابل خلک دی په پيښور او د پيښور خلک دې په کابل کې نه واوسی. اویا کوټې خلک  کندهار او د کندهار خلک په کوټې ته ځي او راځي  دا ځکه چې دا  یوه خاوره او یوه ټولنه ده. د پنجاپ اداره ددې له پاره چې په خلکو یې فشار راوستی وي نو پولیسانو  ته په کویټه او پیښور کې امر کوی چې د کډوالو څخه د قانونی اسنادو پوښتنه وکړي.
شپږم: د دروازو د تړلو او پرانستلو لوبه: لکه څنګه چې ایران غواړی د کډوالو په راشړلو او ځورولو سره د افغانستان په خلکو زور راوړي په همغه ډول پنجاپ د افغانستان دخلکو په وړاندې د دروازو د تړلو او یا خلاصولو لوبه مخې ته بیايي. دا چې پیښور، ننګرهار او کابل ، د کندهار او کوټې ، د خوست او میرامشاه خلک ټول  په یوه قومی مزي سره تړل شوی دی د دروازو تړل ددې دروازې په دواړو غاړو ناوړه اغیزه کوی او پنجاپ ددې له لارې په ځانګړو شیبو کې د سیاسی ګټو د تر لاسه کولو د پاره دا پالیسی وړاندې بیایي.
اوم: د پښتنو په سیمو کې د انکشافي او تعلیمی پروګرامونو د تطبیق مخنیوي او ددې سیمو د پرمختګ په مخ کې د خنډونو پیدا کول.  د پنجاپ تر واکمنی لاندې په پښتنو سیمو کې کوم انکشافي پروګرامونه چې پلی شوی دی هغه ټول د بریتانیا د واک په مهال تر سره شوی دي. پنجاپ په ټول قوت سره هڅه کوي  چې دلته د انکشافي پروګرامونو د تطبیق او د ښوونی او روزنې مخنیوی وکړي.
اتم : د پښتنو په منځ کې د داسی سیاسی ډلو رامنځته کول چې د پنجاپ د موخو د تر لاسه کولو د پاره په ډیره رښتینوالی سره کار وکړي. د پنجاپ د پروګرام سره سم نوموړی ډلې باید پرینږدي چې د پښتنو ترمنځ د ملی یووالی تفکر حاکم شي. د منحوسی کرښې هغه خواته څوک چې د پښتنو د ملی یووالی او یا د پښتنو د حقوقو په هکله خبرې وکړي د بنجاپ د پټو سرویسونو له خوا ورباندې د هند او امریکا د جاسوس ټپه وهل کیږی .
ددې ټولو پروګرامونو په هکله په کابل کې د متعصبو کړیو ،تهران او د پنجاپ توافق شته دی . دا څو میاشتی کې چې دا درې افغانستان دښمنه ځواکونه غواړی چې خپلې کړنې د پخوا څخه زیاتی سره منظمی کړي تر څو په ګډه وکولی شي د ځواکمن افغانستان د جوړیدو مخه ونیسي.
د پښتنو په ضد  جګړې په مخ بیولو کې د کابل واکمنانو په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د پنجاپ سره همکاري کړی ده او تر اوسه دا همکاري روانه ده.دا چې  په کابل کې پخوانی دربارونه او اوسنی واکمنان د پنجاپ سره د پښتنو په ځپلو کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه مرسته کړی ده دا خپل سببونه لری .
تر هر څه لومړی په تیره تیره پیړی کې د کابل په دربار کې زیاترو داسی کسانو ځالی جوړی کړی وې چې ددې په ځای د هیواد ملی ګټو ته ژمن واوسی د ګاونډیانو ( بریتانیا، روس، پارس، پنجاپ ) سره یې اړیکی درلودې او پاچهان او یا امیران ددې کسانو په لاسونو کې لکه د نیانځکو په شان لوبیدل. اوس هم دا حال دی.
همدا خبره وه چې د کابل یوه واکمن هم ونه کولی شول چې د ګاونډیانو په وړاندی یوه ملی ، ژوره پالیسی غوره کړي . ددې ژورې سنجول شوی پالیسی نه شتون ددې سبب شو ، چې د کابل دربار ډیرې تاریخې موقع او فرصتونه د هیواد د یووالی د پاره د لاسه ورکړي.
دا فرصتونه عبارت دي له ، په دویمه افغان انګلیس جګړه کې انګلیس بشپړه ماتی خوړلي وه مګر امیر عبدالرحمن خان ددې په ځای چې ددې تاریخی موقع څخه کار واخلی او دښمن تر پیښور پورې تعقیب کړی او یا تر اباسین واړوی ، دومره د انګلیس تر اغیزی لاندې راغی چې نږدی و، کندهار هم انګریزانو ته ورپریږدی. همدارنګه لومړی نړیوالی جګړې څخه افغانستان د اشغال شوو خاورو د ازادې له پاره کار واخلی. د استقلال په جګړه کې تر غازی خان دیرې پورې خاوره د انګریزی استعمار څخه خلاصه شوی وه خو د کابل دربارد انګریزی الوتکو د دوو بمونو څخه چې په کابل یې واچول وډار شو او داسی تړونونه یې د انګریز سره لاسلیک کړل لکه څنګه چې انګریز غوښتل. دوهمه نړیواله جګړه  ، د هند څخه د انګریزانو د وتلو مهال، د هند او پاکستان تر منځ د جګړو وختونه او بلاخره افغانستان ته د نړیوالو څواکونو راتلل  دا هغه تاریخې موقع دي چې د کابل واکمنانو په قصدي توګه ترې سترګې پټې کړې.

باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو سره برابر حقوق ولری . دوی حق لری چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي، پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي او زیار وباسي.پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي، پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري او بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.

پورتنیو موخوته د رسیدو له پاره اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې یو پراخ سیاسي ، ټولنیز او تعلیمي غورځنګ پیل شي. داسې غورځنګ چې موخه یې لومړی د پښتنو یووالی او د پښتنو د پاره د یوه واحد هیواد رامنځته کول وي .
تر هغه چې پښتانه په یوه سیاسي پراخ غورځنګ کې سره یو شوي نه وي او د یوه متحد هیواد د جوړولو له پاره یې زمینه برابره کړي نه وي تر هغو به دا روانه تراژیدي چې تر سلو کلونو یې زیات دوام ومونده څو پیړی نوره هم دوام ومومي.
اوس په پښتنو کې د یوه پراخ سیاسي غورځنګ د پیل کیدو له پاره زمینه برابره شوي ده دا ځکه چې د پښتنو په وړاندې د کراچۍ د ښاره تر بادغیس او تر کشمیره پورې پراخه جګړه پیل شوي ده او دا جګړه دوی دې ته اړ کوي چې د پېښو او ناخوالو په هکله فکر وکړي او د یوه ګډ غبرګون په ښودلو سره په ګډه ددې اور دوژلو او د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه وکړی.

اوس مهال کې رسنی د پښتنو په ویښ کولو لوی رول ادا کولی شي . هغه رسنی چې وکولای شی د اوسنی روانې تراژیدی د رامنځته کیدو سببونه ، د پښتنو د ژوندانه اوسنی ناوړه حالت او ددې حالت څخه د رواتلو لارې چارې په ګوته ګړي .

د سیاسي کتونکو په باور په پښتون قوم پورې تړلي رسنی باید د پښتنو په ویښ کونکی او سازمان ورکونکی رسنیو باندې واوړي . دا رسنی خپله ټوله پاملرنه د پښتنو ستونزو حل ته واړوي. همدا رسنی کولای شي چې په ټولو پښتنو کې د کراچۍ څخه تر بادغیس پورې د یوه سراسري غورڅنګ د پیل کیدو له پاره چې د پښتنو ستر مشر خان او عبدالغفار خان یې د رامنځته کولو د پاره کار کاوه زمینه برابره کړي.

له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.

.د ټولو پښتنو سیمو په یوه متحد هیواد کې سره یوځای کیدل یو تاریخي ضرورت دی. اوس په سیمه او نړی کې بهیر د پښتنو سیمو په یوه هیواد کې د یووالی په لور روان دی. دا بهیر په پښتني سیمو کې د جګړی د اور په بل ساتلو ، د دروازو په تړلو، د توپچي په ډزو ، د بې ځایه شوو خلکو په ځورولو سره نه دریږي.
له همدې امله ویلی شو ، چې د دروازو د تړلو او پرانستلو لوبه د پنجاب له خوا د یوه پراخ د پښتنو ضد پروګرام یوه برخه ده.  چې د پنجاپ له خوا لوبول کیږي . پنجاب ددې دروازوی  په خلاصولو او تړلو او یا د ویزې او پاسبورټ د غوښتلو څخه غواړی دا په ډاګه کړی چې د ډیورینډ کرښه یوه رسمی کرښه ده.
پښتنو ټولو سیاستوالو او مشرانو ته اړینه ده چې د اموسین او اباسین تر منځ اوسیدونکو خلکو څخه په دې ټوله خاوره کې د اسنادو او ویزو غوښتنې  او پوښتنې له منځه وړلو د پاره پراخ غورځنګ پیل کړی . د دې سیمې پښتانه باید د لویو او پراخو لاریونو په ترځ  کې ټولې  دروازې او خنډونه  چې د پښتنو د سیمو د بیلولو سمبولونه دی لکه د برلین دیوال چې جرمنیانو ړنګ کړ ، په همغه ډول له منځه یووسي او په دې ډول د ټولې پښتونخوا یووالی تامین کړی.
هغه مهال به پنجاپیان اړ شي  چې خپل پوځ ، پټ سرویسونه او ادارې د پښتنو د سیمو څخه وباسي  او په سیمه کې  به یوه لویه او ځواکمنه پښتونخوا په رسمیت وپیژني.