د روسیې او امریکا تر منځ تازه تاوتریخوالي

د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین د روسیې په تاریخ کې لومړی ځل  د امریکې پر  خلاف  د ټولو نه سخت قانون دیما یاکولوف قانون ( Dima Yakovlev) په مسودي امضا وکړه.
 له دې نه مخکې امریکې هم  د روس خلاف  د مګنیتسکي ( Magnitsky) په نوم یو قانون جوړ کړی و او د پارلمان نه په اکثریت سره تصویب شو. په دې هکله  سیاسي څیړونکي په دې اند وو چې روس  به د امریکا خلاف قانون جوړولو کې  دومره مخکې نه ځي.
 د روسي د جمهور رییس  تر لاسلیک نه وروسته ( دیما یاکولوف)  قانون  رسمي بڼه غوره کړه. د روس او امریکې په منځ کې دواړه مسودې، چې د یو پر بل ضد  د پارلمان نه تصویب شوي دي ، په دوه مختلفو نومونو یادیږي.
 دا دواړه قضیې  د دوه کسانو نومونو سره تړاو لري نو راځي چې اول په  دواړو قضیو باندې یو نظر واچو.
 مګنیتسکي د روسي یو وکیل و، چې د روس تر ټولو غټ بهرني شرکت ( هرمیټچ کیپټل) ته یي کار کولو، هرمیټچ کیپټل شرکت چې په برتانیا کې جوړ شوی و د پانګونې په هکله د مشورو ورکولو کار یې پر مخه وړلو او په روس کې د دې شرکت د قانوني معاملاتو لارې چارې د میګني ټسکي په غاړه وي.
 د روس  د کورنیو چارو وزارت په هرمیټیچ شرکت د مالیې پټولو تور ولګولو  خو بل طرف ته میګني ټسکي دا دریځ وو چې د روس دولتي چارواکي دې فساد کې  ښکیل دي او دا یي په وار وار د روس په مطبوعاتو کې په ډاکه کړې وه.
مګنیتسکي غوښتل چې په هرمیټیچ شرکت لګول شوي تورونو نه دفاع وکړي، خو بلاخره  روسي چارواکو د هرمیټیچ شرکت   سهم لرونکی او بنیاد ایښودونکی (بل براوډر) د هیواد څخه بهر ته په تګ مجبور کړو، او میګني ټسکي یي هم د چل ول او  پټونو  په تور کې ونیولو.  میګني ټسکي بغیر له کومې دوسیې لرلو ۱۱ میاشتې په قید کې بند و  او په دې دوران کې د ناروغۍ له کبله مړ شو.
 د مګنيتسکي مړینې په اړه د روسيې چارواکو  هیڅ ډول څیړنې پیل نه کړې، او نه د روسيې ولس د هغې د مړینې په اړه څه مالومات ترلاسه کړل.
 له دې خبر  نه وروسته د  امریکې  پارلمان  د( میګني ټسکي) په نوم یو قانون تصویب کړو چې له مخي یې هغه ټول روسي چارواکي، چې د میګني ټسکي خلاف په  دوسیه کې شامل وو او  د(Human Rights) مسودې له قانون یې سرغړونه کړې وه د امریکې ویزو اخستلو بندیز پرې ولګول شو.
 اوس راځو د روسيې د پارلمان نه د امریکې خلاف تصویب شوې ( دمیټري یا کولوف ) طرف ته.
 دمیتري د ۲ کالو یتیم ماشوم و ، د شوروي اتحاد له پاشل کیدو نه وروسته په زرګونو ماشومان  یتیم شول . د یتیمان شوي ماشومانو ځینې کورینو غړو نه شول کولی چې د دوی  پالنه وکړي ،نو دوی  د خپلې کورنیو یتیمان  شوي ماشومان د  بهرنیو هیوادونو پر خلکو خرڅول، خو دې کې ځینې داسې کورنۍ هم وې، چې د دې جوګه وې، چې د خپلو کورنیو یتیمان شوي ماشومان روزنه وکړي، په داسي کورنیو کې (دمیټري) هم و چې  کورنۍ یې دې ته تیاره وه، چې د (دمیټري) پالنه وکړي.
 د (دمیتري)  یتیم  روسي ماشوم پالنه مایلز هیرسن نومي  امریکایي په غاړه واخسته، یوه ورځ دې امریکایي  دغه ماشوم په موټر کې پرېښودلو  او د څه کار لپاره ووتلو، ۹ ساعته وروسته، د  یوه سړي نظر د هیرسن موټر ته شو چې دمیټري پکې مړ پروت و د مسلسل لمر له کبله د هغې بدن  (سن سټروک) شوی و چې د ماشوم د مرګ سبب شو.   کله چې دا خبر روسیې ته راورسیدو نو د روسیې خلکو په غوسه شول،  او  د امریکې دولت نه یې غوښته وکړه چې د پیښې په هکله دې څیړنې وکړي، خو   د امریکې محکمې صرف په دې بنیاد هرسن  او د هغې میرمن  معاف کړل، چې هغوې په محکمه کې د ماشوم په مرګ ژړیدلي وو.
 نو په ځواب کې  اوس د روسيې پارلمان   د امریکې خلاف  داسې یو قانون تصویب کړو چې  چا يې فکر هم نه شو کولی، د (یاکولوف)  قانون له مخې اوس امریکایان نشي کولی چې د روسي ماشومانو پالنه پر غاړه واخلي.او هغه ټول روسي  سیاسي  تنظیمونه  او موسسې، چې د امریکې نه  مالي مرسته ترلاسه کولې غیر قانوني وګرځول شولې.
 له دې نه علاوه  د روسيې له چارواکو لخوا هغه ټولي موسسي چې  د( یو، ایس، ایډ) نه  مالي کمک به یي ترلاسه کولو ورته هدایت وشو چې خپلو موسیسو نوم لیکنه دي د (خارجي جاسوسانو ) په لست کې ورکړي.
 په دې هکله ده ولادیمیر پوتین دریځ  ډیر سخت و. هغه  وویل ، چې په روسیه کې اوس هم داسې موسسې شته، چې د نورو هیوادونو نه مالي مرستې ترلاسه کوي او په روسیه کې د هغوي د ګټو لپاره کار کوي.
 پوتین دا هم وویل چې هغه  موسسې چې  په روسیه کې د امریکې کټو لپاره کار کوي د روس په سیاست کې د مداخلې کوشش کوي او زما په نظر د امریکې دا عمل شرمناک او متکبرانه دی.
 پوتین وایي چې د روسیې ولس باید  دې قانون باره کې  مثبت سوچ  ولري، په نړۍ کې نور هم داسۍ غریب هیوادونه شته چې  زیاته کچه ماشومان یې یتیمان دي خو دوې داسې کوشش نه کوي چې خپل ماشومان په نورو هیوادونو  خرڅ کړي،  ځکه چې وروسته دغه ماشومان د جاسوسۍ لپاره کارول کیږي،نو موږ ولې داسې وکړو ؟ ځکه که موږ چیرې خپل ماشومان نورو هیوادونو ته ولیږو نو  زموږ په ټولنه به څه تاثیر ولري ؟  او دې سره به زموږ  د خپل  ولس راتلونکې نسل هم  تباه شي.نو اوس موږ باید خپل نسل وژغورو.
 اوس د روسيې دولتي چارواکو  د دې خبرې پلټنې پیل کړي دي، چې د (دمیټري یا کولوف) کورنیو غړي دې ته حاضرو، چې د (دمیټري کولوف) پالنه وکړي نو هغه څه عوامل  و، چې دا ماشوم د  امریکې تابعیت لرونکي باندې خرڅ کړل شو.
 په  یو هیواد  کې  د جاسوسۍ لپاره لار پیداکولو لپاره تر ټولو نه آسانه طریقه مالي مرستې دي، ځکه ځینې هیوادونه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره  د مالي کمک لارې په نظر کې نیسي .
 په نړیواله کچه اوس روسيې ته دا ضرور ده، چې د امریکې په مقابل کې پر خپله پخوانۍ  تګلاره یو ځل  بیا له سره کتنه وکړي، چې دې سره به په نړیواله سطح د ځواک توازن هم برقرار پاتې شي او هغه هیوادونه چې د امریکې د فشار لاندې دي ، د خپل هیوادونو اینده په هکله به فکر هم  وکړي.
 نو اوس انتظار وباسو چې آیا روس د دې هڅه کوي، چې په  راتلونکې کې په سیمه کې د امریکې ګتو ته ګواښ به  جوړ شي او کنه ؟