
د اسامه بن لادن زوم سلیمان ابوغیث، چې القاعدې شبکي سره د اړیکي لرلو او په
انټرنیټ د امریکې خلاف تبلیغاتو باندې تورن دې، پرون په نیویارک کې یوې محکمې ته
وړاندې شو.
د خبري رسنیو د
رېپوټونو له مخې کله چې محکمه پیل شوه، نو سلیمان د ټولو هغه تورونو نه چې
دی پرې تورن دی، انکار وکړو.
د
ابوغیث مدافع وکیل د امریکې دولت لخوا ټول تورونه رد کړل او وویل چې سلیمان بي
ګناه دی.