
د
پاکستان په پنحاب ایالت کې د بادامي باغ په سیمه (جوزف کالوني) کې هغه مهال د
عیسایانو کورونه، دوکانونه موټرونه او عبادت خانې سوځول شوي ،کله چې یو عیسوي پرتوهین باندې تورن شو.
ویل کیږي چې شاوخوا لس زرو کسانو په یوه لاریون کې ګډون درلود، چې د
عیسویانو د ودانیو په لور یې حرکت وکړو؛ لاریون کوونکی پولیسو سره هم په اخ و ډب کې ښکېل شول او پولیسو ته یې هم زیان
رسیدلی. وروسته د پنجاب ایالت دولتي چارواکو د پیښې ځای ته علماء راوغوښتل تر
څو لاریون کوونکو ته قناعت ورکړي، چې مجرم ته به د قانون اصولو سره سمه سزا ورکړل
شي.
د پنجاب ایالت د قانون وزیر د پیښې پخلی کړی دی او د پاکستان جمهور رييس او لومړي وزیر د پنجاب ایالت دولتي چارواکونه
د پیښې په هکله عاجل راپور غوښتی دی.