ولې افغانان په قاچاقي لارو غربي هېوادونو ته ځي؟

  صادق ترابزی
په هېواد کې لسیزې جنګ جګړې بې کاري او په هېواد کې نورې ناخوالې افغانان ديته مجبوروي چې په مرګوني لارو غربي هېوادونو ته ولاړ شي.
له اوسني حالاتو ليدل کېږي چې ګڼ شمېر افغانان غواړی غربي هېوادونو ته ولاړ شي، خو هغه پيسې چې د انسانانو قاچاقبر یې ترې غواړي له وسې يې وتلې وي.
يو تن زینت خان چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی او اوس په ډنمارک کې دی په همدغه قاچاقي لار باندې ناروې هېواد ته رسېدلی دی، نوموړی قیصه کوي ( که چرته څوک په ايران، ترکيه، یونان او فرانسه کې هغه افغانان وګوري چې غواړي نورو هېوادونو ته ولړ شي نو سړی فکر کوي چې ټول افغانان له افغانستان راوتلي دي، دی وايي هغه قیصې چې پر افغانانو باندې په قاچاقي لارو کې تېريږي زړه بوږنوونکي دي).
زينت خان
زینت خان هم د غربي هېوادونو صفت اورېدلی وو او اوس پښېمانه دی، دی وايي هغه څه چې خلک یې قیصې کوي په هغه ډول نه دي هلته چې ولاړ شي افغانان په يو بل حالت کې ژوند کوي، نوموړی وايي هلته هر څه شته د ژوند هز قسم امکانات خو د همغه ځای د اوسېدونکو لپاره نه د افغانانو لپاره.
د وفی الله په نوم يو بل تن چې په قاچاقي لارو یې غوښتل جرمني ته ولاړ شي د یونان په سمندر کې پرې بېړی چپه شوې وه.
نوموړی خپله قیصه داسې کوي( مونږ چې کله په ترکيه کې وو له څو شپو ځنډ وروسته راته قاچاقبرو وويل چې د سمندر ها غاړه کومه رڼا چې  درته ښکاري همدا ستاسې هدف دی او دلته به ځان رسوئ، دی وايي د سهار په ۳ بجو مو په ټوپې کشتۍ کې حرکت وکړ، کله چې د سمندر نيمايي ته ورسيدو نو د ګزمې کشتی مو مخ ته تېره شوه چې چپو یې ډیر کسان سمندر ته ګوذار کړل او کله چې د سمندر غاړې ته ورسيدو، نو ومو ليدل چې بیرته په ترکيه کې يو).
وفي الله
خو د دې سختو تنګو سره سره بیا هم زمونږ افغانان زړه ښه کوي او د هېواد له ناخوالو دومره په تنګ راغلي چې خپل مرګ ته هم تيار دي، څو ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې تېره اوونۍ ۲۱ افغان مهاجر د يونان ساحل ته نژدې هغه مهال مړه شوي چې بېړۍ يې په اوبو کې ډوبه شوه.د دوي بېړۍ، چې له ترکيې څخه يې د يونان په لور حرکت کړي و د دسمبر په ديارلسمه د توپاني هوا له کبله د سمندر څپو ډوبه کړه.
د افغانانو قاچاق هغه وخت بنديدای شي چې په هېواد دننه خلکو ته د کار او ژوند زمينه برابره شي او د دې په خوا کې په افغانستان کې امنیت راشي اوعدالت تامين شي.