
زموږ په لر اوبر پښتني خاوره
قابو له یوې نیمې پیړۍ څخه رادېخوا داسی پیچلې لوبه روانه ده چې پښتون قام دې لوبه
کی بغیر دوینو دسیلاب څخه نورڅه نه ویني
او دلوبې اصلي تنظیم کوونکي دتورې پردې شاته دپښتون ملت دوژنې سناریو ګانې
ترتیبوي او د دې سناریو عملي کولو دپاره ساده او غریب پښتانه ګماري. په دې تیر یاد
وخت کې شمله ور پښتانه دهمدې لوبې ښکارشوي دي اونن هم دتیر په شان تور مخی دښمن
دتورې پردې شاته داسلام تر عنوان لاندې پښتانه پچیان دخپلو ناولو موخو تر لاسه
کولو په خاطر دتشدد(بنسټ پالنې) په نظریه روزي او په پایله کې نن غولیدلی پښتون ځوان
دخپل بی ګناه پښتون مرۍ دتور مخو په جوړه شوې چاړه باندې پرې کوي او پښتني خاوره
دپښتنو په وینو لمبوي. اوس سوال دا پیدا کیږي چې ایا پښتانه پيدایښتي (نژادي)تشدد
کوونکي(بنسټ پاله)دي؟ زما دنطره پښتانه نژاداً سوله خوښوونکي خلک دي او تشدد او
بنسټ پالنه د دوی په خاوره دهغه ورځې نه تپل شوې چی د دې پښتون اولس په لاس دشیطان
صفته استعمار لمر نه ډو بیدونکی امپراتوري دړی وړې شوه، زمونږ ماتی خوړلي دښمن دغچ
اخستلو په موخه دلوی افغانستان په سینه دبیلتون کرښه راښکله او ستر پښتون قام یی
دوه ټو ټې کړ او بیا هغوی او دهغوی ځای ناستو
دپښتون قام د بیا یوالي څخه دمخنیوي په خاطر په لوی لاس پښتانه ملت پا لنې څخه
دبنسټ پالنې (تشدد) خواته سوق کړل. دوی په خپلو مالي امکاناتوسره داسلام عنوان
لاندی پښتانه ځوانان ژورې ستراتیژۍ ته درسیدو په موخه دپنجاب دګټو ښکار کړل اونن
ورځ هم ددوی بنسټ پالنې دپروژې له امله دلر او بر پښتون قوم مشران،عا لمان،پوهان،سیاستوال
او ما شومان په سر و وینو کی لمبیږي . له بده مرغه ددی لوبې دزیاتې ژور تیا له
امله دپښتون اولس مذهبي او سیاسي مشران دلوبې هر څه د پر دې مخې ته ګوري او سوچ نه
کوي چی دتورې پردې شاته پټ تور لاسونه دپښتون اولس مرۍ پرې کوي، هغه که دیاسرمرۍ
ده او که د بیلور مرۍ ده. دې تور مخو دشیطاني جالې جوړیدوڅخه تر اوسه دلر او بر
افغان ګډ کور وران کړی او لا یې ورانوي. دوی دیو څو کاغذي ډالرو مقابل کې داسلام
دپيغمبر وارثان، پښتانه، شمله ور مشران اوپوهان په سرو وپلورل او تر ټولو بده خو
دا چې دنورو پښتون دوښمنه قوتونو سره په ګډه
یې خپل تور مخ نړیوالو ته سپین او دپښتنو سپین مخ یې تور وښود او دپښتون
قام دمزاج خلاف یې هغوی نړۍ ته تشدد کوونکي ( بنسټ پاله)معرفي کړل او له بده مرغه
نړیوال هم د دوی په ببولالو خطا شول اونن یې د بنسټ پالنې روزونکو په ځای دپښتنو
په کلو کې د جنګ داور لمبې بلې کړې دي . نن دمسلې حل دا دی چې لر او بر افغان
مشران په ګډه دملي یوالي او لوی افغانستان احیاّ په خاطر دتشدد خلاف اواز اوچت کړي او دسوله خوښوونکو نړیوالو
قوتونو په ملتیا دې دپښتنو په سپیڅلو وینو سره شوي تور لاسونه دتورې پردې شاته پرې کړي او د تل دپاره دې پښتانه
دتور مخو دشر څخه خلاص کړي
په درنښت