
ږيره پرېښودل پېغمبري سنت دي او د ږيري په پرېښودو په اسلام کې ډیر ټينګار شوی دی.
خو که اوس وخت ته راشو، ګڼ خلک دي ږيري یې پرېښې خرېلي دي او کم داسې خلک دي چې ږيره پر مخ لري.
هغه چې ږيره په مخ لري اخروي ثواب یې هم شوی دی او د وسله والو طالبانو هم په امان دی خو د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو ته مشکوک وي او هغه چا چې ږيره خرېلې ده هغه د اخروي ثواب څخه محروم دي او د بهرنيو ځواکونو او افغان ځواکونو مخ ته مخ ته ګرځي، هغوی یې مشکوک نه بولي، خو د وسله والو طالبانو څخه پټ ګرځي او چې په ګوتو ورشي نو هیڅ هم نه وي تهديدوي يې.
دا قيصې د نورو سیمو تر څنګ زمونږ په سیمه (بټي کوټ، باريکاب) کې روانې دي او هغه وخت عملي ثابته شوه چې هره ورځ به وسله والو ږير خرېلې د پښو لاندې اچولي وو، اونۍ وړاندې افغان امنيتي ځواکونو زمونږ په سیمه کې عملیات وکړل، د هغه کسانو چې ږيري یې سوچه وې نيول، يا به یې د وسله وال نوم ورکاوه یا د به په مشکوک ډول نیول کېده.
د افغان امنيتي ځواکونو په دغه درې ورځنې عملیاتو کې شا خوا ۵۳ تنه د وسله والو په تور او مشکوک کسان ونيول شو چې ګڼو یې ږيري درلودې په دې کې دينې علما هم وو چې له مدرسو او جوماتونو څخه یې وړي وو.
هغه وسله وال طالبان او د وسله والو طالبانو په نوم نور ورانکاري ټول د عملیاتو پر وخت له سيمې پښې سپکوي وسله ځای پر ځای کوي او ځان ګوښه کوي، خو بیا يې هم ولس قرباني دی.
او وسله وال چې څوک ځوروي هغه هم ولس دی، له هغې خوا هم ولس قرباني کېږي.
په دغه ۵۳ تنو کې يو هم هغه کس دی چې ۱۷ کاله عمر لري ښايسته ږيره لري خو د ماشوم سره د خبرو کولو جرءت نه لري او د پېشو د ميو څخه ويريږي، دغه کس به ډیر کله د وسله والو طالبانو په لېدو هم سیمه پرېښوده او هم به یې د امنيتي او بهرنيو ځواکونو په لېدو له سېمې تېښته کوله، هغه پدې خاطر چې نوموړی ډیر ډارېده. خو اوس د ملي امنيت په (نود) رياست کې تر تحقيق لاندې دی
پوهېږئ! د نوموړي پلار داسې تصميم نيولی دی که ځوی یې يې راخوشې شي نو لومړی به پرې ږيره کلوي ځکه چې دغه سوچه ږيري دی ډير سرګردانه کړ.
نو اوس قضاوت تاسې وکړئ ږيره پريږدو، که ږيره وخريو؟ ملامت څوک دی؟ خلک څه وکړي؟
صادق ترابزی