فيصله کميسيون مؤظف در ولايت بلخ

 
څوارلسمه برخه
فيصله کميسيون مؤظف در ولايت بلخ
شهر باستاني مزار شريف ۱۳۸۲/۸/۴
بمنظور تطبيق فيصله شورا امنيت ملي ومجلس کابينه اصلاحات لازم در پنج ولايات شمال در شهر مزار شريف مورخ ۴ عقرب ۱۳۸۲ فيصله ذيل بعمل آمد.
۱-به اساس منظوری مقام رياست دولت انتقالی اسلامې افغانستان محترم بريد جنرال محمد اکرم خاکريزوال بحيث قوماندان امنيه ولايت بلخ
۲-محترم بريد جنرال عبدالرزاق بحيث آمر امنيت ولايت بلخ
۳-الی تعين اشخاص مؤظف ذوات آتی بحيث سر پرست دربست ذيل تعين گردیدند.
-محترم انجينر حبيب الله رئيس پوهنتون بلخ بحيث سر پرست والي بلخ باحفظ پست قبلي
- محترم محمد ظاهر وحدت بحيث سرپرست معاون ولايت بلخ
ـ محترم محمد يونس مقيم بحيث سرپرست شاروال بلخ
ـ به اساس فيصله وتصميم وزارت امور خارجه نماینده وزارت امور خارجه در شهرمزار شريف تبديل و شخص مسؤل متعاقباً معرفی ميگردد.
ـ به اساس تصميم رياست عمومي امنيت ملي محترم جنرال عبدالخليل عامل به صفت رئيس امنيت ملی فارياب تعين وتقرر حاصل نموده است.
ـ همچنان تغېرات مشابه درساېر ولايت بعدا عملی ميگردد وشخصيت های که از وظايف سبکدوش گرديده اند درظرف وقت کم مقرر میگردد.
۴-قوماندان امنيه ولايت بلخ به همکاری هيئت های رهبری قول اردوهای ۷ و ۸ ومقام ولايت بلخ درهماهنگی باقطعه اعزامی پوليس مرکز در اخراج پوسته های داخل شهر ومحدوديت اسلحه درشهر طبق فيصله کميسيون امنيتي مزار شريف وجا بجا نمودن پر سونل در عوض قرارگاه های اخراج شده از شهراقدامات مقتضی بعمل مې آورند.
۵-وزارت محترم دفاع ملی به همکاری مقامات محلی PRT و دفتر يوناما سلاح و مهمات اسلحه ثقيله (ماشيندار 14 mmوبالا تر ازآن ـ هاوان 82mm وبالاتر از آن، تمام راکت انداز ها، تمام وسايط توپچی به شمول توپچی راکتی تانک، ماشين محاربوی پياده وزره پوش در تمام بلخ، ولايات شمالی که قطعات نظامې موجود ميباشد تثبيت و شرايط را برای جمع آوری آن مساعد نموده وتمام اين سلاح ها توسط وزارت محترم دفاع ملی الی آخر عقرب سال ۱۳۸۲ جمع آوری وتحت نظارت PRT قرار داده ميشود.
اشخاص آتی فیصله مذکور را امضاً نمودند:
الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم
مشاورخاص رياست ۱۰۱۰ در امور امنيتي ونظامې
سردار سعيدي رئيس زون شمال حزب وحدت اسلامې افغانستان
الحاج اسحاق رهگذر والی بلخ
دگر جنرال بسم الله خان لوی درستيز
علی احمد جلالي رئيس کميسيون مؤظف و وزېر امور داخله کشور
(پورتنی سند د دوی امضاء ګانو سره ددې کتاب په اخره کې ضميمه دی.)

پاکستان ته دکورنيوچارو د وزير رسمي سفر
۲۰۰۳م کال دجولای د مياشت ۲۳ـ ۲۴مې نېټې پورې
د پاکستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل سيدصالح حيات د افغانستان د کورنيو چارو وزېر علی احمد جلالي ته څو ځله بلنه ورکړې وه چې داړيکو دښه والي او ګډې همکاری لپاره پاکستان ته سفر وکړي. هماغه و چې دکورنيو چارو وزېر د يو لوړپوړي هيئت په مشرۍ دجولای په ۲۳ مه نيټه پاکستان ته رسمي سفر وکړ چې په دغه سفر کې د کورنيو چارو د وزارت امنيتي مرستيال ډګرجنرال هلال الدين هلال، دکورنيو چارو د وزارت د تروريزم سره دمبارزې پر ضد رئيس تورن جنرال عبدالجميل جنبش، د کورنيو چارو دوزارت د استخباراتو رئيس جنرال نعمت الله جليلي، په پاکستان کې دافغانستان سفېر ننګيالی طرزی او ما د کورنيو چارو د وزېر د سترسلاکار په توګه ګډون درلود.
زموږ الوتکه دسهار په نهه بجو او شلو دقیقو داسلام اباد په هوايې ډګر کې کښته شوله چې د پاکستان د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل صالح حيات دنورو لوړ پوړو چارواکو سره په هوايې ډګر کې هرکلي ته ولاړ وو. دروغبړ نه وروسته ښاغلي فيصل صالح حيات وويلې چې لومړی به زموږلپاره هغه استوګن ځای ته چې د اسلام اباد په Marriott هوټل کې تیارکړی دی لاړ شواو هلته به له لږې دمې نه وروسته په يولسو بجو او دېرش دقيقو د پاکستان له صدراعظم مېر ظفرالله خان جمالی سره مولیدنه تر تيب کړې ده.
په هوتل کې دلږ دمې نه وروسته کله چې موږ د پاکستان د صدر اعظم دفتر ايوان صدر ته لاړونو ښاغلی جمالي يو څو دقيقې ناوخته راغی، موږ چې دپاکستان د پلاوي سره په غيررسمی خبرواترو بوخت وو، د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت سکرترجنرال له جلالي صيب څخه دګوريلایي جنګونو په اړه پوښتنه وکړه او ويې ويلې چې ستاسې بیوګرافي مې په انټرنيټ کې لوستلې او ډېر کتابونه مو لیکلي دي.
کله چې جلالي صيب د خوشال خان خټک د دورنه راپدې خوا دګوريلایي جنګونو په اړه معلومات ورکړل نو د کورنيو چارو د وزارت سکرترجنرال سره نورې پوښتنې نه وې، نورې خورې ورې پوښتنې يې پيل کړې،بيا يې پوښتنه وکړه چې ایا د دري الفبا د عربي ژبې په شان ده او که څنګه؟ داچې د اردو ژبې ډېره برخه دري ده نو نوموړي بايد داسې پوښتنه نه وی مطرحه کړې خو دې د جلالي صيب د خبرو تر تاثېر لاندې راغلی وه.
دپاکستان د صدارت ماڼۍ مخکې ما له داخل څخه نه وه ليدلې، کله به چې د هجرت پر مهال اسلام اباد ته تللو نو له بهره مودغه ماڼۍ (ايوان صدر )ليدله چې د سترې محکمې تر څنګ په يوه ليکه پرته وه. له بهر هم ډېره ښکلې معلوميده خو دننه هم ډېره زياته ښايسته وه، په دغه کتنه کې له جلالي صيب سره یوازې امنيتي معين هلال الدين هلال،په پاکستان کې د افغانستان سفېر ننګيالی طرزي اوزه ملګري وواودزمونږ دپلاوې نور ملګري په هوټل کې پاتې شول.
کله چې صدراعظم مېر ظفر الله خان جمالي راغي نو لومړی يې وويل پاکستان ته ښه راغلاست جلالي صيب ورته وویلې چې ډېره ښه ده چې بيا دې وينم، ستاسې د ميلمه پالنې او داچې وخت مو راکړ چې درسره وګورو هم مننه کوم، (دا بايد ووايم چې دا خبرې ټولې په انګليسي ژبه وي).
ښاغلي جمالي وويلې چې ډېر خوشاله يم چې په لوړ موقف کې مو ګورم، له دې معلوميده چې جلالي صيب او جمالي له وړاندې سره هم پيژندل.
جلالي صيب وويلې چې زموږ د دواړو هېوادونو تر منځ روايتي دوستي د دواړو هېوادونو په ګټه ده، تاسې له افغانانو سره په تېرو پنځه ويشت کلونو کې مرستې کړي دي خو وروستۍ کومه پېښه چې په کابل کې (د پاکستان اسلامي جمهوريت پر سفارت حمله وشوه ) يو غېر متوقعه پېښه وه هيله لرم چې د دواړو هېوادونوپر اړيکو به ناوړه اغيز ونه کړي.
ښاغلي جمالي وويلې چې ګيله خلک له نږدې دوستانو څخه کوي.
جلالي صيب وويلې چې موږ بايد داپېښه تر شا پريږدو او دمسائلو دحل لارې چارې ولټوو، ځکه چې موږ د تروريزم سره په جګړه کې يو او موږ هره ورځ د مشکلاتو سره مخامخ يو که څه هم پاکستان دکرښې دې خوا خپل کوششونه کړي دي خو ډېرو هڅو ته اړتيا ده چې افغانستان ته د ترهګرو د اوښتنې مخنيوی وشي، موږ پر چا پړه نه اچو.
ښاغلي جمالي وويلې چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزېر ډاکتر عبدالله عبدالله موږ ملامتوي.
جلالي صيب وويلې چې ځينې وخت د کرښې څخه ځينې کسان افغانستان ته د ورانۍ په موخه راوړي، دغه کار سړی بدګمانه کوي خو ګډو هڅو ته اړتيا ده چې د ترورريزم مخنيوی وکړو، پاکستان هم د قومي او مذهبي کشمکشونو څخه متضرره کيږي خو يوازې ګډې هڅې کولای شي چې د دا ډول پيښو مخنيوی وکړي.
جلالي صيب وويلې چې موږ دپاکستان پر وړاندې هيڅکله بده اراده نه لرو او په کابل کې د پاکستان دسفارت دسوځيدو دپيښې په اړه بښنه غواړو او د دې قضيې په اړه مو شپږ کسه هم نيولي دی.
ښاغلي جمالي وويل چې ډېره زياته مننه، موږ بايد په وضاحت او صداقت سره خبرې وکړو، پخوا که دپاکستان د حکومت موقف هر څه و، په هغې نه غږيږو خو د يولسم سپټمبر د پيښې وروسته دپاکستان حکومت د متحدينو دقوتونو او د حامد کرزي د حکومت نه ملاتړ کړی دی او د تروريزم په مقابل کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت دی ، دپاکستان په تاريخ کې د ا لومړی ځل دی چې موږ دومره قواؤې قبايلي سيمو کې ځای پر ځای کړي دي. مګر بد بختانه بیا هم موږ ملامتيږو، موږ غواړو د دواړو غاړو ترمنځ روابط ښه شي، اوس جمال په پاکستان او جلال په افغانستان کې دی . موږ ستاسې دتحقيقاتو ( دسفارت په هکله ) هرکلی کوو، خو متاسفانه چې هم هلته او هم دلته داسې کړۍ شته چې نه غواړي د داوړو هېوادونو ترمنځ دوستي تقويه شي چې دا د تروريزم څخه بدتره خبره ده، زموږ نيت همدا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه راوبط وي اونور هم ښه شي او ټول افغانان وکړای شي چې خپل وطن ته ستانه شي. افغان مشر ښاغلي حامد کرزي له موږ غوښتي چې مهاجر افغانان بايد تر يو وخته په پاکستان کې پاتې شي چې موږ ورسره دا خبره منلې ده.
موږ غواړو مرسته وکړو او په افغانستان کې بهتري وګورو خو د مهاجرو ساتل يو خطر او يو قمار دی. افغانستان يواځنی هېواد دی چې دخارجيانو اشغال نه مني او دا په ځای وخت دی چې موږ بايد مرسته وکړو، مخکې له دې چې موږ مسائل د مطبوعاتو له لارې مطرح کړو ښه به دا وي چې د ديپلوماسۍ له لارې مسائل حل کړو، که مسائل د مطبوعاتو له لارې مطرح کيږي نوموږ هم مجبور يو چې د مطبوعاتو له لارې وغږيږو ځکه چې موږ دلته پارلمان لرو او په پارلمان کې زموږ دحکومت مخالفين ډېر قوي دي او له ما نه هميشه د افغانستان په هکله پوښتنه کوي.
جلالي صيب په ځواب کې وويل: ډېره زياته مننه زه تاسره موافق يم خو موږ هم دفشار لاندې يو. دګوشتې، باجوړ، چمن او وزېرستان له لارې ترورئيستان افغانستان ته داخليږي، افغانان هم له موږ توقع لري چې يو څه بايد وکړو، جمال ښه نوم دی او دا توقع بايد له يو بله ولرو وايې چې وروري به کوو حساب ترمنځه، يو بل ته به ارزښت ورکوو، دا د افغانستان لپاره خردمندانه نه ده چې له پاکستان سره خراب روابط ولري.
زه ستاسې انګېرنې پرځای ګڼم چې زموږ ترمنځ د روابطو دنه ښه کولو موانع بايد له منځه يوسو.
ښاغلي جمالي وويل: زما دهېواد اوافغانستان ګټې سره نغښتې دي خوپه افغانستان کې د نورو هېوادونو لکه دهند دنفوذ پراختيا چې موږ ګورو زموږ د انديښنې سبب ګرځي، افغانستان د مرکزي او جنوبي اسيا ترمنځ يو مهم هېواد دی، دتيلو پايپ لاين او تجارتي کرښې د افغانستان نه تېريږي، په کندهار کې زه د هندوستان دفعاليتونو نه راضي نه يم، همدارنګه په هرات یا زاهدان کې هم د دوی فعاليتونه د انديښنې وړ دي، موږ (افغانستان او پاکستان ) د ویني ورونه یو.
جلالي صيب وويل چې موږ په افغانستان کې هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوو چې دپاکستان پرضد فعاليت وکړي او دا زموږ په ګټه هم نه ده، هند دافغانستان سره روايتي دوستي لري او دا بايد د دې باعث نه شي چې زموږ روابط خراب کړي.
په اخره کې د پاکستان صدراعظم مېر ظفر الله جمالي د جلالي صيب نه وغوښتل چې د ده سلامونه ښاغلي کرزي ته ورسوي. دپاکستان صدر اعظم سره ليدنه ډېره مختصره وه او صرف تعارفي بڼه يې درلوده.
د دې نه وروسته زموږ پلاوی د پاکستان دکورنيو چارو وزارت ته دنورو خبرو لپاره لاړو، لومړی د افغانستان د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر فیصل سید صالح حیات د پنځوسو دقیقو لپاره دوه په دوه سره وکتل او وروسته د دواړو هېوادونو پلاوي شریکه غونډه درلوده.
په دې غونډه کې لومړي دپاکستان د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل صالح حيات، جلالي صيب او ورسره راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه او ويې ويل چې د ښاغلي کرزي له سفر وروسته ستاسې سفر ډېر مهم دی چې په ډېرو مسائلوبه سره خبرې وکړو، هغه مسائل چې زموږ د دواړو هېوادنو پر اړيکو تاثېر لري .نوموړي زياته کړه چې موږ له افغانانو سره تاريخي روابط لرو، موږ تل دافغانانو ترڅنګ د ټولو چلنجونو تر څنګ دريدلي يو او په راتلونکي کې به هم ستاسې ترڅنګ ولاړ يو.
په دې وخت کې په پاکستان کې هوا ډېره ګرمه وه، نو ښاغلي فيصل حيات وويل د موقع نه په استفاده غواړم چې دهوا دګرم والي په هکله معذرت وغواړم، ده زياته کړه چې زه اميد لرم چې زموږ خبرې به ګټورې او سازنده وي او مسائلوته بايد د حل لارې پيدا کړو، له دې وروسته يې خپل ورسره پلاوی افغاني پلاوی ته ور وپيژنده.
جلالي صيب د پاکستان د کورنيو چارو وزېر د صميمانه خبرو څخه مننه وکړه او په خپل نوبت يې ورته افغان پلاوی وروپيژنده او وروسته يې وويل: داډېره ښه موقع ده چې نن سهار مو د پاکستان صدراعظم سره وکتل، زموږ روابط يوازې دګاوڼديتوب په بنياد نه دي بلکې داوړه هېوادونه ديوشان ګواښونو سره مخامخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې همکارۍ ته ضرورت دی ، زموږ چلنجونه نهايت زيات دي چې خپلې ادارې له سره جوړې کړو، نو دپاکستان په ګډون نړيوالې مرستې ته اړتيا لرو، موږ دتروريزم پر وړاندې ګډې مبارزې ته ضرورت لرو چې په خپلو هېوادونو کې امن راولو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل حيات وويل: پاکستان ستاسې خپل کور دی، موږ د تروريزم پر وړاندې مبارزې ته ژمن يو او دا د دواړو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه هم ده، موږ غواړو دتروريزم د ټولو ډولونو پر ضد مبارزه وکړو، جنرال مشرف په دې هکله خپله قوي اراده ښودلې ده. موږ د ټولو هغه ګوندونو او ادارو فعاليتونه بند کړي چې قومي او مذهبي تبعيضاتو ته لمن وهي .په پاکستان کې هم داسې عناصر شته چې زموږ امنيت تهديدوی او موږ باید د دوی پر ضد جدي اقدام وکړو که دا فعاليتونه زموږ د سرحد شرقي لوري ته وي او يا هم غربي لوري ته، موږ دکابل قرارداد( د ډيورڼډ کرښې معاهدي) (۱۸) له مخې اړيو چې په داوړو اړخونو کې امنيت تامين کړو، موږ به د افغانستان د ترقۍ سره مرسته کوو او دازموږ په فکر کې ده خو بعضې وخت ځينې خنډونه رامنځ ته کيږي او موږ غواړو چې هغه خنډونه له منځه يوسو، موږ په کُلي توګه دټولو سرحدونو نه هغه خوا مداخلې په خاصه توګه په افغانستان کې په کلکه ردوو، موږ ارزو لرو چې ښاغلی حامد کرزی او دهغه حکومت موږ سره دوستي ولري او موږ د افغانستان ازادي او سوکالي غواړو، موږ دافغانستان د بيارغونې لپاره زياتې پيسې تخصيص کړي خو د امنيتي وجهې له امله لا تر اوسه دغه کمکونه مصرف شوي نه دي.که څه هم پاکستان په خپله محدود امکانات لري خو بيا يې هم له افغانستان سره د سل ميلونو ډالرو د مرستې وعده کړې ده،موږ د افغان پوليسو د روزنې لپاره هم يو څه پيسې جدا کړي دي (۱۹) موږ به د پاکستان دپوليسو د اکاډمۍ نه کتنه هم وکړو او د پوليسو د روزنې په اړه به لومړني معلومات تاسې ته درکړو، خلاصه دا چې امنيت د دواړو ملکونو لپاره فوق العاده اهميت لري ،په سرحد کې مشکلات بايد د تفاهم له لارې حل شي. موږ دې ته حاضر يوچې دمهاجرينو په بېرته ستنيدنه او دپوليسو په روزنه کې تاسې سره مرستې وکړو، دافغان مهاجرو په هکله د ملګرو ملتونو دفترUNHCR او زموږ د ارقامو ترمنځ اختلاف شته، افغان مهاجرينو تعداد په پاکستان کې تر دوه مېلیونو پورې اټکل کيدای شي شايد چې غېر رسمي ارقام له دې هم اوچت وي، په سرحد کې موږ د مخدره موادو د قاچاق په اړه انديښنه لرو، دواړه ملکونه بايد دملګروملتونو په مرسته د دې مخنيوی وکړي ځکه چې دمخدره موادو قاچاق پر پاکستان ډېره منفي اغيزه کوي، همدارنګه موږ بايد پاکستان ته د غېر قانوني اجناسو د قاچاق په هکله هم خبرې وکړو همداشان هغه افغان بنديان چې په پاکستان کې بنديان دي موږ به هڅه وکړو دهغوی دبند دمودې تر پشپړيدو پورې لازم سهولتونه برابر کړو او د دې ترڅنګ هغه پاکستاني بنديان چې په افغانستان کې بنديان دې دهغوی د راخوشې کولو هڅې هم بايد وشي، په دې هکله بايد ګډ کار وشي او ګډې همکارۍ ته ضرورت دی.
زموږ پاليسي دا ده چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړو او هرهغه څه چې زموږ دګډو همکاريو مانع ګرځي هغه بايد له منځه يوسو، ستاسې د مؤفقيت په هېله.
له دې وروسته جلالي صيب خبرې وکړې او ويې ويل: زه ستاسې پر خبرو ډېر خوشاله شوم چې تاسې وويل چې پاکستان به د ټولو هغو ګروپونو او ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې د افغانستان پر ضد فعاليتونه کوي او دا کار به ډېر ژر تغېرات رامنځ ته کړي، زه عقيده لرم چې پاکستان به په دې کار کې جدي وي، زه د خپل اړخه د همکارۍ وعده کوم. موږ دخپلو ادارو او خاصتاً د سرحدي پوليسو په جوړولو او ريفورم باندې کار کوو، همدارنګه مامعلومات ترلاسه کړل چې تاسې هم په خپلو ادارو کې په ريفورم کارکوئ ښه به داوي چې له يو بله زده کړه وکړو. موږ غواړو په راتلونکو څو مياشتو کې دپوليسو روزنه چټکه کړو. موږ د پېښو د بررسۍ او د شواهدو راټولولو په ساحه کې خاصتاً د نوې ټيکنالوژۍ په ساحه کې زيات کومک ته ضرورت لرو، موږ به ستاسې د دې پشنهاد چې غواړئ دپوليسو په برخه کې مرسته کوئ غور وکړو.
افغانان په پاکستان کې شته او دپاکستان خلکو او حکومت ورسره هر راز مرستې کړي دي، تېر کال يو ميليون افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي او اميد دی چې دغه لړۍ لاپسې وغځيږي. په دې کې هيڅ شک نه شته چې افغانان اوس دپاکستان له خلکو سره ډول ډول اړيکي لري دوی به تګ راتګ لري نو اميد دی چې دپاکستان حکومت په دې برخه کې همکاري وکړي، په ځانګړې توګه اسلام اباد ته څېرمه د کچه ابادۍ په کمپ کې بايد افغان مهاجرينو سره له حوصلې کار واخستل شي. زموږ اطلاعات دا وايې چې پاکستان حکومت نږدې پنځه سوه افغانان یوازې په اسلام آبادکې په دې پلمه نيولي چې کارت نه لري، په بلوجستان کې هم ورته نيونې شوي چې موږ يې په اړه دقيق معلومات نه لرو، زموږ هيله ده چې د پاکستان حکومت به هغه افغانان چې په وړو جرمونو کې نيول شوي او د ( ۸ - ۹) کلونو پر بند محکوم شوي نو ددې کسانو دوسيې بايد له سره وکتل شي او هيله ده چې خوشې شي. البته هرهغه څوک چې په غټو جرمونوتورن دي دوی بايد سزا وويني.
په افغانستان کې دپاکستاني بنديانو مسئله جلا ده، (۵۴۰) تنه پاکستانيان په شبرغان او (۱۰۳) کسه په کابل کې بنديان دي، په دې مسئله کې د امريکا حکومت هم دخيل دی، موږ هڅه کوو چې دا ټول بنديان کابل ته انتقال کړواودوسي يي تکميل او ژرخوشی شي.
د مخدره موادو د کرکيله او قاچاق او بد امني په سيمه کې د اقتصادي رشد د کم والي له امله مخ په زياتيدو ده. دا منطقوي او نړيواله مسئله ده او موږ کوشش کوو چې دنړيوالې ټولنې په مرسته يې مخنيوی وکړو تر څو چې د کوکنارو پر ځای متبادله کرکيله پيدا کيږي دا به ستونزمنه وي چې دا بوټی په اسانه له منځه لاړ شي، بل لوري ته وچکالۍ هم د کوکنارو په کښت کې زياتوالی راوستی، موږ دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د مخدره موادو پرضد اداره جوړه کړې ده، د جرمني او انګلستان په مرسته په يوه همه جانبه ستراتيژۍ باندې کار کووچې په سيمه او هم په نړيواله کچه د دې مخنيوی وکړو. يو ملک په يوازې توګه له دې سره مبارزه نه شي کولای، موږ د اېران او تاجکستان سره هم په دوه اړخيزه همکاريو کار کوو چې اېران په دې برخه کې وعده کړې چې په سرحدي سيمو کې به امنيتي پوستې جوړوي، د تروريزم برخه کې ځکه ګډې همکارۍ ته اړتيا ده چې تروريزم د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او دواړه هېوادونه له دغې پديدې څخه ځوريږي او زيان ويني. زه د درې اړخيزه کميسيون (۲۰) او کارونو ته سترګې په لاره يم چې په سرحد کې به د تاوتريخوالي په کمولو کې رغنده رول ولوبوي، موږ د يو بل د خاورې نيولو ته ضرورت نه لرو،مننه.
له دې وروسته ښاغلي فيصل حيات وويل: چې موږ تيار يو چې د تروريزم مخه ونيسو ځکه موږ هم د تروريزم قرباني يو، موږ خوشاله يو چې درې اړخيزه کميسيون جوړ شوی دی اوموږ دافغانستان دخپلواکۍ اوامنيت درناوی کوو، خودامنيتي وضعيت له امله ډېر پاکستاني قرارداديان له افغانستان څخه راوتلي او ځای يې هندي کمپنيو نيولی، د کچه ابادۍ مسئله به وځنډول شي خو بعضې اشخاص چې غېر قانوني لاس وهنو او جرمي مسائلو کې لاس لري بايد مخه يې ونيول شي، موږ دوی ته مهاجر نه وايو بلکې دوی زموږ خويندې او وروڼه دي که چېرې تاسې داسې لست چې دقانوني اسنادو په نه لرلو یعنې Foreign Act په اساس بنديان شوي وي، نو موږ ته يې راکړئ هغه به خوشې کړو او يا که د چا د بند موده پوره شوی وي اونه وي خلاص شوی، هغه به هم راخلاص کړو، مګر ځينې دا سې پيښې رامنځ ته کيږي چې منفي تاثېرات لري، دبيلګې په توګه په کابل کې دپاکستان پر سفارت حمله، که څه هم تاسې څه کسان نيولي دي او موږ ستاسې په اقدام خوښ يو خو دا لومړی ځل نه دی، موږ دامريکا او افغان حکومتونو سره دپاکستاني بنديانو په هکله غږيدلي يو او يو زماني چوکاټ به ورته تعين کړو خومګر موږ ته ويل شوي چې تقريباً (۱۰۵) کسه پاکستاني بنديان هند ته استول شوي دي او موږ يې ليست هم لرو.
د دې خبرو په جواب کې جلالي صيب وويل: غواړم د يوڅو خبرو وضاحت وکړم، پاکستانۍکمپنۍ د امنيتي دلايلو پر بنسټ نه دي راوتلي، بلکې ستاسې کمپنيو د قرارداد مشخصات نه دي پوره کړي او همدا اوس په کندهار کې شپږزره پاکستانيان په کار بوخت دي،مامخکې هم وويل چې په کابل کې پر پاکستاني سفارت حمله غندو او د دې قضيې په اړوند مو کسان هم نيولي. ښاغلي کرزي هم د پاکستان له حکومت نه بښنه غوښتې او د اوښتي تاوان خساره يې هم ورکړې ده.په دې اړه زه هيڅ معلومات نه لرم چې ګواکې پاکستاني بنديان دې هند ته استول شوي وي که تاسې ليست لرئ موږ ته يې راکړئ موږ به پرې غور وکړو او موږ چمتو يو چې ټول مسائل دخبرو له لارې حل کړو.
د پاکستان د داخله چار وزېر وويل: هغه افغانان چې اسناد نه لري نو د افغانستان سفارت دې همکاري وکړي چې دوی ته اسناد ورکړي شي، موږ ۷۷۰ کسه افغانان له بنده خلاص کړي دي موږ دځينو امنيتي ملحوظاتو پر بنسټ ځينې افغانان نيولي دي او په دې کې هم شک نه شته چې پوليسو به ځينې د پيسو په خاطر هم نيولي وي.
د افغانستان سفېر ښاغلي ننګيالي طرزي وويل: هغه لستونه چې موږ د افغان بنديانو برابر کړي دي هغه د بشر حقوقو او خېريه ادارو له خوا هم تائيد شوي دي، دابه مشکله وي چې موږ ټولو افغانانو ته پاسپورټونه ورکړو او يا هغوی په ويزو دلته راشي، د مخدره موادو دمخنيوي په اړه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت سلا کار زلمې رسول او دمخدره موادو دضد ادارې رئيس مېرويس ياسني پاکستان ته راروان دي چې په دې اړه به تفصيلي خبرې په راتلونکې کې وشي. همدارنګه د مالي او تجارت وزېران هم راروان دي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د غېرقانوني اجناسو په وارديدواوافغانستان ته دمالونوپه ترانزيت، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او په ګډه به د دغه ستونزو د مخنيوي په موخه لارې چارې ولټول شي.
په پای کې جلالي صيب د پاکستان د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل حيات ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي لا غښتلې شي.
په پاکستان کې د متحده عربي امارتو سفېر علي محمد الشامي غرمنۍ تياره کړی وه چې غرمه موهلته تېره کړه، دجولای په څلور ويشتمه نيټه سهار په نهه نيمو بجو د استراليا د مهاجرينو وزېر چې په اسلام اباد کې و، له جلالي صيب سره وکتل او په استراليا کې دافغان مهاجرينو پر ستونزو خبرې وشوې، دغه وزېر وويل چې استراليا ته دغېر قانوني مهاجروشمېر ۳۹۰۰کسو ته رسېږي چې يو شمېر یې افغانان هم دي، نوموړي ژمنه وکړه چې د استراليا حکومت د افغان حکومت ملاتړ کوي خو د غېر قانوني کسانو پر وړاندې د استراليا دريځ ثابت دی او استراليا نه غواړي چې غېر قانوني کسانو ته پناه ورکړي او هغه کسان چې هيڅ اسناد نه لري استراليا حکومت يې له بنده خوشې کوي او خپلو هېوادونو ته يې استوي که افغانان هم په دې کې وي استراليا به يې خپل هېواد ته واستوي.
جلالي صيب وويل چې تاسې قانوني ستونزه لرئ او موږ د امکاناتو نشتوالی، نو ښه به دا وي چې دافغانستان دمهاجرينو وزارت سره اړيکي ونسيئ او دې ستونزې ته به دحل لارې چارې ولټوو. موږ هم پوهيږو چې د خلکو قاچاق يو نړيوال مشکل دی اوحتې داسې کسان هم شته چې دافغانانو په نوم پاسپورټونه اخلي او په اروپا کې اويا نورو هېوادنو کې د سياسي پناه غوښتنه کوي، موږ حاضر يو تاسې سره په دې برخه کې همکاري وکړو.
په همدې ورځ يو ځل بیا افغان پلاوي د ښاغلي فيصل صالح حيات سره په کورنيو چارو وزارت کې وکتل، ښاغلي فيصل حيات وويل چې تقريبا په ټولو مسائلو خبرې وشوې خو جلالي صيب وويل يوه مسئله چې ډېره مهمه ده هغه دطالبانو هغه غړي او مشران دي چې په افغانستان کې ورانۍ کوي او دلته په پاکستان کې ازاد ګرځي نو د دوی مخه بايد ونيول شي، ځکه تروريزم د دواړو هېوادونو لپاره تهديد دی. جلالي صيب زياته کړه چې ښاغلي کرزي صيب دې ته ليوال دی چې هم د ولسونو او هم په حکومتي کچه له پاکستان سره ښې اړيکي ولري.
ښاغلي فيصل حيات وويل هر هغه څوک چې د قانون خلاف فعاليت کوي مخه يې بايد ونيول شي. په پاکستان کې د اسې ډلې او ګروپونه شته خو دا بايد ووايم چې هيچا ته به اجازه ورنه کړو چې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځ ته کړي او په افغانستان کې بې ثباتي زموږ په ګټه هم نه ده. ځينې جهادي ګروپونه بيانونه صادروي، موږ دا منو چې ځينې کسان تګ راتګ کوي خو زموږ پوځونه په همدې موخه په سرحد کې ځای پر ځای شوي چې د دوی مخه ونيسي، موږ د امريکا نه هم غواړو چې د طالبانو مخه ونيسي، ځکه هغوی اوس يوازې د القاعدې د نيولو سره دلچسپي لري. موږ په ا فغانستان کې دهند دقونسلګريو په هکله تشويش لرو، ځکه دوی په افغانستان کې د پاکستان مخالفين روزي او حمايه کوي يې، په پای کې ستاسې له راتګ څخه مننه کوو او تاسې ته هر وخت هرکلی وايو که دسفر په پای کې يو تفاهم نامه لاسليک کړو نو ښه به وي.
جلالي صیب په ځواب کې وويل: د اچې موږ په ډېرو مسائلوخبرې وکړې، موږ ستاسې دتعهداتو درناوی کوو، تاسې دهند سره زموږ د دوستۍ خبره بيا بيا تکرار کړه خو زه ډاډ درکوم چې افغانستان به هيچاته اجازه ورنه کړي چې خاوره يې دګاونډيانو پر ضد استعمال کړي، دبلوچستان مسائل او پيښې د افراطيت پورې اړه لري.
وروسته دپاکستان د کورنيو چارو وزېر څرګنده کړه چې د افغانستان د کورنيو چارو د وزېربلنه ورته منظوره ده او ژمنه يې وکړه چې ډېر ژربه د افغانستان دوره وکړي او زياته يې کړه چې ټول واړه او غټ مسائل بايد دخبرو له لارې حل شي.
له دې وروسته دواړو وزېرانو ګډ خبري کانفرانس ته خبرې وکړې او د ژور نالستانو پوښتنو ته يې ځواب ووايه په کانفرانس کې لومړی د پاکستان د کورنيو چارو وزېر د افغانستان د کورنيو چارو وزېر او ورسره پلاوي ته هرکلی ووايه او بيا يې مننه وکړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دده په بلنه د ښاغلی حامد کرزي د سفر په تعقيب اسلام اباد ته تشریف راوړی دی. نوموړي زياته کړه چې پاکستان او افغانستان له ډېر پخوا ديو بل سره همکاري لري او په راتلونکې کې به هم دغه همکاريو ته دوام ورکړي موږ په ډېرو خبرو سره غږيدلي يو او دخپلو خبرو له پايلو راضي يو، موږ يو بل ته ضرورت لرو او دا زموږ په ګټه هم ده، پاکستان چې څنګه زموږ کور دی داسې د ټولو افغاني خويندو او ورونو کور هم دی. پاکستان د افغانستان سره دوستۍ ته خاص ارزښت ورکوي ځکه چې موږ ګډې کلتوري، اجتماعي او اقتصادي اړيکي لرو او موږ د ښاغلي حامد کرزي د حکومت مؤفقيت غواړو، موږ بايد خپل کوششونو او ګډو همکاريو ته دوام ورکړو ځکه دا زموږ د دواړو هېوادونو، سيمې او نړۍ په ګټه ده، دا د ټولې نړيوالې ټولنې مسؤوليت دی چې د افغانستان سره مرسته وکړي، پاکستان هم په خپل وار د خپلو اقتصادي مشکلاتو سره سره سل ميليونه ډالره مرسته د افغانستان د بيا رغونې لپاره ځانګړې کړې ده، موږ دعدم مداخلت واضحه پاليسي په ټولو ملکونو کې او په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې لرو، پاکستان به هيڅ ډلې او يا ګروپ ته اجازه ورنه کړي چې دافغانستان پر ضد فعاليت وکړي ځکه تروريزم د دواړو هېوادونو د ګټو پر ضد دی، په کويټه کې وروستی فعاليت ددې نښه ده او دازموږ شريک مسؤوليت هم دی.
د مخدره موادو د قاچاق او کرکيله زموږ د دواړو ملکونو ګډه ستونزه ده او بايد دملګروملتونه او نړيواله ټولنه په دې برخه کې مرستې وکړي، دافغان مهاجرينو ستونزه موږ د UNHCR یا د مهاجرو د عالي کمشنري له لارې غواړو چې حل يې کړو تر څو افغان مهاجرين په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي، همدارنګه موږ دسرحدي ستونزو، ترانزيټ او د افغان پوليسو په روزنه هم خبرې وکړې.
ورپسې جلالي صيب خبرې وکړې او ويې ويل: لومړی دپاکستان د کورنيو چارو دوزېر څخه مننه کوم چې زموږ ښه ميلمه پالنه يې کړې ده،موږ په مختلفو هراړخيزو مسائلوخبرې وکړې، دواړه ملکونه شريکې فرهنګي،اقتصادي او اجتماعي اړيکي لري او دواړه غاړې قوي نيت لري چې يو له بل سره همکاري وکړي او په دې اطمينان لرو. زه د دواړو خواو دمذاکراتو نه راضي يم، موږ په دې وخت کې کومک او همکارۍ ته ضرورت لرو تر څو د خپلو ادارو ظرفيت لوړ کړو، افغانستان به هيچاته اجازه ورنه کړي چې زموږ خاوره د بل چا پر ضد استعمال کړي او موږ بايد يو له بل سره همکاري وکړو او د تروريزم او بنیاد ګرايې مخه بايد ونيسو، ځکه دا زموږ دسيمې او د نړیوالې ټولنې په ګټه هم ده، پاکستان د افغان مهاجرينو سره کومک کړی دی تر څو چې د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه کيږي هغه مهاجرين چې دلته اړيکي لري، دوی به ځي راځي، همدا شان د پوليسو په روزنه خبرې وشوې خو ډېر نور داسې مسائل لا پاتې دي چې بايد په تفصيل خبرې ورباندې وشي، دبيلګې په توګه دپاکستان له لارې دافغان مالونو د ټرانزيټ مسئله او داسې نور...
وروسته جلالي صيب اسلام اباد ته څېرمه دپاکستان دپوليسو له اکاډمۍ نه ليدنه وکړه چې د پولیسو د اکاډمۍ قوماندان له خوا معلومات ورکړل شول، جلالي صيب وويل چې موږ غواړو زموږ پوليس دخدمت په يو ځواک بدل شي تر څو د خلکو اوپوليسو ترمنځ همکاري زياته شي. دپوليسو داکاډمۍ له ليدنې وروسته مازديګر مهال جلالي صيب او ورسره پلاوی بېرته کابل ته رأستون شو.