دپاریس غونډه  او موخې یې :

 دسیاسي امورو شنونکی: قریب الرحمن سعید
 
درواني عیسوي میاشتی  (ددیسمبر )  په  اتلسمه   دپاریس  په یوه ځانګړي مقام کي د افغانانو دمختلفو ډلو ټپلواو یو شمیر بین المللي  څیړنکو تر منځ دري ورځنۍ ناسته پیلیږي ،  په دغه ناسته کي به د افغانستان د دولت دیو شمیر مسؤلینو په ګډون د مخالفو سیاسي او وسلوالو ډلګیو نمایندګان  هم ګډون کوي ،  د غونډي ځاې ته ورتګ ممنوع دې . یواځي همغه کسان هلته ور وړل کیږي  چي دفرانسي دحکومت د ځانګړي  اداري له  اړخه  پیژندل شوي او رابلل شوي دي .
دا لمړۍ ځل دې  چې د پاریس  غونډه په مطبوعاتو کي را څرګندیږي ،که نه  ددي نه مخته هم په  ورته ځآي کي د ورته  نمایندګانو تر منځ   درې  غونډی شوی ،  چي  اخری  غونډّه  یی د همدي روان کال په نیمایی کی تر سره شوي وه . دا به  په تیرو دري کالو کي  څلورمه غونډه وي  چې د فرانسي د  لوړپوړو اطلاعاتي شبکی او سیاسي چارواکو په ګډون   صورت نیسي .
دا غونډي  ، دغونډو د جوړونکو  دوینا له مخي ،  یواځي  دتفاهم  او یو دبل د دریځ  څخه د ځآنو دخبریدو له پاره صورت نیسي ، د غونډي ځآي  چې  دغونډي ټول غړي باید په کې د غونډی د پاې ته رسیدو پورې  تم شي ، یواځي د همدي کسانو له پاره  ځانګړي شوی دي . دوې هملته شپه  او ورځ  یوځاي  ،هم په خپلو منځو کي  اوهم  د فرانسي په ګډون د یوشمیر اروپایی هیوادو د سیاسي او اطلاعاتي شبکو دمامورینو سره ، ځانګړي  مجالس لري .
ددې تر څنګ  دغه ډول  درې نورې غونډي  هم  سږ کال تر سره شوي ، چي یوه یی همدلته په فرانسه کي دهمدې ډلو ترمنځ  او بله یی   د چاپان دتوکیو په ښار کی دهغه هیواد د یوه پوهنتون د ریسرچ او څیړني دمرکز  له اړخه ،  چي  په کي  دهیواد د ټولو اړخونو  نمایندګانو ګډون درلود او بله یی همدا تیره میاشت  د قطر دهیواد په مرکز دوحه کي د هغه هیواد  د یوه رسمي ارګان تر څارني لاندی جوړه شوي وه  چې په کي د طالبانو په اصطلاح  غیر رسمی نمایندګانو او دامریکا د څیړنیزو اداروپه   ګډون  یو شمیر بین المللي  ادارو  هم  شرکت درلود.
د قطر ددوحي غونډه په حقیقت کی د طالبانو دارشدو چارواکو او امریکایانو تر منځ  غونډه حسابیږي . ځکه په هغې  غونډه کي د طالبانو په کابل کی ناستو مسؤلینو او دامریکا د تحقیق او څیړني د اداري لوړ پوړوڅیړونکو چې  په افغانستان کي دامریکا ددریځونو دحقانیت  د ثابتولو  له پاره یی  دلایل  ویل  جوړه شوي . داسي انګیرل کیده  چي دا غونډه په حقیقت کي  دطالبانو او امریکایانو  ترمنځ د خبرو د دریدو وروسته ددواړو ډلو د دریځونو د را یوځاې کولو اودخبرو د بیا پیلامي له پاره  دګودر  د پیدا کیدو یو اساس او بنسټ و. ځکه په دي غونډه کي د « نن اسیا» د راپور له مخي ( د افغانستان څخه مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو پخوانی وزیرخارجه، او د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبد السلام ضعیف وه، او همداسي(دطالبانو  دوخت  دبهرنیو چارو د وزارت  کارکونکي او په اوسني وخت کي ) د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده،  په امریکا کي  (دطالبانو ملاتړي  هریو) ډاکټر عبد القیوم مومند، او ډاکټر عبد القیوم کوچي په سیمنار کي د ګډونوالو سره په افغانستان کي د سولي په اړه خپل اندونه شریک کړل.په قطر کي د افغانستان  نماینده خالد  زکریا هم د سفارت د نورو غړو تر څنګ په دغه سیمینار د یو عام ګډونوال په توګه ګډون کړی وو.
د سیمینار نور ګډونوال د امریکا څخه جون فیفر (John Feffer) وو،  د برتانیا څخه الیکس ستریک فان (alex stick van linschoten) او مایکل سمپل (michael semple) وه چې په خپل وار يې په افغانستان کې د سولې په اړه خپل نظریات بیان کړل.)
که څه هم دغه ډول سیمنارونه دخپل منځي پوهاوي تر نامه لاندي  جوړیږي ،خو ستر ه موخه اوهدف یی  له یوه اړخه  ددي کنفرانسونو د ګډون کونکو  اړخونو تر منځ  یودبل په  نظریاتو  د پوهیدو او په خپلو منځو کي د ناستي پاستي او یو دبل  سره په اختلافي  نکتو باندی  خبري  اتري کول هم دي تر څنګ  یی ددي کنفرانسونو څخه  هم میزبان هیواد او هم  بین  المللي  ټولنه  د متعارضو اړخونو په آندونو اودهغوې  سره د رانژدیکیدو په لارو طریقو باندی  ځان پوهوي .
دمطبوعاتو له مخي ،په دې کنفرانس کی  چې نن دسې شنبی په ورځ  به پیلیږي   دا  لاندی  وګړي ګډون کوي
دکابل دملي ائتلاف څخه : محمد یونس قانونی، همایون شاه آصفی او نورالحق علومی .( دکابل د اداري پخواني غړي )
دافغانستان دملي جبهي تر نامه لاندی :احمد ضیاء مسعود، محمد محقق  او فیض الله ذکی .(دکابل د اداري پخواني غړي )
دولسي جرګي  په نمایندګۍ:فرخنده زهرا نادری  او نیلوفر ابراهیمی .( دکابل د اداري  غړي )
 دحق او عدالت د ګوند څخه : حنیف اتمر .( دکابل د اداري پخواني غړې )
د کرزي د دولت په نمایندګي :حاجی دین محمد، جیلانی پوپل، سید حامد گیلانی ا و حکمت کرزی .(دکابل  داداري غړي)
دخداې ورکړي  دسولي د عالی شورا په نمایندګۍ:حکیم مجاهد، معصوم استانکزی، حبیب الله فوزی .( دکابل  داداري غړي  او د طالبانو خواخوږي )
نادر نادری  دمدني ټولني  او ملا عبدالسلام ضعیف  د طالبانو پخواني سفیر( دطالبانو ځواکمن نماینده).  همدا  راز د خداې ورکړي دسولي د عالي شورا سرچیني  تاییدوي چي  ددې شورا څلور کسه نور غړي  به هم  دپاریس په دي غونډه کي ګډون وکړي .
همدا راز د اصلي  ګروپونو څخه  چي د قضیی مطرحې  قوي او ځواکمني خواوي  جوړوي  د طالبانو له اړخه  په  سعودي کی دهغوي پخواني سفیر شهاب الدین دلاور  او نعیم وردګ  او د حزب اسلامي څخه  به د دي حزب   ددفترونو عمومي رئیس  دوکتور قاضي محمد حکیم  حکیم ، دسیاسي امورو سرپرست  غیرت بهیر  اوپه فرانسه کي  ددې ګوند نمانیده  انجنیر محمد امین کریم  برخه  اخلي .
په دې  ډله کی  نور ټول د کابل د اداري  غړي  او یا په  ادره کي د نه ګډون  له  امله  د هغوې  سیاسي مخالفین حسابیږي .  خو دهغوې اختلاف  سطحي دي ، ځکه  هغوې د بهرنیو ځواکونو دحضور او تر څڼګ  یی د نظامي او سیاسي اوسني ماحول سره اشنا او ددي ماحول او چاپیریال په  داخل کی  دداسي بدلون تمنا  لري چي دوي  یی اصلي  عاملین او واکمن غړي واوسي ،  په دی ډله کي  ددولت کسان هم شته  او د سولي د عالي شورا تر نامه لاندي د  یوې  داسي  اداري کسان هم شته  چي  دملت په  کمزورو اوږو سپاره  اود خپلو رانغښتو ګټو په  چاپیریال کی  په یوه  بهانه او بله بهانه  غواړي  خپل  دغه  ډول زوړند ژوند ته دوام ورکړي .
خو د قضیی اصلي مخالفین ، هغوې  چې  د هیواد دازادۍ او استقلال  او په هیواد کي د یوه  ولسواکه نظام د جوړولو په غوښتنه کي  نژدی دا یولس کاله  هلي  ځلي کوي ، یواځي دغه  دوه اړخه «طالبان او حزب اسلامي دی »  خو دوي هم په خپلو کی  د یوڅو امورو پرته  نور ډیرمتفق نه معلومیږي .
په دي کنفرانس  کی د دپورته یادکړل شوو افغانانو نه علاوه  داروپایی هیوادونو یو شمیر نمایندګان ، دملګرو ملتونو او یوناما پورې اړوندې  څهري ، او دامریکا اوناټو  غړي نمایندګان هم  ګډون  کوي ،
ددي  غونډي  چي نژدی دري ورځي  به  په  یو ځانګړي  ځآي  کي د بندو دروازو تر شا  دوام  کوي  څو موخي بیان شوي دي  :
·         داچی  ګډون کونکي غړي په خپلو منځو کي لکه د پخوا په څیر  خپل نظریات  سره شریک او د نظریاتو د رایوځای کیدو  هڅي وکړی .
·         داچي دوې ته  مخ   په مخ  یو دبل سره  دکتلو ا و کیناستو زمینه برابره شي .  او د راتلونکو خپل منځي خبرو او دمعضلي دحل له پاره  یو دبل  آند ورته  پوره  پوره څرګند او واضح  وي .
·         داچي  هغه فاصلي  چی د حاکم ګوند، د بهرنیو فوځونو د مؤییدینواو دهغوې دملاتړو   او د بهرنیو فوځونو دمخالفینو  او دهیواد د ازادۍ او استقلال دغوښتونکو ترمنځ  ، راپیدا شوي په دی توګه  راکمي کړل شي .
·         دا چي دسیاسی او وسلوالو مخالفینو ترمنځ  یو دبل سره د نه کیناستو او یو دبل  څخه د لري والي ټولي  ګیلي شکوې  له منځّه ولاړې شي .  په دی اړه د طالبانو په دریځ کي  هم  ډیر تنزل  تر سترګو کیږي .  که څه هم هغوي وایی  چي   ، نه  غواړي  ددولت دمسؤلینو سره  دخبرو اترو له پاره د یوه میز تر شا  کیني  ، عملا ثابتیږي  چي هغوی دادي  یوځل  نه بلکه  دا څلرم  ځل دي  چي  هم ددولت د مسؤلینو سره او هم  د دولت د سیاسي مخالفینو سره په یوه میز  کیني او  خپل  نظریات  تبادله کوی .
·         دا چې  بین  المللي ټولنه   چی  همدا  اوس د افغانستان په دلدل کی  تر پښو  پورې ډوبه ده   ، ددي اندونو  په  را ټولوو سره  و توانیږي  د هیوادڅخه د خپلو پښو دسپکولو او دهیواد  دغمیزي د حل  له پاره  یو هر اړخیز پلان  تیار کړای شي .
ددوحي د غونډ ې څخه  داسی  را څرګندیږي  چي  دامریکایانو او طالبانو ترمنځ د رسمی پټو خبرو دپیلیدو  چینل  لا دپخوا څخه پرانستل شوي ، ځکه هلته د طالبانو مسؤلینو د طالبانو په اوسني دریځ باندی پوره  رڼآ واچوله او پوره بحث یی پرې وکړ ، په  مقابل کی  یی امریکایی ماهرینو هم دخپله اړخه  دخپلو دریځونو  په اړه  پوره  معلومات ورکړل او ددوې ترمنځ   دبحث  لړۍ  د نورو  راغلیو  سیاسي پوهانو په واسطه  تر دوو ورځو و غوځیده ، چي دا پخپله  د تفاهم او خبرو د پیلیدو  یوه علامه ده .
دا چې  په  ۲۰۱۲ کال کي ولي  څلور  ځلي دغسي مهمي غونډي  په قطر ،فرانسي ، جاپان  او اوس بیا په  فرانسي کی ترسره شوي ، مختلف نور دلایل  هم  لري :
·         ناټو، اودامریکا نور  ملګري هیواد ونه چي یو وخت د افغانستان  د تل پاتي اشغال په خاطر دغه هیواد ته راغلي وو ،د یولسوکالو پرلپسی  وینو تویولو او دمیلیاردو ډالرو په زیان  هم و نه توانیدل دافغانستان په ولس  خپله ولکه قایمه کړي ، د  زرګونو فوځونو د تلفاتو او سلګونو زر افغانانو د وژلو، بندي کولو ،  او  زورولو وروسته  دداسي ستونزو  سره مخ شول چي  اوس غواړي ددی  دلدل څخه ځان وکاږي .  فرانسویان په مکمله توګه ووتل ، انګلیسانو اعلان کړي  چي نیمایی فوځونه به د۱۳ کال تر نیمایی پورې  و کاږي ، ایټآلیا ، استرلیا، جرمني ، کاناډا او..... لګیادی خپل فوځونه  په  بیړنۍ توګه د دي هیواد څخه کاږي . او لکه څنګه چي  د افغانستان  د اشغال په وخت کی  یی یو دبل سره  رقابت کاوه او  په منډه منډه د افغانستان د ویش او په دی هیواد کی د خپلو پښو د ټینګیدو له پاره را روان وو اوس  دخپلو  عسکرو د سرونو د ساتلو اودهغوې د سلامتیا  په خاطر یو دبل سره په رقابت کي دی اوغواړي  یو دبله نه مخته خپل ځآن ددی دلدل څخه بیرون کړی .ترڅڼګ یی دوي اعلان هم کړي  چي د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر پورې به خپل ټول ځواکونه او وسایل د دي هیواده  باسي .
·         اما امریکا او د ناټو ټلوالي د افغانستان ولس ته  له تباهۍ او ددی هیواد  دکلتور او عنعناتو او تر څڼګ  یی ددي هیواد  انفراسټرکچر د تباه کیدو پرته نور څه  نه دي پري ایښي ، هغه څه یی  چی پری ایښي هغه یومفسد نظام دي  چي په نړیواله کچه  په  فساد کی ډوب  دریم  رژیم حسابیږي . ان تر دي  چې  قُضات  یی  چي باید دخلکو تر منځ د انصاف اوعدل  له پاره قدم واخلي هم  دومره په فساد کی ډوب شوي  چي د مظلومینو د فریاد  د اوریدو په ځآی دهغوي د کورونو دړي  ورټکوي تر څو ترې  خپله برخه رشوت  هملته تر لاسه کړي .
·         دراتلونکي  له پاره هم امریکایان او دهغوې  ملاتړي ددی تمع نه  لري  چي یو صالح نظام  به منځته راشي ، که څه هم ویل کیږي  چی په راتلونکو  ولسمشریزو ټولټاکنو کی به یو ځل  بیا امریکایی افغانان تر ټولو وړاندی وي خو څرنګه چي د هغوي څخه یی  یوهم  ملي بنست اواساس نه لری  په دی  اساس  که هغوې  دامریکا اویوناما  د نیغ په نیغه  لاسوهنی سره سم د بریا سند هم تر لاسه کړي  نودداسي  وګړو څخه  به چي پخپله د فساد له مخې رامنځته کړل شوي وي څه ډول هیله وشي  چې هغوې دې   د ټولني په دی فاسد نظام   برلاسي پیدا کړي .
په دې خاطر دوې  هلي ځلي کوي  چي د خپلو فوځونو د مکملو وتلو تر مخه د مخالفینو سره  دجوړ جاړي کومه لاره پیدا کړي .  او ددي لاري د پیدا کیدو  له پاره دغه په اصطلاح غیر رسمی  بلکه  رسمی  غونډي پیلوي او د آندونو د راټولولو  هڅې کوي .
ددي غونډي تر څنګ  په کابل کی دملګرو ملتونو دفتر هم اعلان کړي  چي غواړي د هیواد دمعضلي دحل له پاره  د ټولو اړخونو په ګډون  یوه غونډه راوبولي ،  په دی غونډه کي به هم ترکیب  لکه  پورته چي بیان کړل شو  په  نظر کی و نیول شي ،خو لاتر اوسه  طالبانو  او  حزب اسلامی ته په دې اړه هیڅ ډول بلنلیکونه  نه دي ور استول شوي  . ددی غونډې له پاره طالبانو یوځل بیا ویلي  چي  دوي به  په دی غونډه کي  دخپل ګډون په  اړه څیړنه وکړي ،  ځکه د طالبانو اصلي  شرط  دادې چې  امریکایی او ناټو ځواکونه باید افغانستان پریږدي او نظام ، لکه څنګه  یی چې ددوې څخه اخستي وو ، بیرته همدوي ته پریږدي او د پروفیسور رباني د وخت  تاریخ یوځل بیا تکرار شي ، ځکه هغه  وخت  هم  ، پروفیسور رباني د طالبانو د اسلامي غورزنګ دمقاومت په  اساس کابل  پریښود او سر یی  ان تر تاجکستان پوري ورسید، خو کله چي امریکایانو په افغانستان  نظامی یرغل وکړ ، نو ښاغلي  پروفیسور یی هم له ځانه سر ه  راوست  او بیرته یی  تر یوه وخته  پورې  حاکم کړ.
حزب اسلامي هم خپل  شرایط  لري ، دا ګوند  تر دې ځایه چې بهرنی ځواکونه دي د هیواد څخه ووځي د طالبانو سره شریک  دي خو ددي وروسته بیا  داګوند د یوه موقت  انتقالي حکومت  تر نظارت لاندی د یوه ازاده  خپلواکه  ټاکنیز کمیسیون  له لارې  د ازادو ټاکنو په واسطه د نظام د جوړولو غوښتنه کوي  او غواړي ددی لارې  ټول ولس په ولسواکۍ کې را شریک کړي ،  چي په  دي ځاي کي د طالبانو د اسلامي غورزنګ او حزب اسلامي تر منځ  اختلاف پیلیږي .ځکه طالبان  د ټولټاکنو په ځآي د حل وعقد انتسابي شورا  غواړي او دا د اختلاف  ستره نقطه  ده.
اما سیاسي او نظامي وضعیت داسي  اټکل کوی  چي امریکایان  به دخپلې ابرو د ساتلو له پاره  په طبیعي توګه  دمقاومت  د ډلو فشار ته غاړه ږدي . ځکه  په  امریکا کي دسنا غونډي د امریکا ولسمشر ته ویلي  چي د خپلو ځواکونو په راویستلو کی  بیړه وکړي ،د بله اړخه  دامریکا یوه سناتور داهم ویلي  چي په افغانستان کي د وضعیت د  جوړښت  له پاره  باید یو  انتقالي اداره منځته راشي  او د ټولټاکنو له پاره دي لاره هواره کړل شي  چې دا آند تر یوه ځایه د حزب اسلامي د اند سره مطابقت لري .
حزب اسلامی  دخپلې پالیسۍ له مخی په ټولو هغوبین الافغاني  او بین المللی  غونډو کي  چې  د افغانستان  څخه د بهرنیو فوځونو دمکملو وتلو ،  ددي  هیواد دازادۍ اواستقلالت  او زمکني بشپړتیا ضمانت ورکړي او دراتلونکي نظام  دجوړښت  له پاره د ټاکنو د خپلواکه  اوازاد کمیسیون  تر څآرني لاندی د ازادو  ټولټاکنو  په بنسټ  قدم  پورته کړل شي ، ګډون کوي . ځکه  د حزب پالیسي  په ازاد ، خپلواکه  افغانستان اوپه دی هیواد کي د ولس دخوښي  په  جوړ کړل شوي نظام باندی ولاړه  ده .
په  هر صورت د فرانسي  اوسنۍ غونډه  که څه  هم د خپل منځي پوهاوي له پاره  او همدا راز دبین المللي ټولني سره د مخالفینو او موافقینو داندونو د شریکولو  یوه ښه طریقه او لاره ده  او شوني  ده  چي دهمدي لاري ، که څه  هم ډیر تري هیلمن نه ښکاري ، د خپل منځي  بحثونو او څیړنو  له لاري د هیواد دغمیزي د جړي مشوړی دحل  یوه لاره راپیدا شي ، د حل د راپیدا کیدو دا  لاره شوني  هم ده او ممکنه هم . تر څنګ یی د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده  هم  هره شیبه او ګړۍ  را لنډیږي ، بلاخره  به  افغانستان  همدي  افغاني  سیاسي کړیو ته پاته کیږي اودوي هم  مجبور دې  چي  داسي یوې پریکړې ته  ځان  ورسوي ،چي  ټول ولس پرې راضي   اودهغوي په  خوښه  د یوه نظام د رامنځته کیدو سبب وګرځي . انشاء الله
قریب الرحمن سعید