
دیارلسمه برخه
د اګست ۱۱/۲۰۰۳ م کال :
د بلغاريه د حکومت يو هئيت د جلالي صيب سره وکتل چې د بلغاريه د کورنيو چارو وزارت غواړي چې د پوليسو روزنه کې مرسته وکړي. جلالي صيب ورته وويلې چې تاسو د خپلو امکاناتو په نظر کې نيولو سره موږ ته ډاډ راکړئ چې څومره کسان د څومره مودې لپاره په کوم ځای کې تربيه کولای شئ. نو بیا موږ به هماغسې پروګرام ستاسې د امکاناتو په نظر کې نیولو سره ترتیب کړو. په همدې ورځ د ائتلاف د قواؤ قوماندان Gen. David Barno دجلالي صیب سره وکتل او د پوليسو د روزنې په هکله سره وغږيدل جلالي صيب غوښتنه وکړه چې دامريکا د دفاع وزارت بايد د پوليسو په روزنه کې مرسته وکړي ، دجنرال بارنو سره د(MPRI) د دفتر مسؤل چې د ملي اردو روزنه يې په غاړه درلوده هم موجود و، دوی په دې نظر ووچې د پوليسو د روزنې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت لپاره مشاورين استخدام کړي خو د جلالي صیب نظر دا وو چې د مشاورینو ليست باید له مخکې نه راولېږي او باید د پولیسو په اړه تجربه ولري نو چې کله ده ددې مشاورینو لست منظور کړ نو بیا یې استخدام کړئ.
دا ګست ۱۳ / ۲۰۰۳م کال :
نن د ډنمارک سفارت او د بشر دحقوقو سازمان له خوا د ښځودحقوقو په اړونديو سيمينار برابر کړی وچې ښځو ته بايد د کار او تعليم زمينه برابره شي.سمونوال ګل محمدمددزی د کورنیو چارو وزارت د بشر د حقوقو د دفتر مسؤل وویلې چې د مهاجرینو لپاره باید استوګن ځايونه تعين شي خو د مهاجرينو وزارت خپله دنده په سمه توګه نه ده اجرا کړې. ده وويل چې دغه نوي مهاجرين په ځېنو جرمونو کې لاس لري خو موږ يې ادرس نه شو پيدا کولای د بېلګې په توګه هغه بله ورځ يو ښځه راغله چې په اتمه ناحيه کې يې ميړه لور په قمار کې بايللې وه ، همداشان په زندانونو کې ښځو ته مخدره مواد وړل کيږي، نودداسې جرمونو مخه باید ونيول شي اود ښځو لپاره بايد په زندانونو کې روزنيز پرګرامونه ترتيب شي، د USAID مشر وويل چې په نوي اساسي قانون کې د بشر په حقوقو ډېر تاکيدشوی او د ښځو حقوق باید خوندي وساتل شي .
جلالي صيب وويل: داساسي قانون د جوړيدو په اړه ډېر بحثونه روان دي خو خلک د هر ډول افراط ګرۍ نه ستړي دي، د ۱۹۲۱ م کال نه راپه دې خوا د افغانستان په ټولو اساسي قوانينو کې د شريعت د نفاذ او اسلامي قوانينو تطبيق مادې ځای پر ځای شوي دي او د هغې مطابق به بشري حقوق مراعت کيږي.
په همدې ورځ دملي امينت په شورا کې دPRT يا بيارغونې د ټیمونو د اجرائيه کميسيون غونډه وه چې د بهرنيو چارو وزېر ډاکټر عبدالله، د ښارجوړونې وزېر انجنېر يوسف پښتون، دکليو پراختيا وزېرښاغلې محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت شورا مرستيال انجنېرمحمد ابراهيم سپین زاده، د امريکا شازدافېر David Sydney، دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال هلال الدین هلال او ما برخه درلوده. جلالي صيب دوی ته د PRT په هکله معلومات ورکړل. او وویلې چې په ۲۲ د دسمبر به د نیوزیلند PRT په بامېانو کې په کار پېل وکړي خو د جرمني حکومت لا تر اوسه تصمېم نه دی نیولی چې PRT په جلال آباد یا کندوز کې جوړ کړي خو دا مهمه ده چې PRT باید د پولیسو په روزنه کې مرسته وکړي. اوس PRT په ګردیز، مزار، کندهار، هرات او کابل کې جوړ شوی دی نو ښه به دا وي چې ددې PRT لپاره یوه لایحه د وظایفو یا رهنمود جوړ شي او دوی خپل کارونه د حکومت سره همغږي کړي او دا لایحه باید راتلونکي غونډې ته وړاندې شي. جلالي صیب ماته دنده راکړه چې ددې لایحې مسوده د PRT لپاره ترتیب او راتلونکي غونډې ته یې باید وړاندې کړم دغه پورته کتنو او غونډو څخه مې د بېلګې په توګه یادونه وکړه خو ددې نه برسېره په لسګونو نور مسائل او غونډې وې چې د کورنیو چارو د وزیر او د وزارت د رئیسه هئیت وخت به یې نیوه.
په مزار شريف کې د جنرال عطامحمد نور او جنرال عبدالرشيد دوستم د قواؤ ترمنځ لانجه :
داسې راپورونه وچې د مزار شريف په ښار کې د جنرال عطا محمدنور او جنرال دوستم د قواؤ تر منځ تشنج مخ پر زياتيدو دی، حتی په ځينو سيمو کې نښتې هم رامنځ ته شوې دي او دواړو خواو خپل قطعات دښار په مختلفو سيمو کې ځای پر ځای کړي دي. دواړه خواوي ددې بهانه لټوي تر څو په يو پر بل حمله وکړي. دا کړکېچ هغه وخت اوج ته ورسیده چې د جنرال دوستم دوه قوماندنان د جنرال حبيب بای او ګل احمد په نامه د استاد عطا محمد نور د نفرو په واسطه دامام بُکري په سيمه کې اختطاف شولو چې وروسته د جنرال دوستم نفرو شله کسه ملکي وګړي بنديان کړل خو له جنرال روزي سره له تفاهم اوموافقې وروسته ملکي وګړي بېرته خوشې کړای شول اوهمدا شان دبلخ دامنيه قومانداني، د PRT او UNAMAپه کومک د پل امام بُکري په سيمه کې د دواړو قواؤ ترمنځ امنيتي پوستې واچولي تر څو دواړه خواوې په خپلو منځوکې جګړه ونه کړي. په PRTکې د کورنيو چارو وزارت استازي جنرال فضلي مونږ ته راپو راکړ چې دوه کسه نور د حبيب الرحمن او نصرت په نامه د ۵۱ فرقې د قوماندان علم خان له خوا تښتول شوی خو د دوی دخوشې کيدو په هکله د PRT نماينده د جنرال روزی او جنرال صبور چې د (۷) او (۸) قول اردو رئيس ارکان دي خبرې وکړې چې دوی خوشې کړې، ده وويل چې دمزار پوليس بې طرفه نه دي او اختطافونه زيات شوي دي،څوورځي دمخه انجنېر صادق د کود برق دفابريکې اداري مرستيال هم د جمعيت اسلامي دنفرو له خوا تښتول شوی و.
د سپتمبر او اکتوبر په مېاشتو کې د مزار شریف په ښار کې بي امني او تښتوني اوج ته رسیدلي و. جنرال دوستم او جنرال عطأ ګروپونو چې یو يې د اومې قول اردو قوماندان او بل یې اتمه قول اردو په خپل کنټرول کې درلوده، غوښتل چې د مزار شریف په ښار کې باید نفوذ ولري، که څه هم جمعه خان همدرد د اتمې قول اردو قوماندان وو خو قدرت د جنرال دوستم سره وو.
استاد عطا محمد نور د جنرال دوستم نفوذ د مزارشریف په ښار کې د خپل قدرت لپاره تهدید ګاڼه نو کوښښ یې کاوه چې په یو شکل د اشکالو دجنرال دوستم لاس د مزارشریف نه لنډ کړي او ددې بدامنیو پړه په هغه واچوي. دا ګډوډې د اکتوبر د مېاشتې په لومړی اونۍ کې داسې حد ته ورسیدله چې د دواړو خوا ترمنځ یو څه شخړې وشوې او د یو بل نفر یې یرغمل ونیول او حتی داسې آوازې هم خپرې شوي چې په دې شخړو کې پنځوسونه تر شپیته کسوپوري وژل شوي دي.
د یوناما (UNAMA) او PRT مسؤولینو جلالي صیب ته خبر ورکړ چې که مرکزي حکومت ډېر ژر مداخله ونه کړي نو امنیتي وضعیت نور هم خرابېږي او د دواړو خواو ترمنځ د یو پراخه جنګ امکان شته دی.
دواړو خواو درندې وسلې لکه توپ، ټانکونه او BM-41 دستګاوې د یو بل پر ضد ځای په ځای کړي دي.
هماغه و چې د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي، د ملګرو ملتونو د یوناما د دفتر مشر ژان ارنو (Jean Arnault)، د امریکا د سفارت مرستیال David Sydney، د انګلستان سفیر ران نش (Ron Nash) او زه د اکتوبر د مېاشتې په نهمه نېټه چې د ۱۳۸۲ هـ ش کال دمېزان د مېاشتې اولسمې نېټې سره سمون خوړ مزار شریف ته لاړو تر څو د دواړو خواو ترمنځ اوربند وکړو او د بې وسلې کېدو پروسه هلته په چټکۍ سره عملي شي.
په دې وخت کې جنرال دوستم په کابل کې وو خو جلالي صیب ورته خبر ورکړ چې د اکتوبر په نهمه نېته سهار وختي مزار شریف ته ځو نو تاسې هم باید هلته راشئ او کولای شې چې موږ سره یو ځای په الوتکه کې لاړ شې که څه هم جنرال دوستم نه غوښتل چې مزار شريف ته لاړ شي خو د کورنيو چارو دوزېر په اصرارجنرال دوستم دې ته مجبور شو چې له موږ سره يوځای لاړ شي. جنرال دوستم په دې خبره ټېنګار کاوه چې جلالي صیب او ورسره هئیت باید په کابل کې ورسره وګوري خو د جلالي صیب او ملګري هئیت ټېنګار په دې وو چې په کابل کې خبرې ګټه نه لري او ټول مسائل به د مزارشریف په ښار کې د نږدې نه حل کړو.
همدا نن د پنجشنبې په ورځ مزار ته له راتګ دمخه جلالي صيب په خپل اونيز مطبوعاتي کنفرانس کې د مزار حالاتو ته اشاره وکړه او ويې ويل : پرون دامنيت شورا يو څلور فقره يې پيشنهاد دکورنيو چارو د وزارت منظور کړی دی چې استاد عطامحمد نور او جنرال دوستم دواړه بايد له مزار څځه کابل ته راوستل شي که څه هم جلالي صيب د کنفرانس په منځ کې نور زيات تفصيل ورنه کړ او همدارنګه د مزار دتګ په اړه يې هم معلومات ورنه کړل خو ماته يې خصوصي وويلې چې دکنفرانس نه وروسته مزار ته ځو او په شمال کې بايد عميق تغېرات راشي تر څو دشمال وضعه عادي حالت ته راوګرځي.
کله چې دکابل نه د مزارشریف هوايې ډګر ته ورسیدو نو دهوايې ډګر نه رأساً د PRT دفتر ته لاړو چې د انګلستان د حکومت له خوا هلته نوی پرانستل شوی و. په PRT کې د کورنیو چارووزارت استازې جنرال فضل احمد فضلي، د PRT قوماندان ډګرمن Dickie Davis او د پولیسو مشاور Maj. Zimmer د مزارشریف په حالاتو تفصیلي راپور د کورنیو چارو وزیر او د کابل نه راغلي پلاوي ته وړاندې کړ د دې خبرې يادونه ضروري ده چې موږ کله د هوايې ډګر څخه د PRT مرکز ته چې دبلخ دروازې سره نږدې وو ورتلو نو د جګړې له و ېرې ټول دکانونه تړل شوي وو او هيڅوک په سرکونو نه ګرځيدل ، تا به ويل چې دمزار له ښاره ساه وتلې ده که څه هم د راډيو له لارې د ډېرو تلفاتو خبرې کيدلې خو دغه تلفات تر لسو کسانو نه زيات نه وو.
په مزار کې مو استاد عطامحمد نور، جنرال دوستم،جمعه خان همدرد او دبلخ والي اسحاق رهګذر ته خبر ورکړچې ټول بايد په دوه بجو د PRT دفتر ته راشي تر څو دمزار پر مسائلو باندې خبرې وکړو. که څه هم دوی غوښتل چې د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او ورسره هئيت له دوی سره جلاجلا وګوري خو وزېر صيب او ورسره هئيت غوښتل چې ټول به په يوځل وويني، ځکه چې موږ غوښتل چې دوی بيا دا فکر ونه کړي چې ګواکې مرکزي حکومت د کوم مشخصې ډلې څخه ملاتړ کوي نو ښه به دا وي چې دنړيوالې ټولنې داستازو په مخامخ له دوی سره خبرې وشي او دا خبره ورته په ګوته شي چې مرکزي حکومت او نړیواله ټولنه ددې ګډوډیو برداشت نه شي کولی.
دوی د PRT مرکز ته په ټاکلي وخت راغلل او دکنفرانس په خونه کې سره کيناستو په شمال کې د وحدت د حزب مشر سلطان سعیدي په مزار کې نه ونو د هغه پر ځای یې مرستیال ښاغلي سلطاني راغی. که څه هم جنرال دوستم بیاهم اصرار کاوه چې له ده سره دې جلا وکتل شي خو جلالي صیب ورسره دا خبره ونه منله. استاد عطامحمد نور په لومړي سر کې وویلې چې موږ خو ونه شوکولای چې دحل لاره پيدا کړو داچې تاسې مشران راغلي ياست ښه به داوي چې تاسې يوه دحل لار راوباسئ.
جلالي صيب وويل: په دې هکله به مرکز تصميم ونيسي خو دا چې اوس وضعه ارامه شي او جنګ ونه شي څه بايد وشي ؟
استاد عطا محمد نور وويل :لومړی دې د دواړو خواو قطعات بېر ته خپلو پخوانيو ځاينو ته ستانه شي، څو د خلکو تشويش له منځه ولاړ شي، ځکه د جنرال دوستم د فرقې قطعات د شبرغان نه بلخ ولسوالۍ ته او د سرپل نه چمتال ولسوالۍ ته راغلي دي نو ځکه موږ هم خپل قطعات ويستلي دي او د امام بُکري په سيمه کې مو ځای پر ځای کړي دي، جلالي صيب وويل: مخکې له دې چې قواؤې بېرته خپلو اصلي ځايونو ته ستنيږی لومړی بايد ټول نيول شوی کسان پريښودل شي.
استادعطامحمدنور وويل: ايا دا سمه ده چې د اختطاف په نامه دې پنځه زره کسه دلته راټول شي، کله چې زه ددې خبرې نه خبر شوم نو والي صيب رهګذرته مې وويل: هرهغه چا چې دا نفر تښتولي هغه ونيسئ لومړنی خبر دا و چې دا نفر د آغا زلمي له خوا تښتول شوي دي نو والي صیب ته مو وویل چې هغه ونیسي، ومو کتل چې د اغا زلمي موټر چپه شوی دی اوهغه په شفاخه نه کې زخمي دی نو بيا مو دهغه ورور ونيوه، وروسته دوی (جنرال دوستم نفرو) وويل چې اغا زلمي دا کار نه دی کړی، دا نفر حبيب الرحمن تښتولي دي، کله مو چې دحبيب الرحمن دنيونې هڅه وکړه. دغه قوماندان چې لادرکه شوې تل به د ۱۵ تر ۳۰نفرو باډي ګارډانو سره ګرځيده خو دوی وايې چې دغه قوماندان کود برق فابرکې ته د ډوډۍ لپاره دعوت شوی او له هغه ځايه نادرکه شوی دی، د استادعطامحمد نور هدف دا و چې دا يوازې بهانه ده چې د جنرال دوستم له خوا جوړه شوې ده.
جلالي صيب وويل :ښه داده چې قطعات بايد بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي او داختطاف په مسائلوبايد تحقيق وشي. جلالي صيب له ټولو وغوښتل چې په نوبت خبرې وکړي تر څو لفظي شخړه رامنځ ته نه شي او بايد ديو بل خبروته غوږ کيدو.
جنرال دوستم وويل: زه هم په کابل کې وم، زه او استاد پوهيږو چې يوه ورځ زيات باډي ګارډان لرو او يوه ورځ کم، دوی فيصله کړې چې زما قوماندانان دلته ونيسي، رجب بای يې ونيوه، تاسې(هیُت) دلته ياست دا مسائل بنيادي حل کړئ. زه بې غېرته نه يم چې زما قوماندان دې دلته وژل کيږي او زه دې دلته ګرځم له دې نه موږ ته مرګ بهتر دی، موږ دامنيت د شورا د پريکړې حمايت کوو، ټولې قواؤې دې جمع شي او هغه ځای ته دې لاړې شي چې د قول اردو لپار ټاکل شوی دی، موږ د لته د امنيت دخرابۍ باعث شوي يو دلته بايد بې طرفه پوليس وي چې نه د جنرال دوستم نفر وي نه دعطااو نه دوحدت (هزاره ګروپ )،که په شمال کې امنيت خراب شي په جنوب هم تاُثېر لري.
د يوې خبرې يادونه ضروری بولم داچې د جنرال دوستم نفر تښتول شوي و، نو ډېر بې حوصلې و خو د دې لپاره چې د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې پريکړو ته غاړه کيږدي نو جلالي صيب د مجلس دمخه د انګلستان له سفېر څخه وغوښتل چې د PRT الوتکې دې د مزار په ښار، شبرغان او د جنرال دوستم په کور يو څو دورې ووهي، نو دا به په دواړو خواو تاُثېر وکړي او دوی به زموږ پريکړو ته غوږ کيږدي، د انګلستان سفېر همداسې وکړل چې په نتيجه کې د دواړو غاړو مورال راټيټ شوی و، که نه دوی هيڅکله حاضر نه و چې په يوه خونه کې سره کيني او خبرې وکړي.
د۸مې قول اردو رئيس ارکان جنرال مجيد روزي وويل: زه د استاد عطامحمد دخبرو سره موافق نه يم داومې قول اردو رئيس ارکان جنرال صبور دلته دی، دغه دوه جنرالان (قوماندانان) دماښام په شپږو بجو اختطاف شوي دي موږ اغا زلمې ونيوه خو هغه وويل چې دا بل چا اختطاف کړی دی.
جنرال دوستم وويل چې موږ موافق يو چې مزار بايد بې وسلې شي او له جنرال عطا نه يې پوښتنه وکړه چې ايا ته موافق يې او کنه ؟
استاد عطأ وويلې چې مسئله دځای ده قواؤې به چېرته ځای پر ځای شي، جنرال دوستم وويل چې موږ به په غرونو کې شپې وکړو په موږ دې بلا راوغورځيږي، موږ په دشتو کې شپې کولای شو، وزارت دفاع دی موږ ته تجېرونه راکړي هغه به موږ ووهو.
جلالي صيب د PRT د قوماندان نه وغوښتل څه خبرې لرې او کنه؟ خو په عوض کې يې د انګلستان سفېر(Ron Nash)وغږيده.
نوموړي وويل :موږ واوريدل چې اختطافونه شوي او کسان وژل شوي دي اول بايد بارکونه تعين شي او ټول قطعات بايد هلته په شا شي که داسې ونه شي نو دقتل او اختطاف تحقيقات هم نه شي کيدلای، که تاسې اوس موافقه کوئ او بيا يې ماتوئ نو داهم تاسې لپاره شرم دی،موږ به يو وخت دلته نه يو، دا ستاسې د شهرت لپاره ښه نه ده ځکه تاسې خپل ملت ته شرم رسوئ، دا هفته PRT خپل وخت ستاسې ترمنځ دجګړې په کولو مصرف کړی، په بلخاب کې ستاسې او حزب وحدت تر منځ جنګ وو،PRT قواؤې هلته تللی و ې هغه پيسې چې دبيارغونې په نامه دلته راغلي هغه په دې جګړو مصرفيږي.
جنرال دوستم وويل چې زه موافقه کوم چې بلخ ولايت دې بې وسلې شي خو زه واضحه وايم چې زما په نفرو به حمله نه کيږي، همدا پيسې چې موږ په يوه ورځ جنګ مصرفوو پرې همغه ځايونه جوړولی شو. يوه شریکه قوه بايد جوړه شي او هغه بايد په ښار کې ځای پر ځای شي.
جلالي صيب وويل: اول بايد د امنيت شورا د فيصلو لپاره يو پلان جوړ شي چې دلته امن راشي، دویم د اختطاف او وژنو مسئله جدي ده او دريم دا چې موجوده تشنج څنګه ختم شي بايد حل لارې ولټوو.
دملګرو ملتونو مشر( Jean Arnault) وويل چې د مزار د امنيت شورا عالي کميسيون دې دا مسائل حل کړي.
بلخ والي ښاغلی اسحاق رهګذر وويل چې د مزار خلک تشويش لري او پنځه سوه مشران په دې ولايت کې جمع شوي وو او دهغوی طرحه دا وه چې په اول قدم کې بايد ټول مسلح قوتونه د مزار له ښاره ووځي خو دا مشکل د مزار دامنيت کميسيون نه شي حل کولای، يوازې جنرال دوستم او استاد عطا محمد نورچې دلته موجود دي، دوی دا مسائل حل کولای شي.
جنرال دوستم وويل چې د خپلو او پرديو تر ټولو دمخه بې ابرو شولو ولې شف شف کوو،کوم ځايونه چې تعين شوي همغه ځايونو ته به قواؤې وليږو.
استاد عطامحمد وويل چې د ښار غېر نظامي کول ماته قبول دي،دولت دې ماته خيمه راکړي او ځای دې راته جوړ کړي.
جنرال صبور وويل چې موږ په تېرو درې کالونو کې پلانونه درلودل خو ټول لوټه (کلوخ) په اوبو کې ږدي او پرې تېريږي. ټول مشران دلته دي او بايد اساسي فيصله وکړي، مسئله د دوه کسانو ترمنځ پيدا کيږي بيا پورته مشرانو ته رسيږي او په سياسي جنګ بدليږي، په شمال کې هيڅوک داسې نه شته چې د دې دواړو(جنرال دوستم او استاد عطامحمد نور ) د قوماندې څخه تېر شي ټولې ثقيله وسلې دې په يو ځای کې راټولې شي، قانون ته بايد احترام وشي او هر مشکل چې پيدا کيږي بايد د قانون له لارې حل شي.
جلالي صيب دمجلس په پايله کې وويل:
۱-جنګ بايد بند شي
۲-ټول قطعات بايد په يوه يا دوه ورځو کې خپلو ځايونو ته په شا شي .
۳-وروسته دې د ملي امنيت شورا فيصله عملي شي
۴-داختطاف شوي کسانو لپاره دې يو کميسيون جوړ شي او تحقيٍق دې وکړي.
۵-د کابل نه يوه قطعه پوليس دمزار ښار دامنيت لپاره راليږم چې دښار امنيت وساتي.
جلالي صيب جنرال صبور ته امر وکړ چې دا مواد په يوه ورقه کې وليکه چې ټول يې امضاء کړي.
دفيصلې متن په لاندې ډول وو:
فيصله نامه ای هيت محترم عالی رتبه درقبال
رفع تشنج فعلی در ولايت بلخ!
جهت خاتمه دادن به وضعيت موجوده در ولايت بلخ ذيلا فيصله نامه صادر ميگردد:
۱-اعتبار ازهمين لحظه آتش بست را طرفين رعايت نمايد.
۲-قطعات قول اردو ۷و قول اردو۸ درقدم اول قرار ذيل ازخطوط جمع وتجمع نمايد.
الف : قطعات چمتال مربوط قول اردو نمبر۸ به قلعه غوث الدين و از قول اردو نمبر ۷ به دهدادی.
ب: قطعات مسېر بلخ از قول اردو۷بفرقه ۵۱ وا ز قول اردو۸به چاربولک.
ج: تمام قطعات طی دو روز به وضع الجيش خود منتقل شوند.
۳-همزمان با اجرائ عمليه فوق کميسيون ذيل جهت برسی مسائل بعمل آمده توظيف ميگردد:
۱-جنرال عبدالمجيدروزی ازجنبش
۲-جنرال عبدالصبور از جمعيت
۳-محترم سلطاني از حزب وحدت
۴-جنرال علم خان ازادی
۵-نماينده دفتر يوناما
۶-نماينده PRT
۷-نماينده څارنوالي
۸-جنرال نبي خان از قول اردونمر ۸
۴-برای حل مسائل بطور دايمي تمام مواد ات موافقات شواری محترم امنيت ملی دولت انتقالي اسلامي افغانستان عملی گردد يعنی مرکز قطعات قول اردو۷ در تنگی مارمل ـ قول اردو۸ در لوای ۷۲ سابقه و فرقه ۳۸ درتنگي شاديان جابجا گردد.
۵-وزارت محترم امور داخله يک قطعه به کميت ۳۰۰ نفر پوليس مرکز را ظرف سه يوم به مزارشريف توظيف نمايد.
۶-افراد يکه درجريان جنگ بيجا شده اند دوباره بمحلات شان جابجا گردند.
۷-نظارت از متن فيصله نامه به دوش دفتر يوناما و PRT مېماند.
قرار شرح فوق فيصله نامه هذا صحت است وقابل اجرا میماند.
سندتوسط ذوات آتی امضاُ شد:
محترم ستر جنرال الحاج عبدالرشيد دوستم
محترم سترجنرال عطامحمد نور
محترم الحاج محمد اسحاق رهگذر والی بلخ
محترم الحاج جمعه خان همدرد قوماندان قول اردو۸
محترم الحاج سلطاني نماينده حزب وحدت
شاهد :سفېر محترم کشور دوست انگلستان Ron Nash
مسؤل يوناما ازکابل Jean Arnault
محترم وزېر امور داخله دولت انتقالي اسلامي افغانستان علي احمد جلالي
(اصل اين فيصله با امضاء اشخاص فوق الذکر ضميمه اين کتاب است)
ضميمه فيصله نامه هيئت محترم عالي رتبه وبزرگان شمال :
در ارتباط وحل کليه مسائل درهمه ولايات شمال شامل بلخ، سمنگان، جوزجان، سرپل، فارياب تمام موادات فيصله نامه مورخه ۱۷ ميزان ۱۳۸۲درمزار شريف قابل اجرا ميباشد وکميسيون مؤظف به همکاری دفتر يوناما و PRT درعملي نمودن ان اقدام نمايد.
این سند هم توسط ذوات آتی امضاً شد:
محترم ستر جنرال الحاج عبدالرشيد دوستم
محترم سترجنرال عطامحمد نور
محترم الحاج جمعه خان همدرد قوماندان قول اردو۸
محترم الحاج سلطاني نماينده حزب وحدت
محترم وزیر امور داخله دولت انتقالي اسلامي افغانستان علي احمد جلالي
شاهد :سفېر محترم کشور دوست انگلستان Ron Nash
مسؤول يوناما ازکابل Jean Arnault
محترم ډیویډ سیدنی David Sydney از سفارت کشور ایالات متحده امریکا
(اصل اين فيصله با امضاء اشخاص فوق الذکر ضميمه اين کتاب است)
د يادولو وړ ده چې دافغانستان انتقالي دولت د بن دپريکړو پر بنسټ جوړ شوی وو، دملګرو ملتونو ادارې او ایساف دافغانسان په ثبات کې همکاري او دبن د پروسي دعملي کېدودنده یې په غاړه درلوده .
څرنګه چې وخت ډېر کم و، نو دمزار شريف د ښار يو شمېر سپين ږېري د PRT مرکز ته راغلل او غوښتل يې دکورنيو چارو وزېر سره وګوري. د کتنې پر مهال سپين ږېرو وزېر صيب ته وويل چې په زرګونو کسان دولايت په دفتر کې ستاسې د ليدو په خاطر راټول شوي وو نو جلالي صيب دوی ته وویل چې زه فکر نه کوم چې په زرهاو کسان دې په مزار شريف کې ووسيږي، سپين ږېرو وويل چې د مزار ښار په لکونو نفوس لري،جلالي صيب دوی ته وويلې چې داسې وي او په لکونو خلک دلته اوسيږي زه دکورنيو چارو د وزېر په توګه تاسې باید دې ته تشويق نه کړم چې مظاهرې وکړئ خو تاسې بايد د دې ظالمانو پر ضد راپاڅيږئ او خپل اواز اوچت کړئ، دجلالي صيب هدف دا و چې ولس بايد راتلونکي تغېراتو ته اماده وي ځکه دامنيت شورا دفيصلې پر اساس بايد په ټول شمالي ولاياتونو کې تغېرات راشي. کله چې موږ د PRT نه راووتلو د BBC رادیو پښتو څانګې راته زنګ ووهلو چې مزار ته ستاسې دسفر نتيجه څنګه شوه، ځکه چې په دې وخت کې د جنرال دوستم او استاد عطا ترمنځ دجګړې په هکله رپوټونه خپاره شوې وکه څه هم په خبرونو کې مبالغه شوې وه خو بيا هم د مزار وضعه وخيمه وه. جلالي صيب راته وويل چې د BBC رادیوسره مرکه وکړه او ووايه چې دواړو خواو اوربند امضاء کړ او دمزار ښار دامنيت لپاره به دکورنیوچارو وزارت په درې ورځو کې له کابله يوه درې سوه کسيزه قطعه راولېږی چې دښارامنیت وساتي. کله چې ما د بي بي سي رادیوسره مرکه وکړه خلک د راډيوګانو له لارې له وضعيت نه خبر شول نوکله چې موږ ماښام هوايې ډګر ته ستنيدو، نو دسړکونو پرغاړه په سلګونو کسان راوتلي وو او زموږ موټرو ته یې چکچکې کولې او خوښي یې څرګندوله.
پر سبا چې وزارت ته راغلو، نوما جلالي صيب ته وويلې چې اوس دا درې سوه کسه پوليس له کومه کوې ځکه مامخکې یادونه کړې وه چې په وزارت کې کافي مسلکي پوليس ، موټرې او لوژستيکي امکانات نه وو نو جلالي صيب راته وويلې چې امنيتي معين جنرال هلاالدين هلالي سره دا کارونه همغږي کړه او که د وزارت باډيګارډان هم وي خو مزار ته يې وليږه چې خپله وعده پوره کړو.جلالي صيب وويلې که درې سوه نفرنه پوره کيدل ، فرق نه کوي خو نفر بايد وليږو ځکه چې څوک خو يې نه شماري چې څوکسه لاړول، همغه وو چې د جنرال خليل الله ضيايې په مشرۍ مو شا او خو دوه سوه پوليس د مزار ښار ته واستول چې د دې پوليسو په ليږلو د مزار په ښار کې پوره امن تأمېن شو.
که څه هم دا د ملي دفاع وزارت دنده ځکه وه چې د دوی دوه قول اردو قوماندانانو په خپلو منځو کې په جګړه کې ښکيل شوې و خو متاُسفانه چې موږ سره د د فاع دوزارت هېڅوک هم په دې سفر کې نه وو او نه دې ته چمتو و چې دا مسله حل کړي. به دی وخت کې ښاغلی محمدقسيم فهيم ددفاع وزارت وزیر و. د ټولوخطراتو سره سره د کورنيو چارو وزارت دا ابتکار په لاس کې واخېست او په مزارکې امنيتي وضع يې کنټرول کړه.
له دې وروسته د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډه د پورته فیصلو په رڼا کې د امنيت شورا ته په شمالي ولایتونو کې د تغیراتو په هکله مشخص پيشنهادونه وکړل تر څو امنیتي وضعیت په دایمې توګه سم شي دواړو وزارتوپه ګډه دا لاندې پیشنهادونه دملی امنیت شورا ته وړاندې کړل :
پيشنهاد درمورد اصلاحات ادار ی ،نظامې و خلع سلاح در صفحات شمال :
کميسيون مؤظف در مورد تطبيق فيصله های شورای محترم امنيت ملی به منظور تحکيم امنيت وثبات در صفحات شمال افغانستان به تاريخ ۲۰/۷/۱۳۸۲نشست کاری نموده وموضوع برخوردهای مسلحانه منطقه را مورد بحث و ارزيابی قرار داده وريشه های اختلافات ذات البينی ، بدامنی وبی ثباتی راتحليل نمودند وهیئت برای استقرار، ثبات وامنيت در منطقه تدابېر آتی را در سه مرحله پيشنهاد مې نمايد.
مرحله اول :پروسه رفع تشنج : الی ۱۰عقرب ۱۳۸۲
۱-تطبيق فيصله های مورخ ۱۷و ۱۹ دولت در مزار شريف در مورد قطع جنگ و بازگشت قطعات به موقعيت های دايمې ايشان.
۲-تعين والی وقوماندان جديد در ولايت بلخ
۳-اخراج پوسته های مسلح از شهر مزار شريف ومحدودیت حمل سلاح برای اشخاص واجد شرايط نظربه تصميم کميسيون امنيتي.
۴-موُکول بودن سوق قطعات مسلح از وضع الجيش اصلی آن به امر وزېر دفاع ملی و لوی درستيز
۵-تاُمين امنيت شهر مزار شريف توسط قطعه سه صد نفری پوليس اعزامې مرکز.
مرحله دوم : الی اخېر عقرب ۱۳۸۲:
۱-تجديد ساختار قول اردو های هفت وهشت به فرقه ها وتنظيم آن به سطح يک قول اردو.
۲-تعديل فرقه ها به غند ها.
۳-تعين قوماندان خوش نام و بی طرف در رأس قول اردو.
۴-تثبيت سلاح ،مهمات وسلاح ثقيله تا راکت انداز جمع آوری، ديپو وقرار دادن آن تحت کنترولPRT.
۵-غېر نظامې ساختن بندر شهر حېرتان.
مرحله بعدی : اصلاحات وسيع تر اداری:
۱-گزينش کادرهای در ادارات کليدی دولتی که در بر گېرنده امتيازات تنظيمې نباشد و تقرر اشخاص مسلکی و متخصص با رعايت ترکيب قومې در اين بست ها.
۲-توسعه اصلاحات اداری، امنيتی ونظامې به ساېر ولايات شمال افغانستان.
کميسيون تطبيق پلان :
برای تطبيق پلان فوق يک کميسيون با صلاحيت وبی طرف از نمايندگان وزرات های محترم دفاع، امور داخله و وزارت خانه های ذېربط تعين گردد تا عملاً در ولايات شمال فعاليت نمايند.
اين کميسيون با مقامات محلي ولايتي در تعين اشخاص مساعد که سهولت را در تطبيق پلان مطروحه به وجود اورد کومک نمايد.
کميسيون عند اللزوم پيشنهادات مزايد سازنده رابه مقامات عالي دولت ارائه نمايد، برای ترميم، اعمار وامنيت تمام ديپوها و ذخاېر اسلحه و مهمات کومک و همکاري PRT خواسته شود.
تقويه قوه امنيتي :
به مقصد پشتباني اين پروسه علاوه از قطعه سه صد نفري پوليس وزارت امور داخله، يک کندک اردو ملی و يک قطعهISAF در ولايت بلخ جابجا شود.
نقش آينده سران ورهبران شمال درقبال شاخص های ميزان کاري شان درصفحه تطبيق اين پروسه تعين کننده پيشنهاد مې گردد.
علي احمد جلالي - وزېر امور داخله
ستر جنرال عبدالرحيم وردگ - معاون اول وزارت دفاع ملي
دگر جنرال هلال الدين هلال - معين امنيتي وزارت امور داخله
دگر جنرال همايون فوزي - معاون وزارت دفاع ملي در امور پر سونل، تعليم وتربيه
(اصل اين فيصله نامه با امضاء اشخاص فوق ضميمه اين کتاب است )
دپورته فيصلو دعملي کولو لپاره دامنيت شورا، د کورنيو چارو وزرات تر مشرۍ لاندې يو کميسيون مؤظف کړ چې دپوره برسۍ نه وروسته دپورته مواردو دعملي کولو لپاره لازمې فیصلې وکړي.
د اکتوبر د مياشتې په ۲۶ مه نيټه ديکشنبې په ورځ جلالي صيب دیوهیًت مشري چې د ملي دفاع د وزرات لوی درستيز ستر جنرال بسم الله خان، دملي امنيت د شورا مرستيال انجنېر محمد ابراهيم سپين زاده، دمزار د اومې قول اردو قوماندان استاد عطا محمد نور، دامريکا د قواؤ يو تن جنرال (Gen. Prasek) او زه د کابل نه مزار ته لاړو تر څو دکميسيون فيصله په مزار کې اعلان کړو او هم انجنېر حبيب الله د بلخ ولایت د سرپرست والي او محمد اکرم خاکريزوال دنوې امنیه قوماندان په توګه او يو شمېر نور چارواکي معرفي کړو دا غونډه چې د بلخ ولایت په مقام کې جوړه شوې وه جلالي صيب د جنرال دوستم او استاد عطا محمد نور نه مننه وکړه چې دامنيت شورا د فيصلو حمايت کوي .
دجلالي صيب له خبرو نه ورسته استاد عطا محمد نور لنډې خبرې وکړې اودبلخ په ولایت کې يې د ريفورم نه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې دبلخ په ولایت کې د ريفورم د تطبیق نه وروسته په نورو شمالي ولايتونو کې د ريفوم عملي کول اسانه دي، د حزب وحدت ګوند په استازيتوب استاد سعيدي او د جنرال دوستم مرستيال جنرال روزی هم د دغه فيصلې نه ملاتړ وکړ. شپه مو په مزرا کې وکړه او سهار مو امنيه قوماندان جنرااکرم خاکريزوال او د امنيت آمر جنرال عبدالرزاق په خپلو نوو دندو معرفی کړل، ورپسې د شاه اولياء يعنې دعلي کرم الله وجهه روضې ته لاړو او له هغه ځايه مو دبلخ ولسوالۍ ته سفر وکړ ترڅو خلکو ته اطمېنان ورکړو چې دبلخ ولايت وضع عادي حالت ته بېرته راګرځيدلې ده. د بلخ په ولسوالۍ کې چې استاد عطا محمد نور هم رأسره و، وزېر صيب خلکو ته وويل چې دامنيت په راتګ سره به انکشافي کارونه هم پيل شي او خلکو ته به کار پيدا شي.
د بلخ ولسوالۍ يو تن قومي مشر الحاج عبدالقيوم وويلې چې ملت د حکومت نه ډېرې زياتې هيلې لري خو دمرکزي حکومت په موجوديت کې د بلخ په ولسوالۍ حمله وشوه، زموږ ديو تن دوه پښې قطع شوي، دخواجه پارسا جومات چې دوه سوه کلن تاريخي قدامت لري، په خپل منځي جګړو کې تخريب شو، نو بې وسلې کولو پروسه بايد دلته عملي شي او وسله وال ګروپونه بايد د بلخ د ولسوالۍ نه ووځي. دچاربولک د ولسوالۍ يو تن قومي مشر د شېر افضل خان په نامه هم دچاربولک له ولسوالۍ نه د وسله والو ګروپونو د وتلو غوښتنه وکړه، ده وويل چې زموږ حاصلات لکه د پخته ( پنبه) خريداري د دولتي چارواکو له خوا انحصار شوې ده او دا انحصار بايد له منځه ولاړ شي او موږ بايد پریږدي چې خپل حاصلات په ازاده توګه په بازار کې خرڅ کړو ، ده وویلې چې د نظامي تشکيلاتو کمښت ضروري دی، ځکه دوی پر خلکو اعاشه حواله کوي او پنځلس ورځې کيږي چې دجنګونو له لاسه زموږ مکاتب ټول تړل شوي دي. دغه مشر زياته کړه چې حکومت زموږ نه يوه کيلو پنبه په (۱۵) افغانۍ اخلي حال داچې په يوه کيلو زموږ (۲۰) افغانۍ مصرف کيږي، موږ د اوه کيلو غنمو په مقابل کې يو کيلو چای او د (۵۰) کيلو غنمو په مقابل کې يوه کيلو غوښه اخلو، داسې کسان هم شته چې کله د جنرال دوستم خواته ځي په ځان دعلي قل نوم ږدي او کله چې داستاد عطا خواته ځي نو پر ځان دعلي ګل نوم ږدي او کله چې د وحدت حزب خواته ځي په ځان دعلي داد نوم ږدي، همدغه کسان دي چې دوی په جنګ اچوي. يو بل تن سپين ږېري د عطامحمد قريه دار په نامه چې د چمتال دولسوالۍ اوسيدونکی و وويلې چې که امنيت نه وي د مرکز يو حکم هم دلته نه عملي کيږي، دلته ملت د جنګ سالارانو له لاسه په سر ولاړ دی او هر څوک چې دوه ميله وسله ولري د خپلې سيمې پادشاه دی.
يو بل دقاري عبد الصمد په نامه وويلې چې اوس موږ ته اميد پيدا شوی چې حکومت زموږ پوښتنه کوي خو دا مريض افغانستان دېرش کلن مريض دی او وخت ته ضرورت لري چې جوړ شي. استاد عطامحمد نور په اخر کې وويلې چې موږ د دولت هر امر منو، امنيت او دخلکو عزت غواړو او دامنيت شورا د وروستيو پريکړو ملاتړ کوو.
د بلخ دولسوالۍ د ليدلونه وروسته بېرته مزار ښار ته ستانه شولو او ديوناما په دفترکې مو د PRT د قوماندان سره وکتل. ديوناماداستازی او PRT دقوماندان نظر دا و چې د لوی څارنوالۍ نه بايد يو باصلاحيته هيئت مزار شريف ته راشي تر څو داختطافونو مسائل بررسي کړي دلته څارنوالان دمحلي چارواکو له خوا تهديد شوي دي او پوره بررسی نه شی کولای.
دبلخ په ولايت کې د فيصلې متن په لاندې ډول و:
فيصله کميسيون مؤظف در ولايت بلخ
شهر باستاني مزار شريف ۱۳۸۲/۸/۴
بمنظور تطبيق فيصله شورا امنيت ملي ومجلس کابينه اصلاحات لازم در پنج ولايات شمال در شهر مزار شريف مورخ ۴ عقرب ۱۳۸۲ فيصله ذيل بعمل آمد.
۱-به اساس منظوری مقام رياست دولت انتقالی اسلامې افغانستان محترم بريد جنرال محمد اکرم خاکريزوال بحيث قوماندان امنيه ولايت بلخ
۲-محترم بريد جنرال عبدالرزاق بحيث آمر امنيت ولايت بلخ
۳-الی تعين اشخاص مؤظف ذوات آتی بحيث سر پرست دربست ذيل تعين گردیدند.
-محترم انجينر حبيب الله رئيس پوهنتون بلخ بحيث سر پرست والي بلخ باحفظ پست قبلي
- محترم محمد ظاهر وحدت بحيث سرپرست معاون ولايت بلخ
ـ محترم محمد يونس مقيم بحيث سرپرست شاروال بلخ
ـ به اساس فيصله وتصميم وزارت امور خارجه نماینده وزارت امور خارجه در شهرمزار شريف تبديل و شخص مسؤل متعاقباً معرفی ميگردد.
ـ به اساس تصميم رياست عمومي امنيت ملي محترم جنرال عبدالخليل عامل به صفت رئيس امنيت ملی فارياب تعين وتقرر حاصل نموده است.
ـ همچنان تغېرات مشابه درساېر ولايت بعدا عملی ميگردد وشخصيت های که از وظايف سبکدوش گرديده اند درظرف وقت کم مقرر میگردد.
۴-قوماندان امنيه ولايت بلخ به همکاری هيئت های رهبری قول اردوهای ۷ و ۸ ومقام ولايت بلخ درهماهنگی باقطعه اعزامی پوليس مرکز در اخراج پوسته های داخل شهر ومحدوديت اسلحه درشهر طبق فيصله کميسيون امنيتي مزار شريف وجا بجا نمودن پر سونل در عوض قرارگاه های اخراج شده از شهراقدامات مقتضی بعمل مې آورند.
۵-وزارت محترم دفاع ملی به همکاری مقامات محلی PRT و دفتر يوناما سلاح و مهمات اسلحه ثقيله (ماشيندار 14 mmوبالا تر ازآن ـ هاوان 82mm وبالاتر از آن، تمام راکت انداز ها، تمام وسايط توپچی به شمول توپچی راکتی تانک، ماشين محاربوی پياده وزره پوش در تمام بلخ، ولايات شمالی که قطعات نظامې موجود ميباشد تثبيت و شرايط را برای جمع آوری آن مساعد نموده وتمام اين سلاح ها توسط وزارت محترم دفاع ملی الی آخر عقرب سال ۱۳۸۲ جمع آوری وتحت نظارت PRT قرار داده ميشود.
اشخاص آتی فیصله مذکور را امضاً نمودند:
الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم
مشاورخاص رياست ۱۰۱۰ در امور امنيتي ونظامې
سردار سعيدي رئيس زون شمال حزب وحدت اسلامې افغانستان
الحاج اسحاق رهگذر والی بلخ
دگر جنرال بسم الله خان لوی درستيز
علی احمد جلالي رئيس کميسيون مؤظف و وزېر امور داخله کشور
(پورتنی سند د دوی امضاء ګانو سره ددې کتاب په اخره کې ضميمه دی.)