ګرانه پلاره

 
  لیکنه۰ محمدعلی عمری ګرانه پلاره ته خو دخپل کوربنسټ اېښودونکئ یې ته که پخپل کورکې دسپرلي سپیڅلي ګلان کرلای شې نو ددې وس هم لرې چي خپل کورته اورواچوې۰ په دې کارکې ته پوره اختیارلرې تانه څوک دګلونو له کرڅخه  منعه کولای شي اونه دکورله سوځېدو۰ ته خو دخپل اولاد دپاره دسرسایه یې۰ ستا او لاد ستاپه لاس کښي ده ۰ دادرسته ده چي هدایت دالله ج په لاس کې ده خو دهدایت پرلاره سمېدل ستا په لاس کښي دي۰ ته باید دخپل اولاد په مینځ کښي بې تفاوته واوسې که دې زوی وي او که لور دواړه ستا دزړه ټوټي دي که ته نه وای نو ستا اولادبه هم نه وو۰ ته باید له خپل اولاد سره په نرمه او پسته لهجه خبري وکړي ترڅو ستا اولاد له تاڅخه نرمه او پسته لهجه زده کړي۰اې پلاره ته که لیکل او لوستل نه شې کولای  نو داستا دپاره یوه ناکامي ده خو ته باید خپل اولاد له دې خپلې ناکامۍ  څخه خبراو لرې کړې ستا په غاړه کښي یوډیر سترمسئولیت  لوېدلئ دئ او ستا مسئولیت بل څوک پرغاړه نه شي اخیستلای که ستا اولادپرغلطه لارروان وي اوټول ګاونډیان سرځیني ټکوي نو خلګ خو وتاته  ګوته نیسي اوتاته ښېراوي کوي۰ګرانه پلاره ته بایددژوند په هره شېبه کښي دخپل اولاد ستونزو ته داسي ځیرشې لکه یو جنګي قهرمان چي دتورې وهلو په وخت کښي خپل مخالف سیال ته چمتو وي۰هیڅ کله داهڅه مه کوه چي خپل اولاد په کوتک اولرګي سره پرنېکه لار روان کړې۰ ستا اولاد ستا تابع ده۰که ته په خپل کورکې لمونځ کوې۰ او دخدای ج له کورمسجد سره دې هیڅ تعلق نه وي بیا به ته په کومه خوله پرخپلو زامنو دا امر کوې چي مسجد ته ورځئ۰ ګرانه پلاره دپلار دپاره خو نیک اولاد دعاوي کوي۰او دخپل پلارله مړینې وروسته پخپل پلارپسې خیراتونه کوي او دخپل پلارپه رول سره ویاړي۰ مخکې تردې چي دمسئولیت باردې له اوږو څخه لویږي اوپرهډونودې زړښت حمله کوي۰ دغه باراوس ستاپراوږو پروت دئ اوس لاستا اولاد ستا تابع دئ دخپل مسئولیت له دې درانه بارسره پریوه نېکه علمي لاره روان شه زه ډاډدرکوم چي ستا بچیان درپسي دي ۰۰۰۰۰ په درناوي محمدعلی عمری سهیلی پښتونخوا۰ مسلم باغ omari.zabul@gmail.com (2012/11 دسمبر