
په افغانستان کې ورځ تربلي داسي خبرې او پیښې مخې ته راځي ، چې یوه له بلې زیاته دردونکي او خواشینونکي وي ، تیره ورځ مو په ډیر تاسف سره خبر ترلاسه کړ، چې د وحشي صفته او بشر دوښمنه بهرنیوځواکونو لخوا د نورستان په ولایت کې دیوه کور پنځه تنه غړی په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي. له پلټنو وروسته جوته شوه چې په دغه کسانو کې دری تنه وروڼه او دوه تنکي وریرونه شامل وو. د معلوماتو ترمخه دغه کسانود افغانی دود او کلتور له مخې دخپل ځانه سره یو ګډ(پسه) اخستی او دنورستان ولایت په کلایګل سیمه کې دیوه حاجي ستړي مه شي ته په لاره پلي روان وو، چې په افغانستان کې میشتو داړه مارو ځواکونو پرې هوایي برید کړی او دغه ټول یې شهیدان کړی دی. دنورستان د چارواکي وایې ،چې له دغه کسانو سره هیڅ ډول وسله نه وه او تش لاس وو.په وژل شویو کې دوه تنه هریو مولوي عبدالروف او مولوي عبدالاکبر زما د کوچنیتوب ملګري او څوکاله مو په یوه روزنتون(دارالایتام) کې شریکي زده کړي ترسره کړي. د دوې پلار جان محمد خان د روسي یرغلګرو لخوا شهید شوی وو، او مور یې په تور وربل کونډه پاتي شوي وه. د هغوې مور په میړانې او همت سره دخپلو کوچینو زامنو سالمه روزنه وکړه او ان تردې چې دوه زامنو یې په دینې علومو کې دفراغت سندونه ترلاسه کړل. له فراغت وروسته دغه جوړه وروڼود خپل کلي کې په یوه دینې مدرسه کې تدریس پیل او دجومات ، منبر او محراب له لارې یې د ټولنې په اصلاح پیل وکړ. اوس محراب او منبر دواړه خالي دی د جومات ملا نشته، د جمعې دورځې خطبه پاتي شوه، محله میراته شوه د اذان کولو سړی ورک شو، د حق ویلو او د خلکو د منازعاتو د حل او فصل ستونې د تل لپاره ټپ شو.هغه په سیکړو زده کونکي بي ښونکي شول،داستاذ له شفقته او مهربانې نه محروم شول،اودغه راز په یوه کور کې له دوه درجنو زیات ماشومان یتمان او دری میندې بورې شوي. اوس به ددغه کور د ماشومانو تربیه او سرپرستي څوک کوی؟ یوه نیا لري او هغه لا د خاوند د غم او ویره نه وه خلاصه ، چې د درییو ځوانیمرګو زامنو په ویر او ماتم اخته شوه.د امیدونو غوټۍ یې په رڼا ورځ د داړه مارو ځواکونو لخوا په ډیر بي رحمې سره ورژیدی او په خالي کور کې د غم پر ټغر کیناسته،اوس ورته پرته له ویر ،فریاد او ژړا څخه بل څه نه دی پاتې. د کلا هر کونج ته چې ورځې هلته به یې په یوه یتیم لمسي سترګې لګیږي او دا هره لحظه دهغې لپاره د تحمل وړ نه ده. په ریښتیا هم دغه مور په یوشتمه پیړۍ کې د خنسا یادونه راژندی کړل دقادسیه په جنګ کې د حضرت خنسا څلور زامن شهیدان شوی وو. او د مولوي عبدالروف ، ملا عبدالاکبر او محمد دوست مور او د دوو لمسیانو نیا په یوه وخت کې د پنځو جنازو شاهده وه نو ځکه مناسبه ده ، چې د یوشتمې پیړۍ د خنسا پرلقب ونازول شي.په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو دغه ډول ظالمانه کړنو دحکومت موجودیت ترپوښتنې لاندی راوستی او همدغه ناروا کارونه دی چې خلک پر حکومت باور نه کوی او ورځ تربلې د حکومت او لس ترمنځ د لری کیدو واټن زیاتیږي ، که چرته حکومت دخپلو اتباعو ساتنه نه شی کولای نو بیادی ولس ته ووایی ، چې خپله دقاع پخپله وکړی .په تیرو یولسو کلونو کې مو ولیدل چې هیوادوال مو په یوه او بل نوم وژل کیږي او هیڅوک یې پوښتنه نه کوي، دغه مظلوم ولس چاته ژړا او فریاد وکړی، نو ای د ځمکو او اسمانونو خالق ته یې چیغې او فریاد واوری او د وخت دغه سرو فرعونیانو ته داسي عبرتناکه سزا ورکړی ،چې ددغه یتمانو او کونډو تنده پرې ماته شي.