
افغانستان د
نړی یو له هغه هیوادونو څخه دی چی مذهبی یا غیر مذهبی فتوی پکی یو دود ګرځیدلی دی
، حالات دومره بدرنګ شوی دی چی دی افغان اولس هری وګړی خوله پیکه ښکاریږی ، دا په
دی مانا چی د دوی خولی هیڅ په ښو خبرو نه خوځیږی .
سیاسی ،
اقتصادی ، فرهنګی ، مذهبی ، کلتوری او
علمی شاته پاتی والی یو ناورین رامنځ ته کړی دی ، خو اولس بیا یوی بلی بلا پسی
اخیستی ، چی هغه دی نن سبا فتواوی دی ، او
دغی بلا په اولس داسی کانی کړی ، چی دی دوست او دښمن فرق پکی ناشونی دی ، بی اتفاقی او بی باوری یو داسی اوج ته رسیدلی
ده چی راټیټول به یی پیړی پیړی وخت ونیسی .
دلته فتواوی د مخصوصو اشخاصو او یا سیاسی کړیو لخوا صادریږی ، خو د بدبختۍ خبره دا ده چی کفاره یی بی ګنا
وګړی ورکوی .
موږ همیشه
له دغه سوال سره مخ کیږو ، چی کچیری دغو فتواوو دا اوسنی او یا پرونی مشکل حل کولی شوای ، نو په دی درو لسیزو کی
به خامخا حل کړی وای .
مګر دلته مشکل
بل څه دی ، هغه دا چی دا فتواوی د خارجی هیوادنو سیاسی اډیالوژی ده چی عقیدوی افغان اولس باندی یی د
مذهبی اډیالوژۍ په طریقه تحمیلوی ، خو دلته کی زموږ لویه بدبختی زموږه بی علمی ده چی له تیر څخه هیڅ عبرت
نه اخلو ، او راتلونکی ته کوم خاص پلان نه لرو ، پس پردیو خولو ته مو غوږنه څک نیولی وی ، او په ډیر غور سره یی اورو ، نور بیا دا نه
ګورو چی خپل وژنو او که پردی !!!
نو اوس غواړم چی یو څو نمونی د مثال په شکل رواخلم
.
ډاکتر ، انجینر ، دولتی افسر ، د ملی اردو عسکر ، او یا په دولتی چوکاټ کی
عادی مامور دی ، د دوی مرګ د طالب لپاره جایز دی ، دا په دی مانا چی د دوی سره
جهاد روا دی.
طالب ، دا که عادی دی او دا که له
مورچله ګوته په ماشه ناست ، او دا که ځانمرګی ( فدای ) دی ، دا ټول د یو ډګر خلک
دی .
دا می ایله ( مشت نمونه یی خوروار است ) رواخستل ،
دا چی څوک په حقه دی ، دا بیا دی تاریخپوهانو په اصطلاح به تاریخ فیصله کوی
.
اوس که سړی چیری فکر وکړی او تیرو اشتبهاتو ته چی زموږ اولس تر سره کړی دی
، سړی سره دا سوال پیدا کیږی چی ؟
روسانو چی کله زموږ په وطن تیری وکړ ، نو په مقابل
کی یی د افغان اولس له قوی مقاومت سره مخ شول ، او د جهاد ناره پورته شوه ، خو په دی وخت کی د افغان جهاد تر ټولو ستر
تمویلونکی و مرسته کونکی هیواد همدا ننۍ د امریکا وه ، نو د هغی وخت جهاد ته موږ اوس د
څه نوم ورکولی شو ؟
ایا د هغه وخت جهاد امریکایی جهاد
و ؟ ایا هغه جهادیان چی پرون یی افغانستان د روس له تړاکه خلاص کړ ، دوی اجیر او د امریکا غلامی عسکر و که دوی
مقدس او پاک خلک و ؟
او همدارنګه د افغانستان ننۍ دولت درواخله ، چی د بهرنیو هیوادونو مرستو
څخه برخمن دی ، او تر ټولو ډیر مرستی بیا هم همغه پرونۍ امریکا ورکوی ، چی پرون یی
همدغه افغانان د پلانکی او ډونګی په نامه
د یو او بل په وژلو ستړی کړل ، او
دوی ته یی د جهاد په کولو او د افغانانو په وژلو مرستی او ریشن ورکولو .
خو نن بیا همغه خبره ده د ملی
اوردو عسکر اجیر شو ، ملی اوردو اجیره ده انجینر جاسوس دی ځکه چی د امریکا مرستی
اخلی او داسی نور ................!!!
اوس نو سړی دیته مجبوریږی، چی د
پرون او نن فرق په څه کی دی ؟
زما په نظر دواړه یوه خبره دی ، پرون یی یو افغان د کمونیست په نوم درباندی
وژلو ، او توپک دی ده و ، او نن بیا تا همغه امریکا د طالب په نوم ورباندی وژنی ،
بیا هم توپک دی ده دی ، پرون یی د خلقی او پرچمی په نوم دی ده مرګ تا ته جایز کړو ، او نن یی بیا درته دی حلالو هم وویل
او ځانمرګی یی هم کړی ، او هغه خپل ورور یی بیا د جاسوس او اجیر په نوم هم درباندی ووژلو، او ته یی ورته القاعد او
توروریست کړی !!!
اوس نو فرق په څه شی کی شو
؟؟؟
بیا هم زما په اند هیڅ تفاوت نشته ، دا سیاسی ، او اقتصادی پردی جنګونه دی خو موږ دا جنګونه خپل کورته د خپل ورور وژلو په خاطر راوړی دی او بس .
زما خواست دا دی چی هغه که طالب دی او که ملا ، عسکر دی که افسر ، هغه چی
افغان وی نوره باید دغی ناورین ته دی پای ټکی کیږدی همدا یی وخت دی ، په ډیرو
بحثونو او سپیناویو دا خبره نوره هم ګرانیږی ،
دی وطن کی کښی باید ټول مشترک ملی احساس ولری او دا وطن نوره باید اباد شی
، دی نفاق او فتواوو بلا پسی نوره باید د
نفرت ډانګ راوخیستل شی ا و د خپل کلتور ځینی وشړل شی تر څو دا وطن یو اباد او سوکاله هیواد شی .
هلمند پردیس اوکراین –
ادیسی ښار