
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کوراو هرافغان مکلف دی ، چې په هیواد کې د پرمختګ ، سولې او ټکاو د رامنځته کیدو لپاره دتوان سره سمې هلي ځلي وکړي. همدغه هدف ته درسیدو په برخه کې مو په تیرو ورځو کې د وسلوالو طالبانو د یوه پخوانې لوړپوړې چارواکې محترم ملا اغاجان معتصم طرحه د رسینو له لیارې ولیده، په ریښتا هم په دغه طرحه د افغانې کشالې دحل کلیدي ټکو ته اشاره شوې وه. اوله ښکیلو ډلو غوښتل شوي وو، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او په هیواد کې دی دسولې او ټیکاو د رامنځته کیدو په برخه کې یو بل ته اوږه ټیټه کړي. مولانا صیب د سولې په خبرو کې پر صداقت ټینګار کړی او دغه راز یې له افغان حکومته غوښتې چې دسولې په موجوده میکانیزم کې دی بدلون راولي. که پرته له تعصبه د دغه طالب چارواکې خبرو ته زیر شو نو حتما به په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په لوری ګامزن شو. په افغانستان کې ښکیلو اړخونو ته پکار دی چې د ملا معتصم طرحه استقبال او د پلې کیدو په موخه یې عملي اقدام وکړي، ځکه چې جنګ پرته له تباهې او بربادې بله کومه پایله نلري او بلاخره دټولو جنجالونو دحل وروستې لاره خبرې او جرګې دي.تیرو تجربو ته په پام سره په افغانستان کې هیڅوک په زور حکومت نشي کولای او نه هم په زور کلي کیږي. نو اوس په افغانستان کې موافق او مخالف یو ښه چانس لري او هغه له 2014کال څخه وروسته له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل دي. کله چې دغه ځواکونه له افغانستانه ووځي نو بیا دجنګ مشروعیت ترسوال لاندي راځي، او دغه پوښته راپیدا کوي چې د جګړې دوام د چا پرخلاف؟دغه راز به د افغانستان د حکومت مخالفو ډلوته ګرانه وې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته خپل جنګیالي د جګړې لومړیو لیکو ته واستوي، اویاهم هغوې ته په دی قناعت ورکړي چې دیوه افغان پولیس او سرتیري وژل روا عمل دی..!په کابل کې له ډیرو افغانانو سره له 2014کال څخه وروسته اندیښنې موجودې دی او فکر کوي چې افغانستان به بیا د کورنې جګړې په ډګر بدل اودلته به د قوم ، سمت او دمذهب په نوم افغان وژنه پیل شي. خویوشمیرنور بیا په دی تمه دې چې دبهرنیو ځواکونو په وتلو سره به ارامې راشي او دلته به نوره دجګړې بانه ورکه او افغانان به سره په یوه ټغر راټول اودوروګلوې په فضا کې به خپل ژوند اختیار کړي.خو داکار هله ممکن دی چې په افغانستان کې ټولې سیاسي ډلي ټپلي له خپلو شخصې او ګوندي ګټو تیر او ملي ګټو ته ترجیج ورکړي او دغه راز له انعطافه کار واخلي.که چرته افغاني سیاسي اړخونه دتیر په څیرله پردیو الهام واخلي اویاهم دهغوې په خوښه خپلې پالسیانې جوړې کړی،پرته له شکه چې افغانستان به دجنګ په یوه نوې ډګر بدل او دلته به یوه خطرناکه سیمه ییزه جګړه پیل شي چې داور لمبې به یې ان ترتهران او اسلام اباد هم ورسیږي.په پاي کې زه د یوه افغان په توګه دمخالفو وسلوالو ډولو سره دخبرو اترو د بریالیتوب او په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په رامنځته کیدو کې دملاصیب له طرحې ملاتړ کوم او د نوموړی دغه اقدام دامنیت او ثبات په لور یو پرمختګ بولم.