د جون د مياشتې ۳۰ نيټه – 2003م کال

لسمه برخه
د جون د مياشتې ۳۰ نيټه – 2003م کال
د هرات ولايت د مختلفو قومونو او ګروپونو سره ليده کاته :
سهار مو د هرات ولايت د لسو ولسواليو د ولسوالانو او د بادغيس ولايت د مرستيال سره وکتل. جلالي صيب دوی ته وويل چې ولسواليو ته خاصه پاملرنه په نظر کې لرم چې هره ولسوالي بايد ودانۍ، موټر او نورې اړتياوې ولري نو ددې لپاره موږ په يو ملي پروګرام باندې کار کوو او ۱۳۸۲ش کال د سرطان د مياشتې د لومړۍ نيټې نه به هر ولسوال ته شل زره افغانۍ د دسترخوان لپاره دمياشتې ورکول کيږي.
همدغه شان د اداره عامه په نامه به تعليمي اداره او لایحه د وظایفو ولسوالانو ته جوړه شي چې په هغه کې د پوليسو، څارنوالانو او ولسوال نقش او رول واضحه وي.
ولسوالانو سره د ليدلو په وخت کې يو تن د خواجه عيسی په نامه چې د ښار د پوليسو د يو ماموريت مشر وو راغی او جلالي صيب يې د سهار چايو د څښلو لپاره بللی و. خواجه عيسی د شهيد افضلي (۱۵) د خپلوانو څخه و خو داسماعيل خان سره يې تعلقات ښه نه وو. کله چې خواجه عيسي سهار راغی نو اسماعيل خان وزېر صيب ته وويلې چې تاسې خواجه عيسي سره د چايو لپاره مه ځئ ځکه هغه ځای نه لري او هغه کوڅې ستاسو لپاره مناسبې نه دي. جلالي صيب وويلې چې فرق نه کوي زموږ هيواد دی او هر چېرته تللی شم او غواړم چې لاړشم.
باالاخره د اسماعيل خان په ډېر فشار جلالي صيب له خواجه عيسی څخه معذرت وغوښته او ورسره يې ژمنه وکړه چې په راتلونکي سفر کې به چې نوموړی هرات ته راځي نو ورسره به حتما چاي څښي. خوخواجه عيسی وويل چي زه مجاهد يم او د شهيد زوی يم او د القاعده او طالبانو پرضد جنګيدلی يم که رأسره لاړنشئ نو سخت به خفه شم. په دغه وخت کې اسماعيل خان خواجه عیسی ته وويلې چې «تو خيانت کرده اي» نو خواجه عيسی ورته وويلې چي ماخيانت نه دی کړی او د دواړو ترمنځ خبرې دومره ترخې شوې چې ګوندې خواجه عيسی جدي عمل وکړي، په دغه وخت کې موږ ټول او حتی د هرات ولسوالان، د بادغيس والي مرستیال او قومندانان ډېر زيات خفه شوو او اسماعيل خان ډېر وړوکی ښکاره شو چې د پولیسو د یوې حوزې د مشر سره یې داسې برخورد وکړ. که ددې سهار خبری ترخې او بې خونده شولې خو زماپه اند جلالي صيب بايد دابلنه رد کړی نه وای .
د دغې صحنې نه داسې معلومېده چې د هرات خلک څومره په اختناق کې شپې او ورځې تېروي. اسماعيل خان کولای شو چې خواجه عيسی ته يې خصوصي ويلي وای چې ولی يې د ده له اجازې پرته وزېر صيب ته بلنه ورکړې وه. په همدې ورځ دسهار په اتو بجو په هرات کي د اهل تشيع مشران د حجت الاسلام رجب علي په مشرۍ راغلل او جلالي صيب ته، دوی په خپلو خبرو کې وويلې چې: په تېرو ۲۵ کلنو کې هرچا په افغانستان کې لاسوهنه وکړه خو دافغانستان په ملت دې افرين وي چې اوس یې هم خپل ځان استوار ساتلی دی. اوس يوه فضا پيدا شوې چې هر قوم چې هرچېرته وي بايد مساوي حقوق ولري. کرزی صيب هیڅ قوم او هیڅ يوې کورنۍ ته په خاص امتياز قايل نه دی. جلالي صيب زياته کړه چې زه د کورنيو چارو وزارت لپاره چندان ليواله نه ؤم ځکه چې دايوه درنه وظیفه ده خو دکورنيو چارو وزارت بايد دافغانستان وړوکی ممثل وی.
د اهل تشيع ډلې يو کس وويلې: چې دهرات په اداره کې د اوياو رياستونو نه يواځې يو رياست اهل تشيع ته ورکړل شوی همداشان په لسو ولسوالانو کې يو هم د اهل تشيع نشته دی. همدارنګه د هرات په ښار کې په سلو کې څلويښت شيعه ګان اوسيږي يو يې هم په ښاروالۍ کې کومه دنده نه لري. دوی وويلې چې موږ نه غواړو چې چوکۍ د قوم په اساس تقسيم شي خو تعادل بايد په نظر کې ونيول شي. جلالي صيب د دوی په ځواب کې وويل چې په يوبل باور او فداکارۍ ته اړتيا شته او زموږ تصورات بايد په واقعيتونو ولاړ وي او بايد چې يو بل ته حق ورکړو تر څو زموږ ترمنځ باور زيات شي.
په همدې ورځ د جرمني سفېر چې په هرات کې وو د جلالي صيب سره وکتل او وويلې چې اسماعيل خان د دې مخالف دی چې ګوندې ايساف په هرات کې د بيارغونې ټيم پرانيزي (۱۶) خو جلالي صيب د جرمني سفېرته وويلې چې دا دمرکزي حکومت تصميم دی او که د دې مخالفت کوي نو بايد د هرات ولايت نه استعفاُ ورکړي. په همدې ورځ يانې د جون په دېرشمه نيټه جلالي صيب د خپل پلاوي سره د پي ـ ار ـ ټي په سي يوسلو دېرش الوتکه کې بېرته کابل ته راغی.


د کورنيو چارو وزارت کې د ستر سلاکار په توګه زما ټاکنه :
که څه هم د هرات او شمالي ولاياتونو دسفر نه د مخه جلالي صيب راته په شفاهي توګه ويلی و چې زه به د کورنيو چارو په وزارت کې دستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوم خو کله چې موږ بېرته کابل ته ستانه شولو تقريبا په درې او نيو کې زما د تقرر پيشنهاد د انتقالي دولت ریئس جناب کرزي صيب لخوا منظورنه شو. کرزي صيب له جلالي صيب څخه غوښتي و چې زه بايد په ارګ کې کومه دنده ترلاسه کړم خو ما جلالي صيب ته وويلې چې زه غواړم چې د کورنيو چارو په وزارت کې له تاسو سره دنده ترسره کړم او که دلته زما کار ستاسو سره نه کيږي نو زه په بل ځای کې کار نه کوم ځکه چې د جلالي صيب سره له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰م کلنو پوري ما د امريکا غږ راډيو د محلي خبريال په توګه په پيښور کې کار کاوه. ما غوښتل چې د جلالي صيب سره دنږدی نه کار وکړم ځکه چې نوموړي عالم او د تجربې خاوند دی او د هغوی له تجربو او پوهې څخه به ګټه پورته کړم او خپل هيواوالو ته به ښه خدمت وکړای شم. باالاخره د سرطان د مياشتې په نولسمه نيټه کرزي صيب زما د تقرر فرمان لاسليک کړو( د فرمان کاپي ددي کتاب په اخره کې ضميمه ده).
لکه څرنګه چې ما د کتاب په پيل کې ليکلي و چې کله جلالي صيب د کورنيو چارو وزارت د نده ترلاسه کړه نو د وزارت وضعه ډېره خرابه وه، د کاري ظرفيتونو کچه ډېره ټيټه وه، او مالي منابع چې څنګه د پوليسو او سيمه يېزو ارګانونو د ادارو لپاره لازمې وې موجوده نه وې او له بلې خوا ددي نش په کچه امکاناتوسره سره همزمان ورځنۍ پيښې او امنيتي مسائلوتعقيب او اداره بايدهم په مخ بيولی شوې وای، او له دې سره په تدریجي توګه بايد د وزارت ظرفيتونو ته هم ارتقاء ورکړل شوي وای،نو د دې لپاره موږ بايد نړيواله ټولنه په دې قانع کړې وای چې د کورنيو چارو وزارت سره کافي مرسته وکړي چې ملي پوليس او محلي ادارې تقويه شي.
د دې ترڅنګ موږ بايد د اساسي قانون د لوی جرګې لپاره ټاکنې ترسره کړې وې او هم مو د راتلونکو پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو لپاره دکارتونو د ویشلو لړۍ لپاره د امنیت زمېنه مساعده کړې وی دکورنيو چارو وزارت وړانديز داوو چې دکارتونو پرځای دې د تذکرو د ويشلو پروسه تطبيق شي ځکه چې تذکرې ويشل په سمه توګه د هيواد اداري، سياسی او امنيتي ټولو پروسو سره مرسته کولی شي او هم له بلې خوا به هرکال دولت د ټاکنو لپاره د کارتونو د ويشلو په پلمه میليونونه ډالرنه مصرفوي. خو متاسفانه چې زموږ دغه وړانديز ته د افغانستان حکومت او هم نړیوالې ټولنې په خپل وخت هر کلی ونه وایه او په عوض ددې چې د اداري چوکاټ دايمي اساس یا بنیاد کېښودل شي په بدل کې د ټاکنو دکارتونوپروسه چې هېڅ بنیاد نه لري مصارف يې تر اوسه پورې تقریباً دو سوو ميلونو ډالرو ته رسيږي حال داچې په هغه وخت کې تقريبا پنځوس ميلونه ډالره د کارټونو په ويش مصرف کېدلې.
په لومړي سر کې جلالي صيب ماته دنده وسپارله چې زه بايد د ولاياتي بيارغونې ټيمونو او د پوليسو د وجهي صندوق سرپرستي وکړم.
په ۲۰۰۳ م کال کې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د مرکزي حکومت د لږ نفوذ د نشتوالي له امله محلي چارواکو او ټوپک سالارانو خپل حکومت چلوه، او حتی اکثريت واليانو د ګمرکاتو عايدات مرکزي حکومت ته نه راليږل او ددې ترڅنګ محلي قومندانانو چې د ائتلاف د قواؤ سره يې په يو شکل د اشکالو اړيکي درلودلې زياتره به يې ولسي کسان د القاعده او طالب په نامه ځورول او نيول او په دې پلمه به يې له ولس نه باج هم اخيستو. اکثريت خلکو د لوړ پوړو چارواکو سره د کتنو په وخت کې د مرکزي حکومت نه دوه غوښتنې درلودلې چې د ائتلاف او ايساف ماموریت بايد له کابل نه ولاياتونو ته وغځول شي چې د محلي چارواکو قدرت محدود شي او دا ځکه چې په هغه وخت کې د ملي پوليسو او د ملي اردو جوړيدلو ته زيات وخت او امکاناتو ته اړتيا وه.
د ولس دویمه غوښتنه داوه چې يو شمېر محلي قومندانانو او چارواکو خپل مخالفین یا رقیبان په بيلابيلو نومونو ځورول او نيول به يې نو له دې امله ولس ټينګار کولو چې ولايتي بيارغونې ټيمونه دې ولاياتونو ته پراخه شي او هلته دې د جنګسالارانو مخه ونيسي او محلي چارواکي بايد دنورو سيمو اوسيدونکي وي ترڅو يوه بې طرفه اداره رامنځ ته شي او دخلکو دزور ولو مخه ونيول شي.
بالاخره د ناټو ځواکونو پريکړه وکړه چې دوی به د هيواد په يوشمېر ولاياتونو کې د بیارغونې ټیمونه جوړ کړي چې نيمايې کارونه به یې بیارغونه او نيمايې به نظامي فعالیتونه کوي او دا لاندې اهداف به ترسره کوي:
1. د مرکزي حکومت لمن به ولاياتونو او ولسواليو ته پراخوي.
2. د افغانستان د امنيتي ارګانونو په روزلو او ملاتړ کې به مرسته کوي.
3. په ولاياتونو او ولسواليو کې به د بيارغونې کارونو لپاره زمينه برابروي.
نو په دې توګه د کورنيو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې يو عالي کميسون چې څونورو وزارتونو او د امنيت شورا سلاکار هم په کې برخه درلودله جوړ شو تر څو د ولاياتي بيارغونې ټيمونو د کارونو سرپرستي وکړي. ددې کارونو دهمغږۍ لپاره د کورنيو چاروپه وزارت کې زما د مشاوريت په چوکاټ کې د پي ار ټی په نوم يو رياست د جوړيدلوتصميم ونيوه او زما د پیشنهاد په اساس جنرال سيدکمال سادات ددغه ریاست د ریئس په توګه وټاکل شو. د ناټو د قواؤ سره په تفاهم د کورنيو چارو وزارت د جنرال په کچه يو کس د ولايتي بيارغونې په ټيمونو کې مقرر کړو چې د بيارغونې کارونه د محلي ادارو سره همغږي کړي. خو متاسفانه چې کله موږ په ۲۰۰۵م کال کې له وزارت نه استعفاُ ورکړه دحکومت رول د ولايتي بيارغونې په ټيمونو کې کم شو. که څه هم د جلالي صيب وړانديز داو چې د دغه پروسې نوم دې د ولاياتونو د ثبات ټيم په نامه ونومول شي خو متاُسفانه د ولسمشر کرزي لخوا دغه غوښتنه ونه منل شوه او د (Provincial Stability Team) PST پرځای يې PRT
(Provincial Reconstruction Team) ياني د ولايتي بيارغونې ټيم نوم غوره وګڼلو.
دغه نوم وروسته يو مشکل رامنځ ته کړو ځکه چې هر والي په دې فکر وو چې که ددوی په ولايت کې د ولايتي بيارغونې ټيم دامريکا پرته د نورو هېوادونو وي نو ددې مانا به داوي چې د دوی په ولاياتونو کې به بيا رغونه کمزوري وي نو هرچا د امريکايانو د PRT غوښتنه کوله ځکه چې دامریکا PRT زیاتې پيسې درلودلې. د امريکااو نورو هېوادونو پراختيايې ادارو لکه USAID،DFID اوGTZ هم خپلې مرستې د ولاياتي بيارغونې ټيمونو له لار ې کولې او د دې نه برسېره د امريکا ترمشرۍ لاندې ائتلافي قواؤ د (Commander Emergency Respond Program) یا CERPپه نامه ميليونونه ډالر درلودل او هغه يې هم د ولايتي د بيارغونې ټيمونو له لارې د بيارغونې او نورو پروژو باندې مصرفولې تر څو د مخالفینو دنفوذ مخنیوی وکړي. په ۲۰۱۰م کال کې یوازی د CERP بودجه تقريبا دولس سوه ميلونو ډالرو ته رسيدله.