
نن په اوومه ورځ هم خوارکۍ د هماغه قبر سرته ناسته ده او مرثیي وايي ویر کوي ژاړي او همدا خبره یې له خولې بیا بیا وزي :
زویه زما نیازبینه زویه ته خو له ښاره راغلی وې ستا څه ګناه وه اخر
ولې یې پر تا ډزې وکړې او ولې یې له تا غچ واخیست ته خو ګناهګار نه وې تا
چیرته په ژوند کې میږی هم نه ؤ ازار کړی ته خو د ټول کلي د وړو او زړو امسا
وې تا خو به هر چا ته لاس ورکاوه .
زویه چې ښار ته تلې نو ما په
تا بیا بیا دا تاکید کاوه چې ځان سره پام کوه ښار کې ډیر بد حال وي هلته
موټرې دي په ډیره بې احتیاطۍ یې خلک چلوي هسې نه د کوم موټر لاندې رانه شې
خو زه څه خبره وم چې له ښاره به روغ رمټ تر کلي رارسې او تاته به بلا په
کلي کې پیدا کیږي او تا به له دنیا نه رخصتوي !
واه خدایه واه زما
لویه خدایه که زه داسې خبره وای نو ما به مې زوی ښار ته نه لیږلو دا خو ټول
د هغه لیوني فسادونه وو د هغې له لاسه ستا ښکلې ککرۍ خاورې شوه . الله دې
دظالمانو لاسونه مات کړي او الله دې په خپل غم اخته کړي .
خوارکۍ
به په ډیرو چیغو او سورو ستړې شوه د قبر شناخته به یې و خوځوله او په سلګو
سلګو به لاړه خپله موصله به یې راواخیسته او په نفلونو به ودریده .
هو د ځونیمرګ سلیم خان په ویر ککړه وه او ولې به نه وه هغه اوس ایله د ژوند دویشت پسرلي لیدلي ؤ .
سلیم خان چې یوازې د خپل مور پلار زوی نه ؤ بلکه د کلي د هر سپین ږیري
او سپین سرې زوی ؤ د هر چا په کار به راتلو که په کلي کې به ښادي وه نو
هغه خوارکی به لکه د نورو ځوانانو دساتیرۍ او ساز او سرود په محفلونو کې نه
ؤ بلکه د کلي مشرانو سره به اوږه په اوږه لګیا ؤ او دیګونه او خدمتونه به
یې کول او که به غم ؤ هم به له ټولو مخکې ؤ دمیلمانو خدمت دده په غاړه ؤ
حجره او جومات به په ده ښکلي وو .
د مور او پلار د ګټې وټي یوازنۍ
دریعه ؤ سهار وختي به یې ټیکټر چالان کړو او د نږدي کلیو د قلبې تروشل
اوبار راوړنې ټول کارونه په ده ؤ د نږدې کلیو خلکو به هم په بل چا کار نه
کولو هر چا به سلیم غوښتو دا ځکه چې هغه ډیر امانت داره زیارکښ هلک ؤ که به
یې چا ته قلبه کوله نو وار به یې پرې نه تیرولو بلکه د زړه له خلاصه به یې
پټی په بل مخ اړولو او که به تروشل ؤ هم به دی غریب کیناستو نه بلکه د
ټولو سره به برابر لګیا ؤ او څټي به یې اوچتول.
پدې ورځ چې دده د
ټیکټر کومه پولۍ خرابه وه نو سهار وختي له کوره ووت او ښار ته تلونکي په
اولني موټر کې سپور شو ددې لپاره چې زر راستون شي او په کلي کې بلا کارونه
ورته پراته وو.
وختي ښار ته ورسدو او خپل کارونه یې ډیر په بیړه بیړه تر سره کړل او بیرته د کلي په لور بیا هم په هماغه موټر کې راکیناستو .
غرمه وه او دغرمې د ډوډۍ مهال ؤ چې کلي ته راورسید د دوی کلی د عمومي
سړک نه لږ په ډډه ؤ نو ځکه مجبور ؤ چې هلته د لارې په سر کوز شي .
سلیم له موټره ښکته شو او خپل سامانونه یې ټول راکوز کړل غوښتل یې چې ټيکټر
راولي او سامانونه تر کوره ورسوي چې ناڅاپه یې سترګې په خپل ټيکټر ولګیدې
چې د کوز کلي د ویالې په غاړه کوږ ولاړ دی او دوه پايې یې پاس او دوه ویالې
ته لویدلي دي ورخطا شو خپل سامان یې هلته پریښود او د ټيکټر په لور ور رهي
شو .
خو دی نه ؤ خبر چې ټيکټر دده لیوني ورور نعیم له کوره راویستلی ؤ او د کوز کلي د میربادخان اوه کلن زوی یې پرې خمبیره کړی ؤ .
نعیم د سلیم مشر ورور ؤ خو دماغي حالات یې برابر نه ؤ هغه به تل دوی
ته ستونزې جوړولې خو پدې ورځ یې داسې ستونزه جوړه کړې وه چې دسلیم دسر په
بیه تمامه شوه.
سلیم خوارکی د خپل ټیکټر په لور روان ؤ چې د میرباد
خان مشر زوی چې دا وخت لا په ګرمه وینه کې ټوپک په لاس ګرځیده پرې سترګې
ولګیدي له لرې یې ټوپک ته ګولۍ وتیرې کړې او په سلیم یې ډزې پیل کړي سلیم
چې پوه شو چې مامله بل ډول ده نو د ځان ژغورنې هڅه یې وکړه او خواکې د هغې
غونډۍ په لور یې منډه کړه چې د پناه ځای یې پکې موندی شو خو ددې سره یې دا
نارې هم وهلې چې زما ګناه څه ده دا هلک ولې په ما ډزې کوي ما څه کړي دي زه
خو اوس له ښاره راغلم اې خلکو دا په ما ولې ډزي کوي که دوښمنۍ ته یې نیت وي
نو بیا دې ما پریږدي چې زه هم ټوپک راواخلم چې سره مالومه یې کړو خو په
همدې کې یې یوه ګولۍ وچه د شا له لورې په ولو ښخه شوه چې د لګیدو سره سم
راپریوتو خو دی لا مړ نه ؤ خو دتلو او تیښتې هم نه ؤ پدې کې د میرباد زوی
ورپسې په منډه راورسیده چې خپله ټوله د کلاشینکوف ججوره یې پرې خالي کړه
خوارکۍ یې ځای په ځای غلبیل کړ .او د میرباد زوی خان باد په لوړ اواز چیغه کړه اوس مې زړه یخ شو اوس مې زړه یخ شو
غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات العین