څه مو چې ولیدل یو سوداگریز اعلان ؤ



پخوا چې میډیا دومره په درز کې نه وه نو مونږ به هم ورته ډیر تږي وو .
ټوله ورځ به مو د ماښام اوو بجو ته انتظار ویستو چې کله به اوه بجې شوې نو بیا هغه د کلیوالي ښځو خبره چې ویلي غوړي به مو په نغري پریښودل او ځان به مو راډیو ته نږدې کاوه ( دا لندن دی ) د بي بي سي پښتو خپرونه .
ددې غږ سره به ټول غوږ غوږ شوو .
دا ټول مې ځکه وویل چې بلا ډیر کسان به یوې راډیو ته ناست وو هغې وخت کې د هر څه قحطي وه راډیو هم هر چا نه درلوده . اوس خو د هر چا په جیب کې راډیو خو پریږده چې ټیپ ریکاډر ، وي سي ار ، ټلویزیون او ان چې سینما گانې دي .
او بیا کله چې وروستي تحولات رامنځته شول نو د میډیا او ژورنالیسټانو لښکري افغانستان ته راخلاصې شوې څه به وایم خو تاسو ټول په جریان کې یاست په ډیر کم وخت کې افغانستان د ډیرو زیاتو رسنیو خاوند شو . ننداریزې . اوریدیزې ، او کاغذیزې او بالاخره په دې وروستیو کې الکټرونیزې .
بس څه به مو سر خوږوم دومره تلویزیوني چینلونه او راډیوگانې شوې چې په سلگونه سترگې او غوږونه ورته ونه لرې نو لیدل او اوریدل یې ناشوني دي .
زما موخه دلته داده چې لکه د ژوند د نورو اړخونو مو رسنۍ هم فقط د کمیت له نگاه نه ښې دي خو کیفیت یې د صفر سره ضرب دی
( ټولې نه خو ځنې ځنې )
تر هغې چې لا مې الکټرونیک میډیا ( انټرنیټ ) ته لاره نه وه پیدا کړې نو ټلویزیوني خپرونې په مې ډیرې تعقیبولې خو اوس یوازې خبرونه اورم او گورم .
خبره هسې اوږده شوه .
کله چې ټلویزیون ته کینم نو هرې څو شیبې وروسته یوه لنډه دمه که څه هم زړه مې نه غواړي خو اورم او گورم یې .
د نورو اعلانونو تر څنگ داسې اعلانونه هم پکې ډیر دي چې د سولې د راوستو او یا هم د وطن د ابادۍ په خاطر وي خو خفه په دې شم چې د اعلان په پای کې دا جمله ضرور اورم او لولم :
(څه مو چې ولیدل یو سوداگریز اعلان ؤ )
دا جمله که د تلویزیون کارکوونکي د خطر څخه د بچ کیدو لپاره لیکي خو په حقیقت کې که سړی ورته په ژوره مانا وگوري نو ددې جملې سره اعلان هغو اعلانونو ته ورته شي چې بې کاره استهلاکي او یا خوراکي مواد په تعریفونو او صفتونو ښکلي کوي .
د بیلگې په توگه د شامپو اعلان به د یوې ښکلې انجلۍ د ښکلي ویښتو څخه پیل کړي چې د هماغې بې کیفیته شامپو په مینځلو به له ویښتانو هغه د شاعر خبره د زلفو غرونه جوړ شي او نورو نجونو ته به ترې ټالونه جوړې کړي او ............
د سولې په اړه د اعلان په پای کې ددې جملې کارول عیناً مانا لري :
یعني هغه څه چې مونږ وویل ټول درواغ او دوکه ده .
رسنۍ وال دې خفه کیږي نه خو یا دې ددې بې مفهومه جملو له کارولو ډډه وکړي او یا دې هم که ډیر ویریږي نو بیا دې دا اعلانونه نه خپروي .
-----------
غلام رباني فیاض 
متحده عربي امارات ـــ العین