تعصب څوک کوي او متعصبین څوک دي؟

 
دا روڼ حقیقت دی چې تعصب داسې یوه ناروغي ده چې نه یوازې انسان د مذهب او دین له دائرې باسي بلکه د انسانیت له چوکاټه یې هم باسي .
که داسماني دینونو او یا هم دانسان په ایتکار جوړ شوي مذهبونه یو اړخ ته کیږدو او یوازې پر انسانیت تمرکز وساتو نو انسانیت هغه مذهب دی چې د ټولو انسانانو تر منځ شریک دی او هر انسان باید چې د انسانیت د مذهب پیرو وي.
هو دا بیله خبره ده چې ځني انسانان له دې کرښې اوړي او انسانیت ته دانسانیت په سترگه نه قایلیږي چې مونږ به یې په استثناءات کې واخلو.
د گردې نړۍ پر سطحه که خبره ونه کړو او یوازې د خپلې سیمې او هیواد په اړه خبره وکړو نو زه په اطمینان سره ویلی شم چې په افغانستان کې چې له تعصبه خالي قوم یا ملیت دی نو هغه یوازې پښتون دی.
له پښتانه ور ها خوا که زمونږ سره څومره ملیتونه اوسیږي د اکثرو بنسټ پر تعصب او کراهت ولاړ دی .
کراهت مې ورسره ځکه ذکر کړ چې د تعصب ټاکلي حدود هم پکې مات شوي او خبره تر تنفر او کراهته رسیدلې ده .
اړینه نه ده چې زما خبره دې د ټولنې پر هر فرد سمه ثابته شي کیدی شي ځني مستثنی پکې کې وي خو دگوتو په شمار چې بیا هم مونږ استدلال پر هغه چا کوو چې ډیری برخه تشکیلوی.
همداسې په په پښتنه ټولنه کې هم ځني د گوتو په شمیر داسې کسان وي چې له تعصبه به ډک وي خو بیا هم یو متعصب پښتون تر بل غیر متعصب غیر پښتون یو څه ناڅه ښه دی.
پښتون هغه ملیت دی چې د هیواد اکثریت نفوس تشکیلوي او هغه هم غوڅ اکثریت خو بیا یې هم کله دا شکایت نه دی کړی چې ولې زما ژبه د دفتر ژبه نه ده .
یوه ښه بیگه یې داده چې دافغانستان په ټولو ولایتونو کې تدریس د اکثریت په ژبه دی خو که د کندوز ولایت ته لاړشو نو اکثریت پکې د پښتون دی خو دا چې سمت یې شمال دی نو پر پښتنو هلته دري ژبه مسلطه کړی شوې ده او تدریس په دري ژبه دی خو پښتنو تر اوسه دا شکایت ونه کړ چې ولې.
له دې هم که راتیر شو نو پلازمینه زمونږ د ټولو ولایتونو شریک کور دی او ټول ملیتونه پکې اوسیږي نو په کار خو دا وه چې ښوونځي پکې په دواړو ژبو وای خو یوازې د گوتو په شمیر يو څو ښوونځي په پشتو ژبه لرو نور نو ټول په دري ژبه تدریس ورکول کیږي.
په تیر دوه سوه کلن تاریخ کې چې تل واک د پښتنو سردارانو سره ؤ خو له دفتره نیولې بیا تر درباره ژبه گرده ژبه فارسي وه . ان چې په پښتني ولایتونو کې هم چا پښتو نه ده لیکلې خو هیڅ پښتون دا شکایت ونه کړ چې ولې پر مونږ پردۍ ژبه تپل شوې ده .
د یو غیر پښتون سلطان په وخت کې چې له نومه یې تیریږم سره ددې چې پښتو ژبه نه رسمي وه او نه هم دفتري خو لږ ډېر شاعران وو چې په پښتو ژبه یې شاعري کوله چې له ډېرو یې د پښتو شعر ویلو په گناه ژبې غوڅې شوې دی خو په پښتنو سردارانو کې هیڅوک دا مثال نه شي ورکولای.
خو پښتنو خپلو بچیانو ته د قاعدې سپارې تر څنگ د شیخ سعدي پنج کتاب ، بوستان او گلستان و زده کړي دي .
شیخ سعدي په هیڅ لحاظ له رحمان بابا څخه نه ښه شاعر ؤ او نه هم د تصوف حامل خو پښتنو د رحمان بابا کتاب پر ځای د شیخ سعدي کتابونه خپلو بچو ته ښودل او د هر پښتون هڅه به همدا وه چې فارسي زده کړي.
هغه څه چې ما سره پيښ شوي دي :
زه د تعصب پر بنسټ نه بلکه د یو مسلم حق پر بنسټ په پلازمینه کې له هر چا سره په پښتو گڼیږم او مقابل لوری دې خېر دی ماسره په دري خبرې کوي .
د کابل په هوايي ډگر کې راته وویل شول چې ته ولې فارسي نه وایې ؟
زما ځواب دا ؤ چې زه په فارسي ژبه خبرې نه شم کولای نو نیغ یې راته وویل (تو چطور افغان استي که فارسي نه میفهي )
خو تر اوسه هیڅ داسې پښتون پیدا نه شو چې یو تاجک ته یې ویلي وي چې ته څنگه افغان یې چې په پښتو نه پوهیږي.
په لنډو ټکو یې که ووایم برعکس همدې غیر پښتون ملیتونو سره د دومره قربانۍ چې پښتون ورکړې او ورکوي يې بیا هم پر پښتون دمتعصب ټاپې لگولي دي.
نو اوس ووایاست چې متعصب څوک دی؟
زه وایم که تېر دوه سوه کاله پر مونږ حکومت دې ملیت کړی وای نو اوس به پښتو ژبه د تاریخ تورې کندې ته غورڅیدلې وه خو مونږ د دوی ژبه له بربادۍ ژغورلې ده او تر ننه مو خپله ژبه گڼلې ده .
د نور ژبو او ملیتونو سره تعصب نه لرم خو که د خپلې ژبې سره مینه تعصب وي نو یو څل بیا وایم چې زه په ډېر ویاړ د همدې تعصپ پر سر دار ته تیار یم.
غ ـ رـ فیاض