تېر به نه هیروو

  مرکچي مایک په لاس مخکې او کمره مین ورپسې د ښار په واټونو ګرځیدل هر سپین ږیری او مشر به چې مخې ته راتلو یو څو ټکي مرکه به یې ورسره کوله . دا ځل چې د مرکچي سترګې په یوه ښکار ولګیدې نو مخ یې د کمرې پر لور کړ او ویې ویل : د تېر به نه هیروو د خپرونې درنو لیدونکو مخامخ یو کاکا را روان دی غواړو چې له ده څخه یو څو پوښتنې وکړو او دزړه خواله ورسره وکړو. مرکچي : کاکا سلام علیکم ! کاکا : وعلیکم السلام ځوانه ستړی مه شې . مرکچي : کاکا مونږ د څپې ټلویزیون د ( تېر به نه هیروو ) د خپرونې جوړونکي یو غواړو یو دوه پوښتنې درسره ولرو تاسو ته په دې خپرونه کې هر کلی وایو . کاکا ورته د سر په خوځولو او مهربانۍ ویلو ځواب ورکړ . مرکچي ویل چې کاکا په سر کې که راته ووایاست چې عمر مو څومره دی ؟ کاکا په خندا شو او ویل یې بچی زمونږ په وخت کې خو تاریخ ماریخ چا نه لیکلو نو باوري نه شم ویلی خو همدا د پنځه شپیته او اویاوو تر منځ یم . مرکچي له یو دوه نورو پوښتنو وروسته ویل کاکا راته ویلی شې چې ستاسو د ځوانۍ په وخت کې ښه سندرغاړي څوک څوک وو ؟ کاکا خپل څادر پر ولیو راسم کړ او ویل یې چې سندرغاړي خو بلا ډیر وو او ټول د قدر وړ دي زه به درته څوک ، څوک یاد کړم  ګل زمان استاذ ؤ چې اوس هم ژوندی دی او رب دې ژوندی لري منور استاذ ؤ الله دې یې وبخښي دغه شان ایوب استاذ او نور ډیر وو . مرکچي ویل رحیم غمزده څنګه ؤ ؟ کاکا کټ کټ په خندا شو ویل هو هغه هم پخپل وخت ښه سندرغاړی او شاعر ؤ . مرکچي : ښه کاکا مونږ د تېر به نه هیروو په خپرونه کې نن د رحیم غمزده یوه سندره ټاکلي ده که هر چا راته دا سندره سمه زمزمه کړه نو پوره زر افغانۍ انعام به ورکوو نو څنګه تاسو چمتو یاست چې راته زمزمه یې کړئ !؟ کاکا ویل هو ولې نه کوشش به وکړم خو تاسو راته سندره وښایاست چې کومه سندره ده ! مرکچي ورته پوره وویله : زما ښکلیه جانانه زه جارشمه له تا نه ما مه شړه له ځانه قربان دې شمه السلام السلام . کاکا مرۍ رڼې کړې او سمدلاسه یې د سندرې په زمزمه پیل وکړ . له زمزمې سره مرکچي ویل کاکا ستا اواز خو هو بهو د رحیم غمزده اواز دی ډیره ښکلې زمزمه دې وکړه خو د انعام وړ ځکه نه ده چې رحیم غمزده به دا سروکې په یوه یا دوو ساګانو ویله خو تاسو پکې ساه ډیره واخیسته خیر دی یو چانس بل هم درکوو زمونږ انعام لا چا ګټلی نه دی یو ځل یې راته بیا زمزمه کړه . کاکا یو ځل بیا سندره زمزمه کړه خو بیا یې هم پکې یو دوه ساګانې واخیستې . مرکچي ویل سمه ده زه پوه شوم زما په اند دا دعمر تقاضه ده که څه هم ساګانې مو پکې واخیستې خو زمزمه مو هو بهو د رحیم غمزده وه انعام دې وګټلو مبارک شه کاکا او په لاس کې نیولې لفافه یې کاکا ته ورکړه . د خپرونې کارکوونکي د خپرونې د غځولو لپاره مخکې روان شول او کاکا په هماغه ځای هک حیران لفافه په لاس ولاړ پاتې شو او د خیالونو په سمندر کې پسې لاهو شو په داسې حال کې چې د مخ په شیلو یې د جګې پوزې په دواړو غاړو کې دوې غټې اوښکې رارهي شوې د ځان سره په ګڼیدو شو : هی هی څه د لباس زمانه راغله هر څه لباسي دي هر څه بس په خبرو کې دي عمل د نشت برابر دی دا وګوره د تېر به نه هیروو خپرونه چلوي زما سندره ورته یاد وه زما غږ او اواز یې په مازغو کې ؤ خو زما څیره یې نه پیژنده دوی یوازې زما سندرې اوریدلي دي او یوازې زما کمپوزونه یې اوریدلي دي او یوازې زما شعرونه خو تر اوسه یې هیڅکه دا ونه ویل چې راځئ چې غمزده وګورو چې څه حال کې دی بس خپرونه جوړوي تېر به نه هیروو خو تش په خوله . کاکا هله د خیالونو له نړۍ راستون شو چې چا پرې د شا لخوا غږ کړ چې : رحیم غمزده کاکا سلام علیکم څنګه ولاړ یې ؟ ---------------------------------- غلام رباني فیاض