نوښت او زمونږ ټولنه

  • کله هم چې زمونږ کوم پخوانی سندر غاړی او یا هم هنرمند څخه د کومې رسنۍ والا پوښتنه کوي چې پخوانۍ او اوسنۍ موسیقي څنګه پرتله کوﺉ نو دهغې ځواب همدا وي چې پخواني موسیقي ډیره ښه وه سوچه وه او الات یې هم ټول لاسي وو خو اوسنۍ موسیقي ټوله له تقلبه ډکه ده او موسیقي الات یې هم ټول بریښنايي دي .
    زه ورسره دا خبره منم چې پخوا موسیقي الات لاسي وو او په هر ځای کې سړي کولای شول ترې استفاده وکړي خو پاتې شوه نوره د تقلب خبره نو پدې ورسره موفق ځکه نه یم چې دا نوښت دی او د نوښت سره په څنګ کې د وخت اړتیا ده کله چې زمانه پرمختګ کوي وخت بدلیږي نو طبیعي ده چې په ټولو شیانو به اغیز کوي . که پخوا د اس او خره سورلي وه او اوس د موټر او الوتکې نو څوک دا ویلی شي چې د اس او خره سورلي له موټر او الوتکې نه ښه وه .
    دلته زما موخه له موسیقۍ څخه دا نه ده هسې نه چې تاسو به وایاست چې فیاض د موسیقۍ دومره عاشق دی چې پرې لیکنې کوي بلکه زما موخه دلته له نوښت او له هغې نه زمونږ د ټولنې د غړو انکار دی موسیقي خو ما د بیلګې په توګه یاد کړه .
    مونږ له هر نوښنه انکار کړی دی زما په اند زمونږ د ورسته پاتې والې لامل هم ډیر همدا کیدی شي .
    یوازې موسیقي او یا موسیقار نه دی بلکه په نورو اړخونو کې هم مونږ نوښت ډیر په ځنډ منو هلته یې ومنو چې هغه د چا خبره له کاروانه ډیر وروسته پاتي شوي وو .
    نن سبا د پښتو په ادب کې هم دا ډول خبرې شته لکه د بیلګې په توګه پخوا چې مانا مونږ په معنی لیکله اوسنی شکل یې د ژبپوهانو په اتفاق مانا دی چې دا یې هغه پښتو شوی ټکی دی او همدا ډول صاحب ؤ چې اوس په صیب لیکل کیږي صحرا اوس په سارا لیکو معلوم اوس په مالوم لیکو خو زما په نږدې ملګرو کې داسې ادیبان شته چې دا نه مني او وايي دا دعربي ژبې لغاتونه دي باید په خپل شکل ولیکل شي که اوسنی ادب ژور مطالعه کړو نو په عربي کې هم اوس ډیر توپیر راغلی دی د بیلګې په توګه په قرآن کریم کې سموت لیکل شوی خو اوسني عرب یې سماوات لیکي همداسې ډیر نور ټکي شته چې پخواني او اوسني کې توپیر لري حتی چې ځني عرب لکه مصران اوس ګاف او (چ) هم لیکي چې د عربي ژبې په الفبا کې شامل نه دي .
    یو ساده مثال به ووایم که زمونږ په کلیو او بانډو کې دې چاته وویل چې کلیمه داسې نه داسې وایه او یا لمونځ داسې نه داسې دی نو سمدستي نیغیږي او درته وايي چې ته اوس له کومه په مونږ نوی دین جاري کوې زمونږ پلار نیکه همداسې ویله مونږ خپله د پلار او نیکه لاره نه پریږدو دلته خو خبره د نوښت هم نه ده خو بیا هم غاړه نه ږدي او پخپله هغه به کلک ولاړ وي .
    بوډاګان مو تل د ځوانانو سره پدې وران وي چې دا ویښته دې داسې دي دا جامې دې داسې او یا.....................
    نو خبره داده چې که مونږ له هر نوي شي څخه په شا کیږو نو بیا د پرمختګ دې قافلې سره زمونږ یو ځای کیدل ناشوني دي .
    زه له هغه پخواني سندرغاړو دا پوښتنه کوم چې ستاسو په وخت کې پښتو موسیقي ډیره پرمختللې وه که اوس .
    اوس ډیر غیر پښتانه زه وینم چې پښتو موسیقي اوري لکه پخوا به چې مونږ هندي موسیقي اوریده اوس د پښتو دې نوې موسیقۍ دا خالا هم تر یوه حده ډکه کړې ده اوسني ځوانان دومره هندي موسیقي نه اوري لکه څومره چې پخواني ځوانانو به اوریده
    د هغې لامل هم داوه چې هندي موسیقي زمونږ له موسیقۍ په پرتله ډیره پرمختللې وه خو اوس زمونږ موسیقي هم له هندي هغې نه کمه نه ده .
    همدا ډول که مونږ د خپلې پښتو ژبې په پراختیا او سوچه والي کې هڅې وکړو نو دا به هم تر یوه ځایه ورسوو .
    ټول ادیبان دې په یو غږ یوه پښتو کره پښتو خپله کړي
    غلام رباني فیاض