
د ولسمشر له لوري په ۱۳۹۱/۵/۵ نېټه د اصلاحاتو په خاطر ۴۵ګڼه فرمان صادر شو، د دې فرمان د صادرېدو ضرورت هغه وخت پيدا شو، چې د اساسي قانون د شتون سر بېره په ډېرو ادارو کې نيمګړتياوې موجودې وې، د يادو دستونزو د لېرې کېدو او د صادر شوي فرمان د تطبیق په موخه وزیرانو د ولاياتو څخه نمايشي ليدنې شروع کړې، خو د ستونزود لېرې کېدو پرځای یې د ولاياتو څخه ګڼ شمېر تحفې ترلاسه کړې، هر ولايت ته په تګ سره یې ستونزې ياداښت کړې، د کابينې په غونډو کې يې واورولې، د اصلاحاتو په خاطر يو شمېر چارواکي تغير، تبديل او يو شمېر نور يې له دندو ګوښه کړای شول، خو تر دې دمه د یاد شوي فرمان ګټه چا ونه ليده، ځکه اوس هم اصلي ستونزې پرځای پاتې دي، چې په لنډ ډول یې لاندې خلاصه کوم. په ملي شوراء کې ستونزې: د ملي شوراء غړي ځانونه خودمختاره بولي، او وایي چې دوی د هر څه صلاحيت لري، هر څه چې وغواړي بايد پلي يې کړي، په هره برخه کې مداخلې کوي، غيرې قانونې کړنې ترسره کوي خو مخنيوی يې څوک نه کوي، او د ټولو نيمګړتياوو سربېره په غونډو کې دلچسپی هم نه لري، د تېرې سه شنبې په ورځ (20/11/2012) د ولسي جرګې رئيس ابراهيمی په خپله يوه وينا کې چې د ملي شوراء غړو ته يې کوله وويل؛ د ملي شورا زيات شمېر غړي په غونډو کې دلچسپي نه لري او يوازې د غيرقانوني کړونو ترسره کولو لپاره په ادارو ګرځي. په عدلي او قضایي ارګانونو کې ستونزې: عدلي او قضايي ارګانونو لپاره معيار ندی ټاکل شوی، په ځانګړي ډول څارنواليو ته، په څارنواليو کې داسې دوسيې شته، چې کالونه کالونه ندي څېړل شوي، هغه څوک چې بېګناه وي خو واسطه او پيسه نه لري، توقيف او هغه څوک چې بيا د ګناه ترڅنګ پيسې او واسطې لري آزادېږي، هغه څوک چې قانون تر پښو لاندې کوي، غيرقانوني کړنې کوي، د مظلوم حق خوري، پرځای د دې چې سزا وويني، څارنوال یې د پيسو په مقابل کې سپين باز جوړوي، زيات شمېر څارنوالان د پيسو په مقابل کې سپين توروي او تور ته سپين وایي. په امنيتي ارګانونو کې پرتې ستونزې: پدې ارګان کې يو شمېر داسې چارواکي شته، چې د څو کالونو راپدېخواء يې په يوځای کې دنده ترسره کړې، او هلته يې داسې لارې چارې موندلي چې له وجهې يې خپل جيبونه ډک کړي، ولس چې له څومره ستونزو سره مخ شي، دوی يې پروا نه کوي خو يوازې د خپلو جيبونو د ډکولو په خاطر هلته شپې ورځې تېروي، پکار ده، چې د دې ارګان مسوولین پلټنه وکړي، چې څوک په ايماندارۍ، وطندوستۍ او احساس خپلې دندې پرمخ بيا یي، څوک نظم دسپلين لري، څوک د هېوادوالو خدمت کوي او څوک دي، چې د پيسو په مقابل کې د ورانکارو مرسته کوي، هغه څوک چې تر دې دمه يې خپلې دندې ښه پرمخ بيولي، کارونه یې تعقيب کړي او ښې لاسته راوړنې لري باید تقدیر او هغه څوک چې د پیسو په مقابل کې د ورانکارو لاس نیوی کوي سزاوويني. که چېرته امنيتی مسولين په رېښتني ډول خپله دنده پر مخ يوسي، د قاچاقبرانو مخه ونيسي، ورانکاري فعاليت ګر په نښه کړي، غيرقانوني کړنو مخه ونيسي؛ ليرې نده، چې هېواد به مو له ستونزو څخه وژغورل شي، او ټول هېوادوال به مو ارام وي. خو په تاسف بايد ووايم چې اوس هم يو شمېر منسوبين په دې ليکو کې يوازې د خپل شخصي غچ اخيستو لپاره ځای پرځای شوي، دوی پدې سپيڅلې دنده کې خپل شخصي غچ اخيستل غواړي چې بايد مخنيوی یې وشي. پکار ده، چې امنيتي او قضايي ارګانونه هغه څوک په نښه او د قانون منګلو ته وسپاري، چې په غيرقانوني کړو، جعل، تذوير، غصب او نورو ناوړه کارونو کې لاس لري.هغه څوک چې زور، ظلم، پيسو او د زر په زور قانون ترپښولاندې کوي، هغه څوک چې د دولتي بوديجې څخه ناوړه ګټه اخلي. په پورته ذکر شويو ارګانونو کې بايد ټول منسوبين اومسولين پرخپل نفس پوره حاکميت پيدا کړي، ترڅو هر کار په پوره ايماندارۍ ترسره کړي چې په پايله کې به یې زموږ وطن له ستونزو وژغورل شي. په پای کې د ټول کارپوهانو، نظر خاوندانو او سياسي شنونکو څخه په درنښت هيله کوم، چې د خپل رسالت د اداء کولو په خاطر دې د خپل قلمونو له لرې خپله مقدسه وجيبه سرته ورسوي، ترڅو هېواد مو ارامه او سوکاله شي. صمد افغان