د عمران خان څرګندونې، د افغانانو چوپتيا او زړه سوی

پرون پنجشنبه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي او د تحريک انصاف د ګوند رهبر عمران خان په يوه خبري غونډه کې له خبريالانو سره په خبرو کې افغانستان کې اوسنی روان ناورين جهاد وباله، عمران خان په خپلو خبرو کې ويلي، چې هر هغه څوک چې د خپلې آزادۍ لپاره جنګېږي هغه جهاد دی، که څه دپاکستان د پوځ پخواني افسر اسد منير او د پېښور پوهنتون رئيس ډاکټر قبله اياز د عمران خان څرګندونې د سيمې له حالاتو د نوموړي بې خبري ګڼلې، خو يو شمېر روڼ اندو او په وطن مينو افغانانو سره يې دا سوال پيدا کړی، چې ولې د پاکستان زيات شمېر رهبران او تش په نامه عالمان په افغانستان کې روان ناورين جهاد ګڼي، د دې خبر تر څنګ مې په ګڼو برېښنايي رسنيو کې دا هم تر سترګو شول، چې د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزارت مقام لخوا په هېواد کې ټولو ۵۵۰۰ ښوونځيو سرښوونکو ته هدايت ورکړل شوی، ترڅو سبا د شنبې ورځ د روان ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د مياشتې په ۱۳مه نېټه د اسملۍ په وخت د ملي سرود څخه وروسته ټول زده کوونکي، ښوونکي او سرښوونکي دې د سوات منګورې ساحې يوې ټپې شوې زده کوونکې ملالې يوسفزۍ ته د صحت او سلامتيا دعاګانې وکړي، د ښونې او روزنې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د آغلې يوسفزۍ ترڅنګ په هېواد، سيمې او نړۍ کې په زده کوونکو بريدونه غندلي او داسې بريدونه يې پر انسانيت بريدونه ياد کړي، د پوهنې وزارت څخه مخکې د ولسمشر د وياندوۍ له دفتر څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې پر ملالې يوسفزۍ بريد په سختو ټکو غندل شوی و، په سويډن کې د افغان علمي او فرهنګي مرکز تر څنګ د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ګڼ شمېر افغانانو پر ملالې بريد غندلی، موږ هم نه يوازې دا، چې پر وياړلې ملالې يوسفزۍ بريد غندو بلکه په هېواد کې دننه  هم ټول هغه بريدونه چې پر معصومو زده کوونکو کېږي غندو او يو جاهلانه عمل يې بولو. افغانانو سره لدې چې په تېرو درې نيمو لسيزو کې يې تر هر وخت ډېرې ستونزې ليدلي، هره ورځ د افغان په وينو کورونه، سړکونه، لارې او موټرونه رنګ شوې، خو تر دې دمه افغانانو خوله چوپه ساتلې او دا يې ندي ويلي، چې دې هېواد ته د ځانمرګو بريدګرو، تروريستانو، جعل کارانو او نورو خرابکارانو رالېږل د همدې ګاونډي هېواد پاکستان څخه کېږي، چې دا خبر اوس نه يوازې افغانانو بلکې ټولې نړۍ ته جوته ده، که خبره نوره هم بربنډه کړو دې نتيجه ته رسېږو چې د افغانستان د بدبختۍ او تباهۍ ورځې له هغه وخته شروع شوې، چې له کله نه پاکستان جوړ شو، پاکستان د دوی د پلارونو (انګريزانو) له لوري د افغانستان د تباهۍ او منځنۍ اسيا د وروسته پاتې کېدو لپاره جوړ شو، له هماغه تاريخ څخه نيولې بيا تر ننه پورې زموږ هر نسل د تعليم له عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې شوی، او اوس يې نسلونه نسلونه وشول، چې همداسې بې تعليمه پاتې دي، سره لدې چې په هېواد کې اوسني معارف ښه وده کړې، د پوهنې وزارت د سروی له مخې په تېرو يولس کالونو کې يوازې ۱۵ سلنه هېوادوال تعليم يافته شوي، خو دا شمېره هم ډېره کمه ده، سره د دې چې د نړيوالې ټولنې د همکارۍ لاس زموږ د هېواد سره و، تر دې دمه زموږ د پوهنې وزارت مسوولين او نور مقامات و نه توانېدل، چې په ليرو پرتو سيمو کې هم د معارف ډيوې بلې کاندي، او په ځانګړي ډول په هغه ساحو کې چې هلته د طالب جنګياليو ويره زياته ده، طالب جنګيالي، چې سرچينه يې د همدې کثيفې خاروې څخه ده، په افغانستان کې د پوهنې ډيوه بله نه غواړي بلکه غواړي چې همېشه دا هېواد د پوهنې له عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې او نسلونه وروسته به په هېواد کې داسې څوک نوي، چې وتوانېږي د افغانستان لپاره سرنوشت ټاکوونکی وي، په هېواد کې دا حالت او بيا همداء حالات ژوندي ساتلو کې سيمي او په ځانګړي ډول د پاکستان دوه عمده هدفونه دي، يو دا چې افغانان څومره بې تعليمه کېږي هموره به د پاکستان احتياج کېږي، ځکه هغه هېواد اوس فابريکې لري، منظم شفاخانې، د ټيسټ لپاره منظم او باکيفيته لابراتوارونه او ډېرې داسې اسانتياوې لري، چې زموږ په هېواد کې نشته، همدا لامل دی، چې موږ د کوچنې کار لپاره هم پاکستان ته ځو، بله ګټه چې د پاکستان هېواد لپاره په لاس ورځي هغه به دا وي، چې څومره افغانان د هغه پاکستاني او افغاني جنګياليو طالبانو له لوري بې تعليمه کېږي، هموره به پس مانده وي، د هراړين توکو اخيستو لپاره پاکستان ته احتياج وي، پاکستان به ورته د نړۍ تر ټولو غوره او ښه هېواد معلومېږي او همدا لامل به ګرځي، چې افغانان به د پاکستان لاس ته پريوځي، لکه څنګه يې چې د طالب جنګياليو په وخت کې پاکستان افغانستان خپله پنځمه صوبه بلله همداسې به په راتلونکې کې خپل پلان عملي کوي. افغانان خپلو ګاونډيانو په ځانګړي ډول د پښتونخواه له خلکو سره ځانګړې مينه لري، ځکه خو په پښتونخوا کې پر يوې معصومې انجلۍ بريد نه يوازې د افغانستان ولسمشر بلکه، په هېواد کې دننه او بهر ټول افغانان په کلکو ټکو غندي، په رسمي اوقاتو کې ورته د صحت مندۍ دعاګانې کوي او دا هيله لري، چې د ميوند ملالې په څېر دا ملاله هم د خپلو پښتنو لپاره د سرتاج وګرځي، خو پاکستان د تحريک انصاف د ګوند رهبر او يو شمېر نور پاکستاني چارواکي، ملايان  ظالمان، جابران او د انګريز بچي بيا په افغانستان کې د افغانانو تباهي، بربادي، بې تعليمي او احتياجۍ ته اړويستل جهاد ګڼي او يو شمېر بې تعليمه، د اسلام له سپيڅلي دين څخه ناخبر او د پاکستان د استخباراتي کړۍ غلام افغانان او پاکستانيان بیا هڅوي، ترڅو زموږ په پاکه خاوره ځانمرګي بريدونه وکړي، هېوادوال مو شهيدان کړي، مامورين، معلمان، متعلمين، محصلين، ډاکټران او رونډ اندي مو ترور کړي، سړکونه مو وران کړي او بيا مو هم هغه حالاتو ته ورسوي، چې ۱۱ کاله وړاندې و، خو د پاکستان يو چارواکي، ملا، رهبر او عام شخص هېڅکله هم په هغه وخت کې چې انګريزان د دوی په هېواد کې و، د جهاد ناره پورته نکړه او نه يې اوس د جهاد اواز پورته کړی، چې په هېواد کې يې ټول د انګريز قانون پلی کېږي، ځکه چې بيا انګريزان ورسره مرسته نه کوي او همدا لامل به وګرځي چې پاکستان هم له پرمختګ څخه پاتې شي، خو موږ سره چې نړيوال مرسته کوي بيا يې کفر او پر ضد يې جهاد ګڼي، پاکستان همېشه د جهاد له سپيڅلي نامه څخه ناوړه ګټه پورته کړې او همېشه يې د اسلام په نوم هغه څه کړي، چې بايد نه يې وای کړي. د ملالې د روغتيا، د افغانانو د وېښتيا او د عمران خان په شمول د ټولو پاکستانيو د اصلاح په هيله.  صمد افغان