ولاياتو کې د بنسټيزو پروژو د نه پلي کېدو لاملونه!!

 په هېواد کې د بنسټيزو پروژو د خنډ لاملونه ډېر دي، چې هر يو بيانول او ليکل ډېر وخت غواړي، خو د ټول په سر کې بايد د هېواد امنيتي ځواکونو او امنيتي حالاتو ته اشاره وشي، چې د دې ځواک په کلک هوډ، ايماندارۍ، وطندوستۍ او اسلامي رسالت په ښه شان اداء کولو سره د دې امکان شته، چې په ولاياتو کې د بنسټيزو پروژو پلي کېدو لپاره لار هواره شي، امنيت ډاډمن شي او ټول هېوادوال وکولای شي، چې په ارامۍ سره خپل ژوند ته ادامه ورکړي، ويل کېږي، چې په هېواد کې د ناامنۍ اصلي لاملونه هغه ډلې دي، چې په مرکز او ولاياتو کې يې اوس مهال رېښې کړي او نه پرېږدي، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په مرکز او ولاياتو کې امنيت ډاډمن شي، دا کړئ چې په عامه لهجه ورته بانډونه ويل کېږي، په راس کې يې داسې اشخاص او افراد هم شته، چې په حکومتي لویو پوستونو کار کوي، دا بانډونه يا ډلې د هېواد په مختلفو ولاياتو کې د بنسټيزو پروژو پلي کېدو مخنيوی کوي، چې ژوندۍ بېلګه یې په شمال کې د جنرال دوستم ډله يادولی شو، دې ډلې څو مياشتې وړاندې يوه چينايي کمپنۍ ته ګواښونه کړې و، چې بايد د هر کار په ترسره کولو کې د دې جناب سهميه په نظر کې ونيسي، کنه بيا به ورته ډېرې ستونزې پيداکړي، او دليل يې هم روښانه و، چې نوموړی جنرال له يوې خواء پيژندل شوې څهره، د جهاد پخوانی قومندان، لوی درستيز او د شمال بانفوسه شخصيت دی، چې اوس مهال هم ډېر ساتونکي لري، د کمپنۍ مالکانو له افغان حکومت څخه د جنرال د ناوړه کارونو د مخنيوي لپاره غوښتنه وکړه، چې په پايله کې يې نوموړی د څو ورځو لپاره ترکیې هېواد ته لاړ ، چې د څو ورځو په تېرېدو خبره قراره شوه، شمال کې يوازې د جنرال دوستم بانډ ندی، چې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو او يا هم د ځینو معدنونو په استخراج سره خپله سهميه غواړي، بلکه د هېواد په نورو سيمو کې هم داسې اشخاص شته، چې له دې هم ډېر غله او د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو مخنيونکي دي، ځکه چې د دوی شخصي ګټې نه پوره کېږي.
داسې اشخاصو، په حکومت په ځانګړي ډول په امنيتي ارګانونو کې رېښې کړي او تر لومړي مقاماتو پورې يې په خپل انحصار کې نيولي، چې هغوی هم په پوره زړه سره نشي کولای د پورته ذکر شويو اشخاصو په نيولو او د قانون منګلو سپارلو لپاره لاس په کار شي، چې په پايله کې يې په يو شمېر ولاياتو کې د هغه پروژو مخه نيول شوې، چې په ميليونونو ډالرو ارزښت لري، د داسې پروژو په پلي کېدو کې که له يوې خواء ډېری هېوادوالو ته د کارزمينه برابرېږي، له بل لوري ماليات تقويه او اقتصاد پياوړی کېږي. امنيتي ځواکونه د هېواد د ملا د تېر حيثيت لري، که چيرته ياد ځواکونه په پوره امانتدارۍ، هېوادنۍ ميني، اسلامي رسالت او د خپلو وظيفوي صلاحیت پر بناء د داسې اشخاصو مخه ونیسي له يوه لوري به په هېواد کې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو مخه نه وي نيول شوي له بل لوري به ټول پدې وپوهېږي، چې اوس مهال امنيتي ځواکونه پداسې حالاتو کې دي، چې کولای شي د هر ناوړه عمل په مقابل کې لاس په کار شي، امنيتي ځواکونه او ټول هېوادوال اوس پدې پوهه شوي، چې د بهرنيو لاسوهنو او دښمنانو پرتله هغه څوک چې د داسې بانډونو او ګروپونو غړي وي ډېر ضررناک دي. د هېواد امنيتي ځواکونو څخه هيله کوو، چې د داسې بانډوا و اشخاصو به تثبيت، نيونې او په جزاء رسونې کې رغنده ګامونه پورته کړي. صمد افغان