د شين ډنډ او ادرسکن ولسواليو نه کتنه

 نهمه برخه
د شين ډنډ او ادرسکن ولسواليو نه کتنه
جون ۲۹/ ۲۰۰۳م کال
د جون د مياشتې په ۲۹ نيټه سهار مهال مو د بادغيس والي ګل محمد عارفي او ددغه ولايت مستوفي سره وليدل. دوی وويلې چې د بادغيس په ولايت کې دوه فوځي لواګانې موجودې دي چې يوه لواء د اسماعيل خان شخصي ده او بله د حکومت ده . دوي وویل چې څو ورځې د مخه د دغه دوو لواء ګانو ترمنځ يو تاوتريخوالی رامنځ ته شو چې يوولس کسه له يوې غاړې او پنځلس نور له بلې غاړې ووژل شول که د حکومت لخوا جدي مداخله ونشي او په راتلونکو څو ورځو کې يوه لواء منحل نشي نو په سيمه کې د ډېرې سختې جګړې امکان شته دی.
د بادغيس والي سره له کتنې وروسته سهار اسماعيل خان زموږ مېلمستون ته راغی او د چای د خوړلو وروسته موږ اته نيمې بجې سهار د شين ډنډ او ادرسکن ولسواليو په لور د هرات ولایت د مرستيال حاجي مېر سره يوځای حرکت وکړو او شاو خوا لس بجې د ادرسکن ولسوالۍ ته ورسيدو چې د سړک په دواړو غاړو کې په سل ګونو خلک زموږ هرکلي ته ولاړ وو. د ادرسکن په جامع جومات کې مو چې د سړک په سر وو دولسي خلکو سره وليدل ځکه چې په دې وخت کې د ادرسکن ولسوالې ودانۍ نه درلوده.
لومړی د ادرسکن ولسوال ټولو ميلمنو ته هرکلی ووايو او ويې ويلې؛ ديدن وزېر داخله از نقاط دور افغانستان نشانه خدمت به مردم است و اين جای خوشي است که ما وزېر خود را اينجا مي بينیم. مشکل امنيتي وجود نه دارد اگر تحرکات از طرف جنوب وجود نه داشته باشد چيزی مشکل نيست. ما مشکل درباره بيوه های کسانې داريم که شوهرهای شان در اېران بندي است، ولسوالي و قومندانی امنيه ادرسکن تعمېر نه دارد که ولسوال در تعمېر فوايد عامه دفتر دارد و قومندان امنيه د ريک قلعۀ کهنه جابجا شده است. چون شغل مردم ادرسکن مالداري و قالين بافي است بايد دربازسازي آن بسيار توجه شود، سال گذشته تنها پنجاه نفر شاگرد د رمکاتب ادرسکن بود مگر امسال تعداد شاگردان به ۴۱۵۰ نفر رسيده است.
ادرسکن د ولسوال له خبرو وروسته جلالي صيب مختصري خبرې وکړې او ويې ويلي:
ای که استقلال داری شکر استقلال کن
خدمت خلق خداء راقبلۀ امان کن
د افغانستان په اداري تشکيلاتو کې ولسوالۍ هغه ځايونه دي چې خلک د خپل حکومت سره نښلوي، موږ تل ښارونو ته توجه کړې ده ولسوالي مو د پامه غورځيدلي دي، حال دا چې دافغانستان په سلو کې ۸۵ خلک په ولسواليو کې ژوند کوي، زموږ خلک په کليو کې اوسيږي، دوی دجهاد په دوران کې تر ټولو ډېر تلفات ورکړي، نو ځکه خو دکلي او ولسواليو خلک تر بل هر چا ډېر مستحق دي چې مرستې ورسره وشي. زه دڅو وزارتونو سره په تماس کې يم چې يو داسې ملي پرګرام پيل کړو چې له مخې يې ولسي خلکو ته ګټه ورسيږي، افغانان مسلمان دي او مسلمانان به وي، هيچاته اړتيا نشته چې تاسې ته وعظ وکړي چې مسلمانان شئ، اوس د بيارغونې د جهاد وخت دی، موږ بايد خپل هېواد ته متوجه شو موږ نشو کولای په اوسنۍ نړۍ کې له نورو پرته ژوند وکړو، که نړيوالې مرستې نه وای ښايې موږ به لاهم په ستونزو کې و خو موږ بايد ډېری هلې ځلې وکړوتر څو دنورو مرستو ته اړ ونه اوسوو.
د ادرسکن ولسوالۍ نه مو د شين ډنډدولسوالۍ پر لور حرکت وکړو چې د شين ډنډ د هوايې ډګر سره د تشریفاتو يوه قطعه وزېرصيب ته تقديم شوله او د ماسپښين په دولسو بجو د شين ډنډ ولسوالۍ ته ورسيدلو چې په زرګونو خلک هلته هم د هرکلي لپاره ولاړ وو، موږ له موټرو ښکته شولو او هرکلي ته ولاړ خلکو سره مو روغبړ وکړو، که څه هم د امنيت له پلوه وضعیت چې په دغه سيمه کې د مخالفينو تحرکات موجود وډېره ډاډمنه نه وه، خو بيا هم جلالي صيب او ورسره پلاوي تقريبا يو کيلومتر لاره په خپلو پښو ووهله او د خلکو سره مو ستړی مشي کوله چې په دې وخت کې يو قومي مشر جلالي صيب د لاسه ونيو او ورته يې وويل چي په شين ډنډ کې يوشمېر مسائل شته چې بايد حل شي، جلالي صيب ورته په ځواب کې وويلې چې زه پوره معلومات لرم او کوښښ کوم چې حل يې کړم د دغه نزاکتونو نه يو داسماعيل خان او د زېرکوه امان الله خان ترمنځ جنجال وو چې په دغه سيمه کې ناامني رامنځ ته کړې وه.
په هغه غونډه کې چې د شين ډنډ په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د شين ډنډ ښاروال د کورنيو چارو وزېر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه چې موږ د شين ډنډ خلک د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د مؤقت حکومت څخه ملاتړ کوو او همداشان د اسماعيل خان نه هم ملاتړ کوو چې دهرات په امنيت کې يې زيات زيار ويستی دی وروسته له ۲۵ کلونو د الومړی ځل دی چي موږ يو وزېر دلته ګورو چې د خلکو د ستونزو نه ځان خبروي.
وروسته یوتن مولوي دحاجي مقام په نامه خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ طمعه لرو چې هغه وړه ستونزه چې دلته په هرات کې موجوده ده ستاسو په راتګ سره به ختمه شي خو د حل کيلي ستاسې په لاس کي ده ځکه تاسې بايد د خلکو په زړونو حکومت وکړئ.
يو تن بل مولوي دمحمد هاشم په نوم له هرکلي نه وروسته وويل: همه جهان به کمپيوتر زندگی ميکند و ما مردم در جنگ و جدال اغوشته هستيم. رئيس جمهور امېر ماست و اسماعيل خان امېر مااست و راه تامين صلح به اين ملت تعلق دارد نه به نېروهايې خارجی ها و این ها(خارجی ها) ما رااستعمال ميکند امروز تعصبات زبانی و منطقوي به اندازه است که ما را ازهم دور کرده است.وقتی که اسماعيل خان امد معاونيت فرقه را به امان الله خان داد، ما از وزېر صيب داخله مې خواهم که اين مسئله امان الله خان وا سماعيل خان راحل کند و خارجي ها (طالب ها) که در زېر کوه است از انجا خارج کند.
وروسته بيا جلالي صيب خبرې وکړې او د دولت د ریئس جناب حامد کرزي سلامونه يې دوی ته ورسول او زياته يې کړه چې د شين ډنډ د زېر کوه خبره هم ياديږي هغوی وايې چې موږ ته خپل حق نه دی راکړی شوی او د خپلی سيمې نه ويستل شوي يو. خو بله خوا بيا وايې چې د زېر کوه نه خلک راځي او موږ وژني او اختطافوي نو داخبرې د ملي يوالي او پخلاينې نښه نه ده. ځينې وايې چې په وسله باندې خپل حق اخلو خو اوس د دې وخت تېر دی او خلک له جګړو ستړي شوي دي زموږ اوسنی جهاد د وسلو جهاد نه دی، اوسنی جهاد د ملي پخلاينې جهاد دی او دوطن بيا رغونه ده.
څوک چې غواړي د وسلو پر زور خپله اراده تحميل کړي ملت د هغوی سره نه دی، افغانستان د ټولو شريک کور دی او ټول مساوي اومتناسب حقوق لري او هیڅوک د دې حق نه لري چی بل ته په کمه سترګه وګوري هرچاپه جهاد کې برخه اخيستې او د وطن په اباديدو کې حق لري. ملي پخلاينه هلته راځي چې په صداقت سره يو بل ته لاسونه ورکړو. موږ د خبرو پهلوانان يو خو په اوريدو کې ضعیفه يو . موږ بايد سپينې خبرې وکړو او د حل لاره بايد را وکاږو، که یوازی يو بل ملامتوو نو د افغانستان ستونزې نه شو حل کولای. دلته دوه زور ور سره مخالف دي او په منځ کې خلک ترور کيږي او له داسي حالت نه مجرمين استفاده کوي ، دوسلو د سوري لاندې سوله نه راځي، دلته ګورو چې د زېرکوه نه هیڅوک هم نه دي راغلي او دا سمه نه ده، موږ ستاسي خادمان يو او ددې ستونزې د حل لپاره به لاري چارې لټوو.
د جلالي صيب له خبرو ورسته يو تن د قومندان عبدالله په نوم وويلې چې په ټول افغانستان کې حکومت شته خو زېرکوه کې حکوم نشته دی ځينې القاعده او طالبانو چې د لته حکومت کړی دی، جرمونه يې کړی نواوس موږ څنګه هغوی ومنو، يو سړی (امان الله خان ) په يوه منطقه کی ودريږي او د پښتنو په نامه جهاد اعلانوي او هغه پښتانه چي په نورو سيمو کې چې دده ملاتړ نه کوی هغوی وژني. زما په کور راغی او هغه يې چور کړو او زه دلته (شین ډنډ) راغلم. قوماندان عبدالله وویل چې امان الله خان، مولوی محمد ګل اخوند يې د پنځو کسانو سره شهيد کړو ځکه چې امان الله ته يې ويلي وو چي موږ ستا ملاتړ نه کوو، د نورو ځايونو څخه قاتلين او غله راغلي او په زېرکوه کی د امان الله خان سره اوسيږي، نن په سل ګونو کسانو غوښتل چې د زېر کوه نه دلته راشي خو امان الله خان پرې نه ښودل. موږ شپيته کورنۍ د زېرکوه نه دلته په خيمو کې پراته يو صرف په نامه ددې چې پخوا موږ د جمعيت سره و.
وزېر صيب د دي په ځواب کې وويل چې يواځې په خبرو څه نه کيږي پريکړه بايد وکړو او هغه عملي کړو، هغوی هم وړانديزونه لري.
د هرات ولايت مرستيال حاجي مېر وويل چي موږ پښتنو ته حق ورکړی دی ګورو چي د هرات ښاروال پښتون دی او بايد چې یو هئیت تعين شي چې دا وپلټې چې څومره پښتانه دي او څومره غېر پښتانه دي. که د مرکز په کچه منځګړتوب وشي نو دا مسئله حل کيدلای شي، اوس د شينډنډ د خلکو په منځګړتوب دغه شخړه دلته يو څه اواره شوې ده.
د شين ډنډ ولسوالي چې په څلورو بلوکونو باندې تقسيم شوې ده چې د بلوک اب کلي، بلوک زاول، بلوک زېر کوه او بلوک قصبه په نامه ياديږي.
جلالي صيب د دوی په ځواب کې وويل چی زه په خپله دواړه خواوې کابل ته دعوت کوم او دا مسئله به هلته حل کوم.
د دې خبرې يادونه اړينه ده چې جلالي صيب د اسماعيل خان او امان الله خان نه وورسته وغوښتل چې دواړه کابل ته راشي چې ددوی ترمنځ روغه جوړه وکړي چې په پای کې دواړه په ۲۰۰۳ م کال د اګست په دريمه نيټه د کورنيو چارو وزارت ته د سهار د چايو لپاره راغلل. په دې مجلس کې يواځې جلالي صيب، اسماعيل خان، امان الله خان او ما ګډون درلود.
جلالي صيب وړانديز داو چې د شين ډنډ په ولسوالۍ کې د زېرکوه خلکو ته بايد څلورمه برخه ځای په دولتي ملکي پوستونو اود پوليسو په لیکوکې ورکړل شي او هم امان الله خان بايد دهرات په ولايت کې په کومه مهمه دنده وګمارل شي خو په دې شرط چې د زېر کوه مسلح قوتونه بې وسلې شي که څه هم اسماعيل خان دې پريکړې ته حاضر نه و خو امان الله خان چې مطلق بې سواده وو داخبره يې و نه منله او فکر يې کاوه چې په جنګ به زيات قدرت ونيسي.
ماچې د امان الله خان پوهه وليده نو نهايت بې بندوباره و او بې ځايه حرکتونه او خبرې يې کولې، داچې امان الله خان د يوې ولسوالۍ په يوه وړه برخه کې څه مسلح کسان درلودل نو ده نه شو کولای چې د اسماعيل خان او يا د مرکزي حکومت پرضد وجنګيږي خو جلالي صيب اسماعيل خان دې ته مجبور کړو چې د امان الله خان سره خبرو ته کيني. د امان الله خان غوندې کسان چې نه يې پوه درلودله او نه يې سواد،اویوازی د پښتنو دنوم نه يې د ځان په ګټه سؤ استفاده کوله . نوزما په اند هر قوم بايد د داسې کسانو نه چې نه پوهه لري او نه سواد لري او نه ملي منافعو ته وفاداراو ژمن وي ملاتړ ونه کړي اونه دهغوی پسې لاړ شي.
داسې راپورونه هم په هغه وخت کې موجود و چې امان الله خان ته اېرانيانو پيسې ورکولې چې د حکومت پرضد فعاليت وکړي چې د افغانستان حکومت او په ځانګړې ډول امريکايانو ته درد سر ایجاد کړي او همدا علت و کله چې اسماعيل خان د هرات نه لرې شونو امان الله خان بیا هم د حکومت پر ضد فعاليت ته دوام ورکړ چې د ۲۰۰۶م کال د اکتوبر د مېاشتې په درویشتمه نېټه په خپل منځي جګړو کې د بارکزو د قوم سره ووژل شو.
کله چې دشين ډنډ نه د هرات ښارته رأستانه شولو ماښام اته نيمي بجې وي چې د هرات د ولايت په مقام کې ګڼو دولتي چارواکو او د هرات د بيلا بيلو ولسواليو مشرانو،اودمدنې ټولنو استازو چې يو شمېر ښځوپکې هم برخه درلوده غونډه درلودله او موږ هم هلته لاړو. دهرات د ولايت ودانۍ او تالار او هم يو شمېر نورې ودانۍ لکه تخت سفر د هرات د پخواني والي عبدالله ملکيار په وخت کې جوړ ې شوې وې خو دتالار دننه نقاشي د اسماعيل خان په وخت کې شوې وه چې خاصه ښکلايې درلوده. اسماعيل خان وويلې چې د دد غه نقاشۍ کار د هيواد مشهور هنر مند محمد صديق مشعل کړی ده. په دغه غونډه کې د اساسې قانون د کميسون غړي عبدالحی الهي هم برخه درلوده. غونډه د قران کريم د څو اياتونو په تلاوت پيل شوه او لومړی د هرات د پوهنتون ریئس عبدالروف مخلص خبرې وکړې. ددې خبرې يادونه ضرورې ده چې په دې وخت کې د افغانستان حکومت غوښتنه درلوده چې د هرات په ولايت کې د بيارغونې ټيم جوړ کړي او هم د پوليسو د روزلو لپاره تعليمي مرکز د امريکا په مرسته جوړ شي خو اسماعيل خان د دې دواړو پروژو مخالفت کاوه او ورته داسې بريښېدله چې که د پي ـ ارـ ټي ټيم جوړشي نو دابه د ده قدرت ته ګواښ رامنځ ته کړي نو ځکه اسماعيل خان اکثريت ويناوال په دې پوه کړي و چې دا مسائل په خپلو خبرو کې د کابل نه د ورغلي پلاوي غوږونو ته ورسوي.
د هرات د پوهنتون ریئس مخلص وويلې چې: «ما فراموش نمې کنيم که جهاد ماتوسط مداخله خارجی هااغاز شد، تجاوز خارجي ها هواداران داخلي هم داشت و شاهد افراط گري چپ بوديم. بعداٌ افراط گری ديگری بنام طالب به ميان امد و در هر دو دوره ملت ما صدمات زيات ديد ونه بايد گذاشت که ملت ما به افراط گرایي بار ديگر به نام ديموکرأسي و غېره برود (۱۴)
ما بايد ميانه رو باشيم و نگاه به فرهنگ ومبارزه خود بکنم، استحکام و امنيت زېر بنا اجتماعي است، ما از رسانه ها خبر جنگ وانفجار را در ساحات ديگر کشور ميشنويم و اينجا شکر است که درمنطقه ما امن است، ما مشکل درباره وحدت ملي نه داريم، مانه مشکل مذهبي داريم و نه مشکل قومې البته انکار نه بايد کرد که وحدت ملي درکشور مانيز رو به تحکيم است يک امری هم ازطرف ولايت سرما تحميل نه شده است و هر اداره ولايت هرات بامرکز و وزارت خانه ها خود روابط منظم دارد ماصلح، رفاه و ابادي راتنها به هرات نمي خواهيم بلکې به تمام افغانستان مي خواهيم» .
دهرات پوهنتون د ریئس د خبرو نه رووسته د استاد ربانی د وخت ملي سرود د زده کوونکو لخوا وويل شو او وروسته جلالي صيب مختصرې خبرې وکړې او ويې ويل: په دې درې ورځو کې مې له پنځه ولسواليونه ليدنه درلوده، زنده جان، غوريان، کوهسار، ادرسکن اوشين ډنډاو دولسمشر سلامونه مې هغوی اوهم تاسې ته رسوم . امنيت، بيارغونه او سياسي ثبات يو له بل سره مستقیمي اړيکي لري، خو دا امنيت نه بايد يوازې د هرات ښار پورې محدود پاتې شي بلکې ولسواليو ته هم بايد وغزول شي خاصتاٌ دشينډنډ ولسوالي چې همدا اوس دزېر کوه په سيمه کې ستونزې شته دی ، خلک بايد خپلې ستونزې د خبرو دلارې حل کړي، دخلکو او پوليسو همکاريو ته اړتيا ده او همکاري د بیاوغونې لپاره مهم عنصر دی، ولسوالان بايد په دې برخه کې اساسي رول ولوبوي.
د جلالي صيب له خبرو وروسته د شهداً او معيوبینو ریئس ښاغلی مقيم فلاح يو شعر ولوست او ورپسې يوې ښځې د ښځو د شورا په استازيتوب وويلې چې اساسي قانون بايد د اسلام د اصولو په چوکاټ کې ووسي او د ښځو حقوق د اسلام د اصولو سره سم بايد په اساسي قانون کې ځای ولري.