مور اوپلار

دیوې کورنۍ په مینځ کې هغه وخت بدبختي راځي چي په کورنۍ کې موراوپلار دخپل اولاد په مینځ کې فرق وکړي یعنی یو زوی دپیسو ګټلو له کبله پرخپل ځان ګران کړي اوبل زوی چي دپیسو په ګټلوکښي یې قسمت کارنه کوي هغه  زوی ته بیا هیڅ توجه نه ورکوي داکار دخپل  اولاد په مینځ کې دبي اتفاقۍ اودښمنۍ پیداکېدو لویه ذریعه  جوړېدای شی خپله داډول نا اهله مورو پلار په لوی لاس دخپلو زامنو ترمینځ بې اتفاقي رامینځ ته کوي چي داډول ستونزي موږ په خپله پښتنه ټولنه کې ډیري زیاتي وینو حتی چي وروڼه سره جلا شي  اوډیر کله دیوه پلار زامن په خپل منځ کې جنګونه سره کوي اصلي لامل یې دا نا اهله مورو پلاردي چي دخپل اولادپه مینځ کې فرق کوي.
 پیغمبر ص ته یو سړئ راغلو ورته ویل یې چي یارسول الله زه غواړم چي دایوه تحفه  ۰ ډالۍ ۰  راسره ده دې   خپل فلانی زوی ته یې ورکړم ته څه پکښي وایي پیغمبر ص ورته وویل چي نه داکار به نه کوي یا دا تحفه ټولو زامنو ته ورکړه او یا یه یوه ته هم مه ورکوه ۰ خو که تا ودې خپل یوه زوی ته دا تحفه ورکړه او هغه نورزامن دې پریښودلو بیا به دې نو لوی ظلم کړئ وي ۰ موږ باید اندازه ولګوو چي دخدای  ج رسول  ص له دې کار څخه څومره بد  وړي دي چي یو پلار دخپل اولاد په مینځ کې فرق کوي ۰ کله چي  یوسف علیه السلام خپلو وروڼو په څاه کې وغورځاوه ددې غورځولو لویه وجه داوه چي یوسف علیه السلام پرخپل  پلار یعقوب علیه السلام باندې تردې نورو وروڼو ډیر زیات ګران وو ۰ همدې ګران داپېښه رامینځ ته کړه چي خپلو وروڼو یوسف علیه السلام په څاه کې وغورځاوه۰ دیوې منظمې او له محبته ډکې ټولنې دپاره دمورو پلار منصفانه سلوک  ډیر زیات ضروري ده ترڅو مورو پلار  دخپل اولادپه منځ کښي دمحبت تخم وکري او دخدای ج په حضورکې مجرمان نه شي
---------
په غرنۍ پښتنه مینه
محمدعلی عمری ۰ مسلم باغ