خبریال او انجنیر

لیکواله: ستاره هاشمي
ژباړه : عبدالحمید ظفر
یوخبریال او انجنیر په یو ګاډي کې خوا په خوا ناست وه او په یو اوږده سفر روان وه، خبریال له انجنیر نه غوښتنه وکړه چې راځه یوه لوبه وکړو، انجنیر ته چې خوب ورغلی وه غوښتل یې چې ویده شي نو په ډیرادب یې ورڅخه بښنه وغوښته مخ یې د کړکې خواته کړ او په سریې پټو راکش کړ.
په دې وخت کې خبریال بیا ورته وویل چې ګوره لوبه ډیره زړه راښکونکې ده هغه داسې چې زه به له تاسې پوښتنه وکړم که مو زما پوښتنه ځواب نه کړه نو پنځه ډالره به راکوې بیا به تاسې پوښتنه کوې که مې ځواب درنه کړنو زه به درته پنځه ډالره درکوم، انجنیر بیا بښنه وغوښته او سترګې یې پټی کړې ترڅو ویده شي، داځلې خبریال بل وړاندیز ورته وکړ او ورته یې وویل: چې سمه ده، که چیرې تاسې زما پوښتنی ته ځواب رانه کړ نو پنځه ډالره به راکړئ او که چیرې ما ستاسې پوښتنی ته ځواب درنه کړنو پنځوس ډالره به درکوم، دغه وړاندیز په انجنیر ښه ولږیده او ورسره ومانه، خبریال خپله لومړۍ پوښتنه داسې وکړه. د ځمکې او سپوږمی ترمنځ واټن څومره دی؟ انجنیرپرته له دې چې پوښتنه تکرار کړي جیب ته لاس کړ او پنځه ډالره یې خبریال ته ورکړل، نوبت د انجنیر شو او  ترې وې پوښتل چې هغه څه شې ده چې له تپې پورته کیږي نو درې پښې لري او چې راښکته کیږي نو څلورپښې لري؟
خبریال ددې پوښتنې په اوریدوسره ډیرتعجب شو ژریې خپل کمپیوټر را واخست ترڅو یې د پوښتنی ځواب پیداکړي خو ونه توانیده چې ځواب یې پیداکړي، دخپل انټرنیټ موډیم یې را واخست او په نیټ کې یې دپوښتنی دځواب په لټه کې شو خوبیاهم ونه توانیده چې ځواب یې پیداکړي، ژر يې خپلو ملګرو او همکارانو ته پوښتنه ایمیل کړه ترڅو یې ځواب راولیږي خوځواب یې دهغوی له وسې هم پورته وه او وی نه شو کړاې چې ځواب یې کړي خوټولې هڅې یې ناکامه شوې، بالاخره یې سړی وروسته له ۳ ساعته خوبه را ویښ کړاو ۵۰ ډالره یې مهندس ته ونیول مهندس په ډیرادب سره ۵۰ ډالره ترې واخستل او بیرته یې سترګې پټی کړې تر څو بیرته ویده شي، خبریال چې ډیر ناطاقته وه مهندس یې وښوراوه او ورته یې وویل چې ستا د پوښتنی ځواب څه دې؟ مهندس بیا پرته له دې چې پوښتنه تکرارکړي جیب ته لاس کړ او پنځه ډالره یې بیا خبریال ته ورکړه او بیرته ویده شو.