د (شتمن او بې وزله بابا) مدیریتي کتاب لنډیز ...


\'دزما یو بابا شتمن او بل هم بې وزله و. یوه ډیرې زده کړې کړې وې او ځيرک ؤ، د ډاکترۍ مدرک یې درلود او د کارپوهنې څلور کلن بهیر یې په دوو کلونو کې سرته رسولی ؤ. بل بابا مې هیڅ کله هم په دې نه ؤ بریالی شوی چې آن اتم ټولګی پایته ورسوي. دواړه ډېر هڅانده او په خپل ژوند کې بریالي و.
که څه هم له مالي اړخه د دواړو لاسته راوړنه د رضایت وړ وه، خو یوه یې له مالي اړخه تل ستونزه درلوده. له یوه بابا څخه مې کورنۍ ته شتمني په مېراث پاتې شوه. له بل څخه یواځې هغه مالي حسابونه پاتې شول چې نور یې خلاصولو ته اړ شول. دواړو ما ته غوره لار ښوونې کړې دي، خو لارښونې یې له یوبل سره توپېر لري.
دواړو د ډيرو زده کړو پلوي کوله خو د یوډول موضوعاتو په هکله یې فکر کولو ته نه هڅولم. له دې امله چې ما دوه اغیزمن بابا ګان درلودل، له دواړو څخه مې ډیر څه زده کړل. زه اړ وم څو د هر یوه د لارښوونو په هکله ډیر غور وکړم او د هغوی د مفکورو او انګېرنو په هکله چې په ژوند يې څومره مثبته اغیزه کړې، خپله ارزونه ولرم؛ د بیلګي په توګه یوه عادت درلود چې ووايي: \" زما له وسه ندي پوره.\" بل ددې جملې له ویلو څخه ډډه کوله او د دې پر ځای به یې ویل: \" څرنګه کولای شم دا کار په ښه توګه ترسره کړم؟ \"
لومړي عبارت، خبري بڼه در لوده او دوهم عبارت، د پوښتنې بڼه. \" زما له وسه ندي پوره!\" ماغزه له کار څخه غورځوي او \" څرنګه کولای شم دا کار په ښه توګه ترسره کړم؟ \" دا عبارت ماغزه خوځښت او پلټنې ته هڅوي.
د فکر کولو په هکله دواړو بېل لید لوری درلود او د یوې موضوع په هکله د دواړو نظرونه ویشلي وو؛ یو په دې اند و چې بډای او شتمن کسان باید ډیره مالیه ورکړي څو د هغو کسانو له پاره د سپما لامل وګرځي چې د ژوندانه له امکاناتو څخه لږه ګټه ور په برخه شوې ده او بل بابا به ویل: \" مالیات د هغو کسانو له پاره تنبيه او سرټکونه ده چې په تولید کې ډیره برخه اخلي او د هغو کسانو له پاره هڅونه ده چې په تولید کې برخه نه اخلي.\"
یوه تل لارښوونه کوله چې: \" په ښه توګه ډیره زده کړه وکړه څو وکولای شي خپله د یوه ارزښتمن او ستر شرکت خاوند شې. \" بل به ویل: \" د دې دلیل چې زه نه یم شتمن شوی، تاسو اولادونه یاست.\" او بل ویل:\" ددې دلیل چې باید شتمن شم، تاسو اولادونه یاست.\" یو په دې باور و چې \" زموږ کور د کورنۍ تر ټولو لویه شتمني ده.\" او د بل په اند: \" کور ترټولو لوی پور دی او هرڅوک چې د کور اخیستلو په برخه کې پانګونه کوي، ستر سرخوږی ورته پیدا کېږي.\"
د یوه په اند: \" دولت یا مسوول باید د خلکو اړتیاوې پوره کړي.\" هغه به تل د اضافي حقونو، د تقاعد طرحې، صحي او روغتیايي ګټو، رخصتیو او دې ته ورته د نورو ټاکنیزو فرصتونو په هکله اندیښمن و او داسې انګېرنه یې کوله چې ګواکې د دندې په پرتله د شغلي تضمین ګټې په ټول عمر کې ډیراهمیت لري خو بل له مالي اړخه په لوړه کچه په خپلو پښو درېدلو باندې عقیده درلوده او د ټول عمر له پاره په یوه شرکت کې، له کار کولو څخه منع کولم.
یوه راته وښودل چې څرنګه کولای شم د خپلې پیژندنې شرح ولیکم څو ښه دنده راته پيدا شي او بل بابا د کسب کار او ځواکمنو مالي برنامو د لیکلو څرنګوالی راته وښود څو وکولای شم خپله یو ښه کار پيدا کړم.
د دواړو باباګانو روزنو ماته دا فرصت په برخه کړ څو وکولای شم د هر یوه د مفکورې او انګېرنې نتیجه د هغوی په خپل ژوند کې ووینم.
ما زده کړل چې په ریښتیا هم هر انسان په خپلې مفکورې سره، ژوند ته یوه بڼه ورکوي؛ د بیلګې په توګه بېوزله بابا به تل ویل: \" زه به هیڅ کله هم بډایه او شتمن نشم.\" دغې وړاندوینې هم حقیقي بڼه غوره کړې وه.
له بل لوري، شتمن بابا به تل ځان بډایه او شتمن ګڼلو او و یل به یې: \" زه یو شتمن کس یم.\" هغه آن دا چې له سترو مالي ستونزو سره مخ شوی ؤ او نېږدې وه چې په خپل کار کې له ماتي سره مخ شي، خو بیا یې هم ځان شتمن او بډای ګڼلو او ځان ته یې داسې ډاډ ګېرنه ورکوله: \" ماته خوړلی او بې وزله له یوبل سره توپير لری؛ ماته تېریدونکې او بې وزلې تړونکې ده.\"
بې وزله بابا به ویل: \" زه د پيسو درلودلو له پاره لیوالتیا نه لرم؛ پيسې څه اهمیت لري؟ \" په داسې حال کې چې شتمن بابا به ویل: \" پیسې قدرت دی.\" ښایې هیڅ کله هم ونشو کولای دفکري قدرت کچه اندازه ګیري کړو خو زما له پاره، له هماغه نوې ځوانۍ څخه روښانه شوه چې دخپلې معرفۍ په څرنګوالی کې هوښياره واوسم.
په دې پوه شوم چې بې وزله بابا مې له دې امله چې لږې پیسې یې ترلاسه کولې، بې وزله نه و بلکې د هغه مفکورې او عمل داسې پایله رامنځته کړې وه. ما دیوه نوې ځوان په توګه دقیق تصمیم ونېولو چې تل د خپلو مفکورو په ټاکلو او خپلو مفکورو ته د سم لوري ورکولو په هلکه ځیر و اوسم او د کوم یوه بابا لارښونې په غوږ کې ونیسم؛ د شتمن بابا که د بې وزله بابا؟!
که څه هم دواړو بابا ګانو د زده کړې پر اړتیا ډیر ټینګار کاوه خو په دې هکله یې مفکوره او انګېرنه چې څه باید زده کړو، بیله وه؛ یوه له ما څخه غوښتل چې ښه درس ووایم، لوړو تحصیلي درجو ته ورسیږم او دپيسو ترلاسه کولو له پاره کار وکړم او بل هڅولم څو د شمن کېدو له پاره درس ووایم، په دې پوه شم چې پيسې څرنګه کار کولای شي او څرنګه کولای شم چې پيسې زما خدمت وکړي او تل به یې ویل: \" زه د پيسو له پاره کار نه کوم، بلکې پيسې زما له پاره کار کوي.\"
ژباړه: برېښنا نسیمي