پر ځان د باور لرلو اغیزمنې لار ښوونې


Bild

پر ځان باور کول په حقیقت کې بریالیتوب ته د رسېدو لومړنی ګام دی. که چېرې پر ځان اعتماد ونه لرﺉ، په کارونو کې بریالیتوب ګران دی.
د دې لارښوونو په پام کې نېولو سره پر ځان باور او اعتماد پيدا کړﺉ:
1. ځان ته یو شعار وټاکﺉ او هره ورځ یې له ځان سره تکراروﺉ.
2. زده کړﺉ چې ستاسو نظر یواځینی نظر دی چې اهمیت لري. د نورو بی اهمیته افکار او د نظر څرګندونې پریږدﺉ. یواځي خپله یاست چې باید د ځان لپاره خپله د ژوند واقعیت روښانه کړﺉ.
3. په کور، کاري چاپېريال او د زده کړې په ځای کې خپل نظر څرګند کړﺉ. کله چې له نورو سره په اړیکو کې مطیع نه وﺉ، هغه وخت په خپلو نظریاتو اعتماد او ډاډ پیدا کولای شﺉ.
4.  هرڅه و ازمويﺉ که څه هم ستاسو په ذهن کې را وګرځي چې: " دا ممکنه نده" . حتی یو وړوکی بریالیتوب هم کولای شي تاسو ته اعتبار در وبښي او د دې لامل وګرځي څو بل ځلې چې له یوې ستونزې یا یوې سترې موخې سره مخ شﺉ ؛ پر ځان ډیر اعتماد وکړﺉ.
5. له دفاعي غبرګون څخه تېر شﺉ. کله چې ځان ته وايئ چې نشﺉ کولای په ژوند کې یوې ځانګړې موخې ته ورسېږﺉ، مخکې له دې چې حتی هڅه مو کړې وي، اجازه ورکوﺉ چې ماته وخورﺉ. نو دا کړنې پریږدﺉ او تل د دې پر خلاف فکر و کړﺉ.
6. له داسې کسانو سره ناسته او ولاړه ولرﺉ چې تاسو ته د تحسین وړ وي. کله چې د بریالیو کسانو سره وئ، پر ځان ډير باور کولای شي. له دې کسانو څخه مرسته وغواړﺉ څو خپلې تجربې درسره شریکي کړي چې، څرنګه توانېدلي خپلو موخو ته ځان ورسوي.
7. ځان ته موخې وټاکﺉ! کله چې موخې ولرﺉ؛ کنټرول ستاسو په لاس کې دی.
8. باید دا روښانه کړﺉ چې، څه وخت خپلې موخې ته رسېدلای شﺉ، څو پر نفس د اعتماد د کچې په لوړولو کې درسره مرسته وکړي.
9. د خپلې ماتې دلیل پیدا کړﺉ. هر چاته پيښېدای شي چې خپلې موخې ته ونه رسیږي، خو که چیرې له ماتې  څخه درس واخلﺉ په راتلونکې کې مو د بریالیتوب احتمال ډیریږي.
10.                  د خپلو بریاوو  په هکله د قضاوت لپاره واقع بینانه هیلې ولرﺉ. تر هغه وخته چې د ځغاستې لپاره مو جسماني چمتوالي نه وي پيدا کړی له ځان څخه توقع مه لرئ چې ۴ کیلو متره منډه واخلﺉ او وځغلﺉ.
11.                  د ځان په هکله نیوکې  واورﺉ، خو اجازه مه ورکوئ چې معتقد مو کړي چې له هغه څه نه چې یاست ځان کم وګورئ. ځیني منتقدان د ځان لوړ ښودلو لپاره غواړي چې تاسو واړه وښيي خو ډیر نور هم شته چې ډیرې ښې او رغنده نیوکې کوي چې د هغو په مرسته کولای شئ ارتقاء وکړﺉ.
12.                  خپل وخت او انرژي نورو ته ځانګړې کړﺉ. په دې کار سره، له مقابل لوري مثبت "فیډبک" او د هغوی احترام ترلاسه کوﺉ. په دې سره به تاسو هم لږ لږ ځان ته احترام کول زده کړﺉ.
13.                  پر ځان باور وکړﺉ څو بهتر شﺉ.
یادونې:
·      اجازه مه ورکوﺉ څو نور ستاسو پر نفس د اعتماد  کچه ټیټه کړي.
·      که چیرې چا  وویل چې  نشﺉ کولای فلانی کار ترسره کړﺉ، په خبره یې باور مه کوﺉ.
·      په څه کې چې ستاسو ګټه نغښتې وي، د یوه هدف په شان غشي ور وار کړﺉ. دا د دې لامل ګرځي څو پر نفس د اعتماد  کچه مو لوړه شي.
خبرداری:
·      مخکې له دې چې پر ځان باور وکړﺉ، باید ځان وپيژنئ. په دې باید پوه شﺉ چې د کومې لارې په غوره کولو سره موخې ته په ښه توګه رسیدلی شئ.
·      که چېرې غواړئ پر ځان باور پیدا کړئ، باید د خپل شخصیت لوړې او ټیټې  وپيژنئ.
ژباړه: برېښنا نسیمي