
له میګتانو څخه ستر درسونه زده کولای شو!
میګتان په څلورو برخو کې یوه فلسفه لري چې، لومړۍ برخه یې دا ده:
میګتان هیڅ کله هم نه تسلیمیږي!
دا څومره ښه فلسفه ده. آیا تراوسه مو دې ټکې ته پام شوی چې میګتان څرنګه له خنډونو څخه تېریږي؟ که چیري دوي مخ پر وړاندې روان وي او تاسو په خپل لاس د دوي مخه ډب کړﺉ او وغواړﺉ چې ویې دروﺉ، دوي د بلې لارې په لټه کې کېږي. هیڅ کله هم په یوه ځای نه ودریږي. له هڅي لاس نه اخلي بلکې شاوخوا تاویږي، ښکته ځي او پورته ځي. هغوي خپلې موخې ته د رسېدو لپاره د بلې لارې په لټه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دا څومره د کار وړ فلسفه ده. مونږ هم باید زده کړو چې موخو ته د رسېدو لپاره دا ډول هڅي وکړو. زمونږ ژوند هم له ستونزو سره مل دی خو له هڅي نباید لاس واخلو او موخو ته د رسېدو لپاره باید د بیلابیلو لارو چارو په لټه کې شو.
دوهمه برخه: میګتان ټول اوړی د ژمي په فکر کې وي !
په اوړي کې نه ستړې کېدونکې هڅي کوي څو د ژمې لپاره د خوراک توکي را ټول کړي. میګتان پوهیږي چې د اوړي په زړه پورې او هوسا موسم د تل لپاره نه پاتی کېږي او ژمی راتلونکی دی. دا څومره مهم درس دی. کله چې مو ژوند ښه وي، نباید مغروره شو او نباید دا تصور وکړو چې هیڅ کله به هم زمونږ ژوند له ستونزو او ناکامۍ سره مخ نه شي.
له نورو سره باید په نرمۍ او ملاطفت سره رویه وکړو. د سختو ورځو لپاره یوڅه سپما کړو او د خپلې را تلونړکې په فکر کې و اسو. او په یاد ولرو چې ښې شیبې تل پاتې کېدونکې نه وي خو ښه انسانان تل وي.
دریمه برخه: میګتان ټول ژمی د اوړي په فکر کې وي!
څومره په زړه پورې ده. کله چې میګتان د ژمي نه زغمونکې سړې هوا سره مخ کېږي، تل ځان ته ور په یادوي چې دا سختې ورځي تلپاتې نه دي او بلاخره پسرلي او اوړی را تلونکی دی. او د پسرلي لومړني لمر د وړانګو په را ختلو سره میګتان د باندې را وځي؛ د کار، زیار او تفریح لپاره چمتوالی لري.
دا هم څومره مهمه خبره ده. کله چې نارامه او خواشیني یاست، او کله چې تصور کوﺉ نورې ستونزې خلاصون نه لري، ښه ده چې ځان ته ور په یاد کړﺉ چې دا هم تېریږي. ښې شیبې را تلونکې دي او مهمه دا ده چې را تلونکې ته په مثبت نظر وګورﺉ.
څلورمه برخه: میګتان هر څومره چې له توان څخه یې پوره وي هومره زیار باسي!
میګتان په اوړي کې څومره خواړه را ټولوي؟ هرڅومره چې و کولای شي! دا د کار کړلو لپاره ښه بیلګه ده. تر خپلې وسې هر ډول او هر څومره مثبت کار چې کولای شئ؛ ترسره یې کړﺉ.
له یوه میګتون سره دا غم نشته چې بل څومره کار کړی او څومره خواړه یې را ټول کړي دي. ځنډ نه کوي، لاس تر زنې نه کښيني او په دې فکر کې نه وي چې ولي باید دومره هڅه وکړي. د خپلو لږو حقوقو څخه هم سرټکونه نه کوي. هغوي یواځي د خپلې هڅي او زیار څخه خپله برخه ترلاسه کوي.
په پایله کې معمولاً بریالیتوب او نیکمرغي ۱۰۰% کې ترلاسه کیږي، یعني هر هغه څه چې توان لرﺉ؛ خپله وړتیا په کار واچوﺉ. که چیري خپل چارچاپیر ته ځیر شئ، ډیر بریالي کسان به ووینئ چې هرڅومره یې په وس کې وي هومره هڅه کوي او زیار باسي.
نو له دې امله:
1. هیڅ کله هم له هڅي لاس مه اخلئ.
2. د را تلونکې په فکر کې اوسئ.
3. مثبت فکر کوﺉ.
4. تر خپله وسه؛ وړتیاوې مو تر وروستۍ سلګۍ په کار واچوﺉ
ژباړه: برېښنا نسیمي