
په واشنګټن کې یو څیړنیز مرکز پر ایران دامریکا له لورې داحتمالي برید لګښت وړاندوینه کړې ده له برید به وروسته دایران داسلامي جمهوریت پر خاوره امریکايي سرتیري ځمکنی برید کوي . جګړه به په لومړیو دریو میاشتو کې دوه تریلیونه ډالرو ته اړتیا لري ،چې وروسته به درې تریلیونو ته پورته شي .
اوسمهال دا ناشونی ده ،چې امریکايي پوځ دایران پر ضد پراخه ځمکنی برید پیل کړي او دایران اتومي پروګرام له منځه یوسي ، خو دا هم یو احتمال دی ،چې هغه نهه کسیزې ډلې وار له مخه چمتو کړې دی دا ډله دامریکايي پوهانو ټولنې ګومارلې ده ،چې پر نړیوال اقتصاد دجګړې احتمالي اغیز به څه وي ؟
چارلز بلیر ،چې دراپور په چمتو کولو کې یې ونډه درلوده وايي : (دتیلو دبیو دلوړولو په اړه خبرې اترې وشوې پردې سربېره ،چې دایران له اتومي پروګرام سره څه وشي ، ایران به له کومو ستونزو سره مخ شي ؟ خو لږ ترلږه زموږ په لاس کې داسې سرچینې نه وې ،چې کره شمېرې وړاندې کړو نو ځکه په نړیواله کچه دجګړې دزیان په اړه څه نه شو ویلای )
نهه کسیزې ډلې دبرید لپاره څو مختلف حالتونه وړاندې کړې دي دیادونې ده ،چې هر احتمال د دریو میاشتو لپاره دی هر احتمال له بل سره توپیر لري او پر هر احتمال پیل له بودیجې او لګښت سره ټینګ تړاو لري .
نور بندیزونه :
متحده ایالات هڅه کوي ،چې پر ایران نور نوي بندیزونه هم ولګوي دا ځل به پر هغو بهرنیو بانکونو هم بندیزونه لګول کیږي ،چې له ایراني هغو سره راکړه ورکړه کوي اوسني بندیزونه پر هغو سترو تړونونو پلي کیږي ،چې له ایراني اقتصاد سره تړاو لري له دې وروسته به هغه کسان هم څارل کیږي ،چې له ایران سره راکړه ورکړه کوي . دراپور له مخې دا نوي بندیزونه به وکولای شي ،چې ایران له نړیوال اقتصاد څخه بیخي ګوښه کړي دهمدې نوو بندیزونو له کبله به دایران له لاسه دا فرصت هم ووځي ،چې دبهرنیو هېوادو پر پولي واحد(کرنسۍ ) یې نړیوال پورونه تر لاسه کړي . په نړیواله کچه دا احتمال نږدې 64 ملیارده ډالرو ته اړتیا لري .
محاصره :
که چیرې دې بندیزونو پر ایراني اقتصاد کوم اغیز ونه کړ ، نو ډیپلوماتیک تړونونه به رامنځته شي په دې مانا ،چې متحده ایالات به هڅه وکړي ،چې دایران دتیلو ، طبیعي ګازو ، انرژي هر ډول صادرات به په ټپه ودریږي . په بله مانا محاصره شي او بهر دلیږد مخه به نه ویني . په خلیج کې یو شمېر امریکايي سمندري بیړۍ وار له مخه دهمدې احتمال په موخه ځای پر ځای شوې دي او له وسه یې پوره ده ،چې په سیمه کې دلیږد رالیږد هر ډول خوځښت وڅاري پردې سربېره به په نړیواله کچه دا بندیز هم ولګول شي ،چې هیڅوک به په ایران کې پانګونه نشي کولای . په نړیواله کچه دا احتمال 325 ملیارډه ډالرو ته اړتیا لري .
مخامخ ګوزار :
واشنګټن اوس هم ځینې هوايي بریدونه کوي پردې سربېره واشنګټن کولای شي ،چې داړتیا پر مهال دایران داتومي بټیو او نظامي اډو پر ضد خپل ځانګړي هوايي ځواکونه وکاروي . دستونزې دلا مخنیوي په موخه امریکا هغه الوتکې کاروي ،چې رادار یې نه شي موندلای او دا وړتیا لري ،چې له برید او عملیاتو وروسته سمدلاسه درادار له ساحې ووځي دا ډول الوتکې دایران نظامي اډې نه په نښه کوي ځکه ددی احتمال شته ،چې دا هم دایرانیانو له اړخه په نښه شي . په نړیواله کچه دا احتمال 713 ملیارډه ډالرو ته اړتیا لري .
هوايي بمبارد :
دهمدې احتمال له مخې واشنګټن دایران پر ضد پراخه هوايي بمباري پیل کړي دایران اتومي بټۍ ، نظامي مرکزونه په نښه کړي او دایران دفاعي وړتیا له منځه یوسي . رادار ، دفاعي وسیلي ، به دامریکايي بریدونو موخه وي . په نړیواله کچه دا احتمال یو تریلیون ډالرو ته اړتیا لري .
ځمکنی برید :
متحده ایالات به پر ایران ځمکنی برید کوي ، ددې ترڅنګ به ایران نه شي کولای ،چې له سمندر څخه ګټه پورته کړي دا مهال به امریکايي ځواکونه وار له مخه دتنظیم شوې پروګرام له مخې دایران نظامي اډې یو پربل پسې په نښه کوي ، خو دامریکا دا پروګرام ډیر شمیر پلیو سرتیرو ته اړتیا لري . په نړیواله کچه دا احتمال 1,7 تریلیون ډالرو ته اړتیا لري .