
اتمه برخه
اسلام قلعه، انجيل، زنده جان، غوريان او کوهسار ولسواليو ته سفر
جون د مياشتې ۲۸ نيټه ۲۰۰۳ م کال
سهار وختې د هرات والي اسماعيل خان د سهار چايو د څښلو لپاره خانه جهاد ميلمستون ته راغی او د جهاد قصې يې کولې. د چاي د خوړلو نه وروسته د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو جلالي صيب د خپل پلاوي سره د اسلام قلعه د بندر په لورې حرکت پيل کړ، لومړی مو په لاره کې د هرات د پنځمې سرحدي لواء افتتاح وکړه، جلالي صيب د پنځمې لواء د پرانيستنې مرأسمو ته دقومندانانو او منسوبينود بلنې څخه مننه وکړه او ويې ويل چې په نوي تشکيل کې سرحدي لواء د سرحدي پوليسو په نامه ياديږي چې په لومړي قدم کې به له هيواد نه دفاع کوي او په ټولو بندرونو او هوايې ډګرونو کې به ځاي پر ځای کيږي، د امکاناتو لخوا به مجهز وي او حتی چورلکې به هم ولري. جلالي صيب زياته کړه چې په نوي تشکيل کې به د سرحدي پوليسو اته لواء ګانې وې او زه د سرحدي پوليسو راتلونکې ته ډېر زيات هيله من يم.
د يادونې وړده چې په هرات کې زموږ د سفر په وخت کې به چې کومې غونډې ته موږ تللو د غونډې ګډونوالو به هغه څه ويلې چې د هرات والي اسماعيل خان لخوا به ورته ويل شوي و خو د غونډې په پای کې به زياتره ګډونوالو خپلې انديښنې او نظرونه موږ ته په کاغذ کې لیکلي وو او زموږ د پلاوي په جيبونو کې به يې پټ ايښودل او موږ ته به يې ويلې چې دابيا پټ جلالي صيب ته ورکړئ.
د جلالي صيب د خبرونه وروسته د سرحدي پوليسو د لواء يو تن صيب منصب په اوپراتیفي مسائلوخبرې وکړې او ويې ويل چې مخکې د هرات په سرحدي سيمو کې د مخدره موادو قاچاق په ازاده توګه کيده خو اوس موږ د دغه قاچاق مخه نيولې ده، ده زياته کړه چې موږ له مزار نه تر ذوالفقار د بندره پورې ۲۸۰ کيلو مټره سرحد د اېران سره لرو او همداشان د اېران سرحد سره ۳۷ تهاڼې او دترکمنستان سره لس تهاڼې لرو.
دسهار په لسو بجو او پنځلسو دقيقو د زنده جان ولسوالۍ ته ورسيدلو چې د کشتې وان په سيمه کې په سل ګونو ولسي خلکو او د ښونځيو زده کوونکي زموږ هرکلي ته ولاړ و. لومړی د پوليسو يو ټولی د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي ته قطعه وړاندې کړه او وروسته د زنده جان ولسوالۍ د ملي پيوستون د شورا مشر استاد حبيب الله د ښه راغلاست نه وروسته وويل: گذشته مابايد شېرين و اينده ما بايد درخشان باشد اسلحه دشمن نمي تواند که مابين ما تفرقه بياندازد، واين خيانت ملي خواهد بود که ياد ملت شهيد پرور رافراموش کنيم، شما افغان ها يگانه مجاهدين هستيد که مشت سنگين به دشمنان وارد کرده ايد.
۹۸ در صد مردم هرات درامن زندگی مې کند، ما کدرهای را درهرات داريم که به ما رهنمایی مې کند...»د استاد حبيب الله له خبرو وروسته جلالي صيب خبرې وکړۍ او وويلې: د ټولو دمخه درته د ولسمشر سلامونه وړاندې کوم، زه ستاسې خادم اوتاسې چې خپل خادم ته هرکلی وويلو نو درڅخه ډېره مننه کوم خدای دې تاسې ته اجر درکړي، افغانان خپلو اسلامي او کلتوري ارزښتونو ډېر احترام لري ، موږ ملي بيا رغونې ته اړتيا لرو (۱۱)هيڅ قوم پر بل برتري نه لري ټول يو ډول حقوق لري او هغه څه چې ډېر مهم دي لومړی بايد موږ خپل ترمنځ هغه وېره او ترس چې له يو بله يې لرو له منځه يوسو، (۱۲) او دویم دا چې حکومتونه دخلکو دخادمانو حيثت لري نوځکه خو دخادم او مخدوم ترمنځ بايد صميمانه اړيکي وي او که داسې ونه شي نو ټولنه ښايې د جوړيدو پر ځای د خرابيدو خواته لاړه شي.
ددې مختصرو خبرو نه وروسته د غوريانو ولسوالۍ په لورې مو حرکت وکړو چې د سهار په یولسو بجو او څلويښتو دقيقو هلته ورسيدلو. د غوريانو د ولسوالۍ په سلګونو ولسي خلکو، قومي مشرانو، د ښونځيو زده کوونکي او محلي چارواکي هرکلي ته ولاړ و.
د غوريانو ولسوال محمد نبي طالب د هرکلي نه وروسته وويلې: ملت ومردم که اطراف اينجا جمع شده ازهمه ملت های ۳۰۰ هزاري غوريان نمايندگی مې کند، بعض مردم مغرض هستند که توطئه ها مي کند که به پشتون ها حق داده نه شده ويا حقوق پشتون ها زېرپا شده مگر من خودم الکوزی هستم و در پېروزي اول (هرات ) والي غور بودم و حال ولسوال غوريان هستم اين برادر هائیکه تشويش مې اندازد بايد زنده گې برادرهای خود را نارام نه کند (۱۳) ما اين امنيت امروز راکه د رهرات مې بينم ما مرهون امر صاحب اسماعيل خان هستم.
طی ۲۴ سال گذشته ما با حزب اسلامې و برادران شعیه عمليات مشترک داشتيم جنگ های گروهی مثل ديگر ولايت در اينجا صورت نه گرفته است، ما از حکومت مرکزي اطاعت مې کنيم و ما افتخار ميکنيم که آغای کرزی خودش مجاهد و فرزند مجاهد شهيد است، ما از جناب شما جلالي صيب اين خواهش مې کنيم که عرض ما رابه آغای کرزی برسانيد و احترام که مابه اسماعيل خان داريم شما هم بايد احترام و توجه خاص داشته باشید.
د غوريانو د ولسوال د خبرونه وروسته يو کس د غوريانو د خلکو په استازیتوب وویلي چې ددوي په دې ولسوالۍ کې د څښلو د اوبو د نشتوالي له امله زیاتې ستونځې لرې او وويلې چې ددوې لپاره د اوبو نشتوالی جدي ستونزه ده او څښلو داوبو کويان بايد وويستل شي.
بل تن د ډاکټرمحمد صالح سلجوقي په نامه خبرې وکړې او وويلې : موږ بايد ملي لمړیتوبونه په نظر کې ونيسو او موږ داساسي قانون د توشيح نه ملاتړ کوو او افغانستان ملي فرهنګ باید تقويه کړو، نو موړي وويل چې څو نفره فراري طالبان د غوريانو د سيمې نه د شين ډنډ په زېر کوه سيمه کې پناه اخيستې او دوی زموږ د ولسوالۍ يوولس کسه د لمانځه پر مهال ووژل خو دغه قاتلين په موټرو کې د خپلو وسلو سره کابل ته ځي او څوک يې نه نيسې د دي موخه د شينډنډ امان الله خان و. ډاکټر سلجوقي وويل چې موږ د وزېر صيب څخه د ا هيله لرو چې امېر صيب اسماعيل خان نه يواځي د هرات والي دی بلکې نوموړی په دغه ولايت کې د لوړ مقام خاوند دی او په ټولو تصاميمو کې ورسره بايد مشوره وشي. ده وويلې چې په هرات کې څو حکومته دي، يو حکومت په زېر کوه کي دی او بل د اسماعيل خان دی، په زېر کوه کې زموږ درې کسه بنديان دي او موږ له امېر صيب اسماعيل خان نه غواړو چې هغه څوک چې قانون ماتوي بايد ونيول شي.
د دې سيمې خلکو په اېران کې د افغاني بنديانو په هکله هم ستونزه درلوده اوله کورنيو چارو وزارت څخه يې وغوښتل چې د افغانستان حکومت بايد ددوی په خلاصونه کې مرسته وکړي. دغوريانو په ولسوالۍ کې وزېر صيب خبرې ونه کړې او دکوهسار ولسوالۍ ته لاړو او هلته په يوه بجه او شل دقيقو ورسيدلو چې هلته هم دنورو ولسواليو په شان يو شمېر ولسي خلکو اوقومي مشرانو د ښوونځيو د زده کوونکو په شمول زموږ هر کلی وکړ. کله چې د اسلام قلعه بندر ته ورسيدو نومونږولیدل چې زموږ د ځينو عسکرو د اېران پوځ دريشي په تن کړې وې اوپر مونږ یي ډېر بد تاًثېر وکړ. د اسلام قلعه په جومات کې جلالي صیب او ورسره پلاوی د خلکو سره وليدل، لکه څرنګه چې مخکې ما وويلې زيات شمېر کسانو ته وظيفې ورکړل شوې وې چې دامان الله خان پر ضد خبرې وکړي او دغه غوښتنه به يې هم کوله چې بايد د هرات په ټولو چارو کې دې اسماعيل خان سره مشورې وشي او بايد له هرات نه لرې نه شي.
په اسلام قلعه کې جلالي صيب په خپلو خبرو کې وويلې چې په افغانستان کې ۲۵ کاله جګړه شوې او وروسته له ۲۵ کلو بيارغونه څه اسانه کار نه دی او هر فرد بايد دافغانستان په بيارغونه کې برخه واخلي. جلالي صيب وويلې چې د مخدره موادو د کرکيلې نه يواځې او يواځې قاچاقبران ګټه اخلي او بزګرانو ته هیڅ ګټه نه رسيږي په پای کې جلالي صیب زياته کړه او ويې ويلې چې افغانستان د ټولو کور دی او ټول مساوي او متناسب حقوق لري.
د جلالي صيب نه وروسته يوتن مولوي په پښتو خبرې وکړې او ويې ويلې چې د خوښۍ او وياړ ځای دی چې يو لوړ پوړې پلاوې دلته راځي او د خپل ولس سره ګوري خو دا هرچاته د لمر په شان روښانه ده چې هرات کې سوله او يووالی د اسماعيل خان په واسطه تامين دی.
د اسلام قلعه د بندر د ليدو نه وروسته د شپې لپاره بېرته د هرات ښار ته رأستانه شولو.