آیا ۲۰۱۴ کال زمونږ لپاره دخوښې کال ده که د بدبختۍ؟

یوچیرته میلمه وم بس چې څنګه په خونه ورننوتلم  ګورم چې بنډار ډیرګرم وو هریو دسیاسي کارپوه په شان نظرونه ورکول بس همدا یوه خبره وه چې بیابه په ۲۰۱۴ کال کې جنګ جګړې، وژل، ورانول او چپاول شروع شي، زه دکوټې په یوه څنډه کې غلی ناست وم او ددوي خبروته مې غوږنیولی وه خو دغه بنډار پرته له کومې پایلي پای ته ورسیده، کله چې مجلس ختم شو نو یوه خبره مې په ذهن کې راګرځیده چې یاالله دا څه اورم، ایامونږه انسانان نه یو، ایامونږه عقل نه لرو،ایا په دی خاوره کې هروګړی افغان نه دی، ایا د دې خاوری ساتل په هرافغان فرض نه ده، آیامونږه مسلمانان نه یو، آیا الله ج په قران کریم کې نه دي فرمایلي چې مسلمانان ټول سره ورونه دي، کله چې وایو مونږه انسانان یو، مسلمان یو، افغانان یو نو بیا جنګ او جګړه دچاپه مقابل کې، ورور وژل دې څه لپاره، آیامونږه یواخي دبهرنیانوپه شتون کې انسانان یو که چیری بهرنیان لاړي شي نو زمونږه انسانیت هم ورسره ځي؟
زه له تاسوټولو لوستونکو څخه پوښتنه کوم چې آیا دغه بهرنیان دي چې زمونږ په هیوادکې یې دافغانانو ترمنځ یوالی راوستی، آیا دغه بهرنیان دي چې زمونږ دهیواد دسرحدونو دفاع کوي، آیا همدغه بهرنیان دي چې زمونږهیواد را جوړوي، آیا همدغه بهرنیان دي چې زمونږ ولس ته یې خوشحالی راوستي
شاید ستاسې ځواب نه وي، ځکه دهمدغوبهرنیانوله راتګ وروسته په هیواد کې ژبني، سمتي مذهبي او قومي اختلافات اوج ته ورسیدل، همدغه بهرنیان دي چې ددوي په اشاره نن دهیواد سرحدونه په راکټونو ویشتل کیږي، همدغه بهرنیان دي چې هره ورځ زمونږه په سلهاو خویندی کونډی او میندی مو بوری کېږي، کومه خوشحالی دوي مونږه ته راوړی  چې مونږه دهغه قدرداني وکړاو دی دوي په شتون ډاډګیرن شوو، کله چې په دی هرڅه پوهیږو نو بیاولي نه وایو چې  د۲۰۱۴ کال دافغانانو لپاره دسولی، امن، یوالي او پرمختګ کال ده. په پای کې یوه خبره همیشه په یاد ولرئ چې هیڅکله هم یو څوک د بل چا همیشه دوست او دښمن نه وي هغه وخت یې دوست يې کله یې چې ګټې ورکې نغښتې وي او هغه وخت یې دوښمن جوړیږي چې یې دګټو خنډ وګرځي، نو راځی چې په ځان کې دا وړتیا پیداکړوچې خپلې خاورې او ولس ته په خپله خدمت وکړو او هیڅکله هم په نورو اتکاه ونه کړو.
په همدی هیله