له امريکايي چارواکو يې زده کړئ!!!

د تېرې جمعې (09-11-2012) په ورځ د امريکا د مرکزي استخباراتو مشر جنرال پټريوس لدې امله د خپلې دندې استعفا ورکړه،چې له يوې ژورناليستې جیل کیلي سره یې نامشروع اړيکې لرلې، پټريوس ويلي ؤ (چې دى په لوى پوست کې په يو داسې کار اخته وو چې د ده لپاره نور نه ښايي چې نور د امريکا د استخباراتو د مشر په توګه دنده ترسره کړي.) ويل کېږي، چې په افغانستان د ناټو او امريکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم له يادې ژورناليستې سره د مينې او محبت ځانګړې لار خوښه کړې وه، په زرګونو برېښاليکونه يې تباديله کړې، چې پکې يې د خپلې مينې اظهار کړی، د امريکا سنامجلس جنرال الن په همدې موخه غوښتې ترڅو ترې د يادې قضې په اړه پوښتنې ګروېګنې وکړي، پر جنرال الن دا تور هم لګېدلی، چې نوموړي هم له جيل کيلي سره نامشروعه اړيکي ساتلي، خو جنرال الن ټول تورونه رد کړي او د سپيناوي په خاطر يې د هر قسم څېړنې لپاره اماده ګي ښوولې.
د جنرال پټريوس له دندې ګوښه کېدل پدې مفهوم دي، چې نوموړی له خپلې خاورې، ولس او ورسپارل شوې دندې سره ډېره مينه لري، او د جنرال الن منډې ترړې ښايي، چې دی هم نه غواړي چې د داسې يوې دسيسې ښکار چې هېڅ يې توقع نه کېږي، جنرال الن هم خپل ملت سره وعده کړې، چې دی هر ډول سپيناوي او څيړونو ته چمتو دی، که د امريکا دواړه لوړپوړو چارواکو اظهاراتو ته لږه توجه وکړو، د دواړو له کړنو داسې ښکاري، چې دوۍ هېڅکله هم له خپلې خاورې، ولس، هېوادنۍ ګټو او ورسپارل شويو دندو کې سرغړونه نه کوي او کوښښ کوي، چې هر وخت د خپل ولس او خلکو په خدمت کې وسي، دوی پدې لار کې له خپلو څوکيو هم تېر دي مګر د ملت او هېوادنۍ ګټو څخه نه تېرېږي، دوی که له يوې خواء مسلمانان ندي له بل پلوه په خپلو کړنو سترګې هم نه پټوي.
خو زموږ چارواکي ځانونه مسلمانان هم ښايي، د ولس رېښتني استازي ، د ملت د درد دواګويه، د هيلو او امیدونو ترجمانان او رېښتني خدمتګاران هم ځانونه بولي، د رسنيو له لارې له ټول ملت سره غوړې غوړې وعدې کوي مګر په عمل کې يې هېڅ هم نوي، دوی يوازې خبرې کوي خو د عمل جامې اغوستل يې ندي په ياد، دوی یوازې د پيسو په پيداکولو، ښايسته او مرمرينو ماڼيو په جوړلو، نوي ماډل موټرونو او نورو عیاشيو باندي مصروف دي، که د ملت له استازواو وزيرانو يې راونيسو او پر معينانو او رئيسانو يې تمام کړو شاوخواء پنځه نوي ياد شوي چارواکي به په بدعملۍ، شراب خورۍ، له اسلامي اصولو ليرې محالفو، عياشۍ او کباب خورۍ مصروف وي، نه ورسره د ملت غم شته او نه یې تراوسه دافکر کړی، چې دوی د چارواکو په صفت د ملت کوم حقونه پوره کولای شي؟  او يا يې هم پوره کړي.
که د امريکا او نورې پرمختللې نړۍ چارواکي وګورو دوی ډېری خپله استعفا وړاندې کوي مخکې تردې چې د ملت استازي او يا هم خپله ملت پرې نېوکې وکړي، ځکه دوی له خپل ملت، خاورې او دندو سره مينه لري، خو که چيرته زموږ چارواکو ته نظر وکړو دوی ځانونو پورې څوکۍ سريخ کړې وي، خو که کله هم د ملت استازي له ډېرو معاملو وروسته ملي شوراء ته وزيران غواړي بيا یې خوبونه ورک وي، شپه ورځ پدې سوچ کې وي، چې کوم وکيل ته څومره ډالر ورکړم ترڅو راڅخه صلاحيت سلب نکړي او شرمېدلی مې ونلېږي، خو دوی دومره نه پوهېږی، چې که چيرته د ملت پټ سترګي وکيلان د يو څو ډالرو په مقابل کې له دوی صلاحيت وانخلي، ملت ترې خپله طمعه توقع غوڅوي، او په رېښتني ډول بايد ووايو چې د وزيران، معينان او وکيلان په عامه ولس کې هېڅ ځای نلري، دوی د ملت زړونه ندي ترلاسه کړي،ځکه خو ملت هم ورڅخه ناراضه دی، تر اوسه مې په مرکز کابل او ولاياتو کې د ملت استازي حتی د جمعې په لمونځونو کې ندي ليدلي، د اختر لمونځه او میلې خو پرځای پاتې دي، دوی که رېښتيا هم د ملت رېښتوني استازي وي، ولې بیا د ملت په منځ کې د يو استازې په شان نه ګرځي، چې د يو چارواکي او کربجن فرعوني شخصيت يې له ځانه جوړ کړی وسي.
زموږ هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ دی، په هره برخه کې ډېرې ستونزې لرو چې يوازې د ملت استازو په کلک هوډ او د وزيرانو په جديت پای موندلی شي، خو که چيرته توجهه ورته وکړي؛ مګر خوشبينه ورته ځکه نه يو، چې دوی تراوسه په خپلو مزو او چړچو اخته دي.
افغان مسلمان ملت له خپلو چارواکو او د ملت له استازو په درنښت هيله کوي، که  د افغانيت او مسلمانيت د غرور له وجهې په هر څه سترګې پټوئ، شپنيز غير اخلاقي، غير اسلامي او په نورو منکراتو سترګې پټوئ او نه يې واياست، د امريکايي چارواکو څخه يې زده کړئ، چې دوی نه مسلمانان دي، نه غرور لري او هم له اخيرته ډارېږي  خو د خپل ملت او خلکو له وجهې له خپلو دندو هم تېرېږي.
د افغان لوړپوړو چارواکو د بيدارۍ په هيله
صمد افغان