په خوست کې د مجاهدينو اسلامي شورا  د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون  تور ولګولو، چې په خپلو کړنو کې خپلواک ثابت نه شول

 
په خوست کې د مجاهدينو اسلامي شورا  د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون  تور ولګو چې په خپلو کړنو کې خپلواک ثابت نه شول، دوی وويل چې دغه کمېسيون تر ټاکنو مخکې له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د رايو د نتايجو پر بنسټ به د افغانستان راتلونکی ټاکي، خو داسې ونه شول، د ولايتي شوراګانو پايلې له تېرو څلورو مياشتو د دې لپاره ځنډلي چې فساد ته پكې زمينه برابره شي.    په خوست کې د مجاهدينواسلامي شورا لخوا د رابلل شوې غونډې  پرمهال ګڼ شمېر خوستوالو وويل که څه هم د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې د ځينو شرايطو او ستونزو له امله وځندې، خو د ولايتي شوراګانو پايلې چې د ولسمشرۍ ټاکنو په څېر يې شرايط هم نه لرل، ولې له تېرو څلورو مياشتو ځنډلې دي، دوی په يوه اعتراضيه غونډه کې ګواښ وکړ، چې که د ټاکنو کمېسيون د ولايتي شورا ګانو په پايلوکې شفافيت ته پوره پاملرنه ونه کړي، نو پرضد به يې پراخ  لاريونونه وکړي او خبرداری يې ورکړچې که په دې برخه کې هر ډول ستونزې رامنځته کېږي، مسووليت به يې د ټاکنو کمېسيون پر غاړه وي.
ګډونوالو د ټاکنو پرخپلواک کمېسيون نيوکې وکړې، چې په خپلو کړنو کې خپلواک ثابت نه شول او د خلكو په رايه يې ملڼدې وهلې، د دوى په خبره چې دغه کمېسيون تر ټاکنو مخکې له ولس سره ژمنه کړې وه، چې د رايو د نتايجو پر بنسټ به د افغانستان راتلونکی ټاکي.
د غونډې په پاى كې دا غوښتنه هم وشوه چې كه راتلونكى دولت له ډلو ټپلو تشكيليږي نو سر له اوسه د خوست مجاهدين پكې د ونډې غوښتنه كوي، خو داسې نه چې د يوې سيمې خلكو ته د ټولو مجاهدينو برخه ور كړل شي.