
په پکتيکاولايت كې مېشت وزيرستاني کډوال له افغان دولت اونړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي، دوى وايي هغه چاچې د افغانانو پرضد كار ترې اخيستلو اوس هغوى اړ كړي چې ډك كورنه پريږدي، او دې خوا ته راكډه شي، د پكتيكا چارواکي هم وايي چې په سيمه کې تپل شوې جګړې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولسي خلک تر بل هر چا ډير زيانمن کړي دي، نوموړي هم كډوالو ته د مرستو غوښتنه وكړه.
د پکتيکاولايت په برمل ولسوالۍ کې له وزيرستاني كډوالو سره د يوې اندازې خوراكي توكو او خيمو د مرستې وېشلوپر مهال کډوالود افغان دولت او نظامي چارواكو او سرتېرو له چال چلند خوښي څرګنده كړه خو ځل بيايې پر دولت او نړيواله ټولنه غږ وكړ چې له دوى سره مرستې وكړي، دغه كډوال وايي هغه چا كډه كولو ته اړ كړل چې يو وخت يې د افغانانو پرضدجګړې ته هڅول خو اوس هغوى پر دوى غمليات پيل كړي دي.
د پكتيكاوالي محب الله صميم په برمل ولسوالۍ کې له وزيرستاني کډوالو سره د ليدنې او د يو څه اندزه مرستو د وېشلو پر مهال وويل چې په سيمه کې تپل شوې جګړې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ولسي خلک تر بل هر چا ډير زيانمن کړي، دى زياتوي سره له دې چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عمليات ناکام اوبې ګټې دي خو بيايې هم زرګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړايستلي، او اوس ډېرو مرستو ته اړتيالري.
دمګړۍ پكتيكاولايت ته د وزيرستاني ګډوالوکورنيو شمير له لسو زرو اوښتی خو تر دې مهاله زرو کورنيو ته بېلابېلې مرستې رسيدلي او اوس هم ځينو كورنيوته خيمې، کمپلې، اوړه، وريجې، بوره، غوړي، چای او د کور نور اړينو توکيو د وېش لړۍ روانه ده.